د يو بې وفا انځور

د خيالونو زرين تار بيا تر تا ورسولم. هره يوه شيبه چې تا راته خوشبو اورنګينه کړي وه يو ځل بيا يې وږمې په ما راچاپيره شوې.د خوښی لحظې سترګو ته په نڅا شوې ، ستا خوږې خبرې راته په مسکا شوې.زه په خپله ښايسته نړۍ کې ډوبه وم چې ناڅاپه مې ستا څيري شوی انځور چې مخ ته مې پروت وو پام شو. د مينې بېړی مې د غم په سمندر کې لاهو شوه.
په خپله تنهايی کې لارورکي شومه.خواږه يادونه راته زهر شول ، او په زړه مې راچاپېره شول.
حيرانه وم چې دا تصوير ولې څيرې ده؟؟؟
پوه شوم چې د مينې د يو قاتل انځور مې په زړه او خيال کې شلولی .
د يو بې وفا انځور ...
ستا انځور!!!

\"\"