د ولس او ولسمشر هلې ځلې او د امریکا ځپونکي اقدامات

په دې خو ټول پوهیږو چې په افغانستان کې مېشت نړېوال ځواکونه نه غواړي چې مونږ او تاسې دې یو سولییز هیواد ولرو، دوي ددې لپاره جنګ لا اوږدول غواړي تر څو ورته په دې هیواد کې د پاتې کیدو بهانه جوړه وي تر څو خپلې شومې موخې ترلاسه کړي او نورې نړۍ ته په دې دوکه ورکړي چې دوي په دې سیمه کې جنګ ورکول غواړي خو اصلاً داسې نه ده.

په دې وروستیو کې له جنګ څخه ستړي افغانانو په ځینو ولایتونو کې د سولې په هدف خیمې لګولی دي، او چیغې وهي چې د جنګ ټولې غاړې دې سوله وکړي او نور جنګ بس دی، چې دا غږ مخ په پراخیدو دی او ورځ تر بلې نورو سیمو ته پراختیا پیدا کوي.

خو ددې حرکتونو د خرابولو په خاطر د نړېوالو ځواکونو له لوري د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تخریبوونکي عملیات ترسره کول، ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتل هغه څه دي چې د ولس ټولې هیلې او ارمانونه په اوبو لاهو کولی شي، ځکه څومره چې د دولت مخالفو ډلو سولې ته زړه ښه کیږي، بیرته یې په داسې اقداماتو د ولس ټولې هلې ځلې له منځه تللی شي.

دوي یواځې ولس نه بلکې؛ په غیرمستقیم ډول دولت هم ځینې ځینې وخت ګواښي او د هغو رسنیو له لوري ورته ګواښوونکي مسایل خپروي چې د نړیوالو په لاس کې دي او په نړۍ کې ښه نفوذ لري چې ښه بیلګه یې د واشنګټن پوسټ یادونه پر ځایی بللی شوو، واشنګټن پوسټ لیکلي چې ولسمشر اشرف غني له کودتا سره مخ دی، دوي لیکلي چې د ولسمشر کورنی سیاست پخپله د کورنۍ جګړې لوی خطر دی، او دداسې خبرونو په خپرولو غواړي دولت ته ګواښ ورکړي، تر څو ددوي په زړه چلند وکړي.

نړېوال تل غواړي چې په افغانستان کې یو داسې څوک په واک کې وي چې په هره پرېکړه کې ددوي نظر ته ارزښت ورکړي، او په ټوله مانا ددوي په لاس کې وي، اوس ولسمشر غني د سولې په برخه کې اساسي کار شروع کړی او تر څنګ یې ولس هم ورځ تر بلې د سولې غږونه پورته کوي، چې دا ډول چارې ترسره کول زمونږ او ستاسې د سولې ارمانونه پوره کولی شي، او که خدای کول یوه ورځ به مونږ او تاسې په هیواد کې د سولې د راتګ شاهدان وو.

د یوه افغان په حیث مې ټول افغان ولس څخه هیله ده چې د خپلې سیمې د ابادۍ په خاطر د علم او پوهې لمن ونیسو، نور یو بل وزغمو، اوتل د خپلې سیمې د ابادۍ په خاطر هلې ځلې وکړو، دا هیواد زمونږ او ستاسې خپل هیواد دی.
هیڅوک یې مونږ ته نه جوړوي، راځئ د خپلې سیمې د ابادۍ په خاطر د خپل هیواد د ابادي لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو، هیڅ نړیوال قدرت زمونږ او ستاسې غم نه خوري، بلکې یواځې زمونږ او ستاسې له سیمې د یوه مورچل په حیث غواړي ګټه ترې پورته کړي، مونږ او تاسې په اسیا کې په داسې ځای کې قرار لرو چې د خپل جغرافیوي موقیعت له امله که ستونزې راته جوړې شوې، خو ګټه مو ورڅخه ولیده.

نو راځئ د خپلې سیمې د ابادۍ په خاطر سره یو شو، تل د هیواد ګټو ته ژمن ووسو او د خپل هیواد سره د زړه له تله مینه وکړو.
د یوه ښکلي، اومتحد افغانستان په هیله