
روهي (درې نۍ/۲۱ د وري)، د جاپان تبعه (ماسازو نوناكا) نن ورځ په رسمي ډول سره د نړيوالو رېکارډونو په کتاب (ګېنس) کې د نړۍ د تر ټولو زوړ سړي رېکارډ خپل کړ او په رسمي ډول ثبت شو.
د جاپان لپاره د ګېنس ادارې استازې (ايراکا) د (ماسازو نوناكا) کور ته تللې وه او نوموړي ته يې، په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکي ژوندي نارېنه تصديق پاڼه ورکړه.
(ماسازو نوناكا) تر نن ورځې (۱۳۹۷/۱/۲۱) پورې ۱۱۲ کاله او ۲۵۹ ورځې ژوند کړی، چې په نارينو کې د ډېر عمر لرونکی بوډا شمېرل کيږي.
(ماسازو نوناكا) په ۱۹۰۵ ز کال کې د جولای د مياشتې په ۲۵ نېټه زېږدلی وو، چې لومړۍ او دويمه نړيواله جګړې يې په سترګو لېدلي.
(ماسازو نوناكا) اوس هم د روغتيا څښتن دی، خپل بې کاره وخت په خپل کور کې په مطالعې او تلوېزيون کتلو تيروي.
له نوموړي وړاندې هسپانوۍ ميرمنې (فرانسېسکو) د ډېر عمر لرونکې ميرمنې رېکارډ جوړ کړی وو، چې د ۱۱۳ کالونو په عمر د تېرې فيبرورۍ په مياشت کې مړه شوه.