لمر به بيا هم راخېږي

----------------------
د ډوبېدونکي لمر،
د پټېدوکو وړانګو
او،
د ماښام د تيارو،
د خپرېدو نه پس
کله چې،مارغان
خپلو ځالو ته،
را ستانه شي
اوخلک،
د خپلو کورونو ،
دړې وتړي
او،
توره شپه،
په خپله توره لمن کښې
په هغه لمن کښې چې،
نه په کښې تور ښکاري او
نه سپين،
هر څه پټ کړي
او يوازې،
د کونګ سپره اواز،
د سپو بې مقصده غپا،
او د ګيدړو ځورونکې کانګي
شپه نوره هم چيخنه کړي
او،
داسې ښکاري چې،
هر څه لاړل،
خلاص شول
خو نه،
اې!
پاس د غرۀ په سر ناسته ما شومه
د ډوبېدونکي لمر،
پټېدونکو وړانګو ته
داسې،
داسې ،د حسرت په سترګو،
مه ګوره
او ډوبېدونکي لمر ته،
مه وايه چې،
په خدائ دې سپارم،
په مخه د ښه
ورته وايه چې،
د بيا ليدو په هيله
په هيله ولې!
په يقين
ځکه چې،
لمر به بيا هم راخېږي
او زرينې وړانګې به ئې،
د نوي سهار،
د زېري سره
زمونږ د کلي،
باغونو ته
نوی ژوند بخښي
ځکه چې دا،
د طبيعت،
قانون دی
او،
زۀ او ته به هم،
سبا،
د بيا را ختونکي لمر،
د زرينو وړانګو،
تماشه کووخو،
پدې شرط چې،
که تر هغې،
زۀ او ته ،
ژوندي پاتې شو
پېښور ١٦/٦/٢٠١٠ م٠ق٠مين