له کرونا وروسته به نړیوال نظم بدل شي

لېکنه: هنري کیسینجر ژباړه: حمیدالله حمیدي
منبع: وال سترېټ ژورنال
د کرونا خطر او وېرې د امریکا د سیاست فیلسوف، د پخوانیو ولسمشرانو ریچارد نیکسون او جرالد فورد په دوو دورو کې کار ځپلی دیپلومات او ددغه هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو وتلې سیاسي نظر ورکوونکې څېره هنري کیسینجر هم را بیدار کړی، څو له کرونا  وروسته د نړیوال نظم د بدلون او ګواښونو په اړه خپل نظر څرګند کړي او خلکو ته د خطر خبرداری ورکړي. کسینجر وړاندوېنه کړې ده چې له کرونا څخه پېښدونکی سیاسي او اقتصادي بحران به د ډېر وخت لپاره او ان تر راتلونکي نسل پورې دوام وکړي.

د امریکا دغه سیاسي نظر ورکوونکې څېرې د کرونا ویروس له کبله د ملتونو تر منځ د اړیکو د خړپړ کېدو او د سیمې او نړۍ په کچه د ټولنیزو پیوندونو د لمنځه تلو خبرداری هم ورکړی دی. نوموړي له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده: « یو نوی نړیوال نظم د جوړېدو په حال کې دی او د امریکا متحده ایالات باید له کرونا ویروس سره د مبارزې تر څنګ د نوي نړیوال نظم جوړېدو ته هم پوره تیاری ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر هنري کیسنجر  (وال سټرېټ ژورنال) ته په یوه مقاله کې لیکلي، د نړۍ په کچه د کرونا ویروس خپرېدل به نړیوال سېستم او نظم ته په کلي ډول بدلون ورکړي. 

نوموړي په خپله مقاله کې لیکلي، د (کووېډ ۱۹) نړیوال کېدل د (آردنن) جکړې پر مهال په (۸۴ ام پیاده) لښکر کې د یوه ځوان په توګه د ګډون وخت را په یادوي. اوس مې هم لکه د (۱۹۴۴) کال په وروستیو کې په زړه یوه ځانګړې وېره خوره شوې ده. هغه وخت کېدای شوای چې یو کس په نښه شوای وای او یا هم یوه ډله، خو اوس ټول بشریت په خطر کې دی. د هغه او اوسني وخت تر منځ توپير دا دی، چې هغه وخت موږ د امریکا په کچه د یوې وروستۍ او ملي موخې لپاره جنګېدو، خو اوس باید ټول پر یوې بې مخینې او د نړۍ په کچه پر یوې لویې ستونزې غلبه وکړو، عمومي باور خپل کړو، له یو او بل سره ټولنیزې اړیکې وساتو او نړیوالې سولې او ثبات ته کار وکړو.

کیسینجر وړاندې لیکي: «ملتونه په دې باور دي او په دې برخه کې په یوه خوله دي، چې کېدای شي دولتونه یې د بحران رامنځ ته کېدو وړاندوېینه وکړي او اغېز یې  کم کړي، خو کله چې (کووېډ ۱۹) پای ته رسېږي، تاسو به وګورئ، چې د پیاوړو هېوادونو ډېری بنسټونه به له منځه تللي او ډېری هېوادونو به ماتې خوړلې وي. له کرونا ویروس څخه رامنځ ته شوی زیان کېدای شي موقتي وي، خو سیاسي او اقتصادي بحران به تر راتلونکي نسل پورې دوام کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر زیاتوي، کرونا ویروس په نړیواله کچه د خپرېدو په حال کې دی. خپرېدل یې هم تصاعدي دي؛ داسې چې په امریکا کې په هرو پنځو ورځو کې پر دغه ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر دوه برابره کېږي. د ناروغۍ ددې لویې څپې د مخنیوي لپاره طبي توکي کفایت نه کوي او له ناروغانو څخه د ځانګړي مراقبت ځایونه ډک شوي دي. که څه هم هره ورځ په دې برخه کې نوې څېړنې کېږي، څو د ناروغۍ د خپرېدو کچه راټیټه کړي، خو بیا هم دا هر څه په نشت حساب دي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي له کرونا ناروغۍ څخه د مخنیوي واکسین جوړېدل له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو وخت نیسي.

