ټنبلي مو هيلې وژني

ټنبلي او د ستړيا احساس یوه طبيعي خبره ده؛ خو دغه څه هغه وخت ستونزمن او زموږ پر زیان تمامېږي چې په عادت مو بدل شي. ټنبلي د انسان موخې او راتلونکی له خاورو سره خاورې کوي.

کېدای شي په یوه ورځ او یوه میاشت کې مو خپلې دغه ستونزې ته پام نه شي خو کله چې کلونه پرې تېر شي پر زیان به یې هله پوه شئ چې په خپل ژوند کې مو څومره فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکړي دي. کله مو چې موخې روښانه کړې، د یوه ښه مهالوېش په لټه کې شئ. هره ورځ د هغه کارونو په لټه کې اوسئ چې موخې ته مو نږدې کولای شي او ورو ، ورو مو دغه کارونه درته په ورځنۍ دنده بدل کړئ.

په دې ډول سره په پرمختګ پیل کوی، موخې مو شکل پیدا کوي او ژوند درته په زړه پورې کېږي. کله چې ژوند درته په زړه پورې شو، نو د کار کولو شوق در سره پیدا کېږي چې په پایله کې به مو له ټنبلۍ ځان ژغورلی وي. دغه ټکی هم باید له پامه ونه غورځوئ چې «اسودګي اوارمتیا د هغه خلکو خیال دی، چې په رښتیا سره یې وړتیا ولري».