لس (۱۰) هغه ميوې او خواړه چې د نارينه جنسي ځواک په کم وخت کې زياتوي
ډاکټر نېک محمد ويال
جنسي کمزورتيا او ستونزې په نارينه او ښځينه يا ښځه او خاوند دواړو کې پيدا کېدای شي. له جنسي ستونزو او کمزورتيا څخه موخه دا ده، چې جنسي غرېزه په کې نه شي پوره کېدای او يا اولاد نه پيدا کيږي.
جنسي کمزورتيا ښايي په فزيکي ډول وي او يا هم په روحي ډول. په فزيکي ډول د جنسي کمزورتيا لاملونه د هورمونونو ګډوډي، د تناسلي سېسټم ناروغۍ او په وجود کې نورې ستونزې دي، خو که چېرې جنسي کمزورتيا روحي وي، نو لاملونه يې ذهني فشارونه، اندېښنې او کورنۍ ستونزې بلل کيږي.
په دې لېکنه کې هغه لس (۱۰) ميوې او خواړه درته په ګوته کوو، چې په نارينو کې د جنسي کمزورتيا ستونزه له منځه وړي او په نارينو کې جنسي ځواک پياوړی کوي.
۱- مومپلي يا ځمکني بادام: ځمکني بادام کولی شي، چې د نارينه د سپرم اندازه ډېره کړي او سپرم روغتيايي وساتي.
۲- هګۍ: هکۍ د بي شپږ (B6) او بي پنځه (B5) ويټامينونه څخه غني دي او کولی شي، چې د جنسي هورمونونو لیول او اندازه په برابر او نارمل ډول سره وساتي او جنسي ځواک پورته کړي.
۳- شنه پالک: د جنسي ځواک د زياتوالو ځواکمنه سرچينه ده. پالک کولی شي، چې د وينې رنګونه پراخه کړي او دوينې جريان په تيزوالي سره سپرم په ښه ډول سره منځ ته راځي.
۴- د چرګې غوښه: د چرګې غوښه په زيات شمېر سره ويټامينونه لري او کولی شي، چې د سپرم اندازه ډېره کړي او همدا ډول سپرم روغتيايي وساتي.
۵- کيله: کيله په خپل ترکيب ډېر د بي ويټامينونه او پوتاشيم لري. د بي ويټامينونه او پوتاشيم په نارينو کې د تستوسترون هورمون توليد ډيروي.
۶- چارمغز: نويو څېړنو ښودلې ده، چې په يوه ورځ کې نيمه لپه د چارمغزو خوړل د خاوند سپرم ډېروي او په دې سره د جنسيی اړيکو د تر سره کولو ليوالتيا زياتيږي.
۷- هندواڼه: دغه طعبي ميوه نه يوازې دا چې د نارينه په جنسي قوې مثبت اغېز کوي، بلکې د تناسلي سېسټم او مثانې لپاره هم غوره درملنه ده.
۸- مستې: ټول لبنيات او په ځانګړي ډول سره مستې له ډېر تېر څخه د جنسي ځواک د پيدا کېدو غوره خواړه بلل کيږي. د يادونې وړ ده، چې شيدې او ورڅخه لاس ته راغلي نور ټول توکي جنسي ځواک لوړ ساتي.
۹- کاجو: کاجو غوړ لرونکې وچه ميوه ده. د کاجو مستقيمه مثبته اغيزه په سپرم باندې ده. کاجو کولی شي، چې د سپرم اندازه دومره لوړه کړي، چې د اولاد د پيدا کېدو لپاره به کافي وي.
۱۰- هوږه او پياز: دغه خواړه که په خام ډول وخوړل شي او يا هم په نورو خوراکونو کې ګډ شي، جنسي ځواک پياوړی کوي.
وروستي