
روهي (درې نۍ/۲۱ د وري)، د ونيزويلا تبعه او د ښکلا د سياليو کټونکې آلیسیا ماچادو ادعا کړي، چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ څو ځله هڅې کړي، چې جنسي اړيکې او مقاربت را سره تر سره کړي.
نوموړي ويلي، چې ټرمپ څو ځلې راته وړانديز کړی او همدا ډول يې راباندې فشارونه را وړل، چې د جنسي مقاربت لپاره مې استعمال کړي.
آلیسیا ماچادو وايي، "په ۱۹۹۴ ز کال کې مې د خپل وزن په اړه د ښکلا د ملکې لقب تر لاسه کړ، خو چې هرکله مې وزن يو څه زيات شو، نو ټرمپ راته د Miss Piggy يا د خنځير پر څير د غټې ملکې نوم واخېست او سپکې - سپورې راته ويلي."
آلیسیا ماچادو ادعا کړي، چې د ټرمپ له خوا د جنسي زورونې او فشارونو وروسته ورته روحي ستونزې پيدا شوي او د ډاکټرانو په توصيې خوراک او درملنه کوي.
د ښکلا د ملکې په شمول، تر اوسه لسو نورو جونو د ولسمشر ټرمپ په اړه د جنسي زورونو شکايتونه کړي، نوموړي يې يو عياش او ليونی ولسمشر بللی.