هنري کیسینجر لیکي، دا سمه ده چې د امریکا دولت له کرونا ناروغۍ سره تر خپلې وسې مبارزه کړې ده، خو وروستۍ ازموینه به ورته دا وي چې ایا امریکا کولای شي ویروس کنټرول کړي او عمومي باور تر لاسه کړي. دې ته باید جدي پاملرنه وشي، خو دغه مبارزه باید موږ له اصلي موخې او دندې چې له کرونا وروسته په موازي ډول نوي سېستم ته ور داخلېدل دي را ونه ګرځوي. 

دی زیاتوي چې رهبران په ملي کچه له بحران سره مقابله کوي او له دې ویروس سره سروکار لري، خو ددغه ویروس وېجاړوونکې پایلې هېڅ ډول پولې نه پېژني. په داسې حال کې چې زه هیلمن یم د انسانانو پر روغتیا باندې به دغه حمله موقتي وي، خو له دې سره سره ویلای شم له کرونا وروسته سیاسي او اقتصادي بحران بیا هم تر بل نسل پورې دوام کولای شي. هېڅ هېواد ان د امریکا متحده ایالات هم نه شي کولای ددغه ناورین مخه ونیسي، بلکې ددغه بحران د مخنیوي لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده. که موږ په شریکه له دې حالت څخه د وتلو لپاره کوښښ ونه کړو، نور ډېر ناوړه حالت به تجربه کړو. کیسینجر له امریکا غوښتي چې په نړیواله کچه له کرونا ناروغۍ څخه د پېښېدونکو ګواښونو سره د مبارزې لپاره باید په درېیو اصلي ټکو تمرکز وکړي:
اول: د عفوني ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د نړۍ په کچه د علمي څېړنو بنسټونه قوي او پراخ کړي. د طبي څېړنو په پایله کې د اطفالو فلج د مخنیوي او نورو ناروغیو لپاره د واکسین جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه وه، چې اوس یې نیږدې له ټولې نړۍ څخه دغه لا عالجه ناروغۍ ورکې کړې دي، خو تر څنګ یې باید د نویو تخنیکونو او نوې تکنالوژۍ پر مټ د نورو ناروغیو لپاره هم ددغه ډول واکسینونو جوړولو هڅې وشي.

دویم: هڅه باید وشي چې نړیوال اقتصادي ټپونه جوړ او د لا ژورېدو مخه یې ونیول شي. د نړۍ رهبرانو د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران څخه کافي زده کړه کړې ده، خو اوسنی ناورین تر هغه ډېر پېچلی دی. له کرونا ناروغۍ څخه را ولاړېدونکې ستونزې د بشر په تاریخ کې له بلې هرې پېښې ډېرې ژورې، پراخې او چټکې رامنځ ته کېدونکې دي. د عمومي روغتیا ستاتنې او اقتصادي ضربې د مخنیوي لپاره د راټولېدنو مخنیوی، د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتېدل او نورو ورته اقداماتو تر سره کول ګټور دي، خو تر څنګ یې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره هم باید کافي تدابیر په پام کې ونیول شي. او درېیم هم د لېبرال نړیوال نظم او اصولو څخه ساتنه.

کیسینجر په پای کې لیکي، موږ له  «آردنن» جګړې وروسته ورځ تر بلې ځلېدونکې او له انساني کرامت څخه د ساتنې یوې ډکې نړۍ ته ورسېدو، خو نننۍ ننګونه داسې ده چې د بحران مدیریت او د راتلونکې جوړول دواړه پر یو ځای مخ ته راغلي دي او په دې حالت کې ماتې خوړل به نړۍ په اور کې وسوځوي.