
دوشنبه (گل) ١٤/٠٦/٢٠١٠
پېښور : د مهترلام بابا ادبي ټولنې لخوا اتمه اوونيزه غونډه ترسره شوه. په دې مهال سفير الله ناشاد مشر او الحاج احمد شاه پوپلزى او محمد عارف همدرد ساپى مشران ميلمانه وو. غونډه د عاشق الله حقبين لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو پر تلاوت پرانستل شوه. د تيرې غونډې گزارش نظير الحق قريشي وړاندې کړ. روئيد همت دريځ وال و. د نظير الحق قريشي پر غزل کره کتنه وشوه، چې له ډېرو خبرو وروسته معياري وگڼل شو. غونډې ته د مشر او مشرانو ميلمنو د خبرو په ترڅ کې محمد عارف همدرد څرگنده کړه، چې د مهترلام بابا ادبي ټولنې جوړښت د پښتو ادبي د پرمختگ لپاره يو ستر کار دى. Ù
�ونږ د دغې اقدام ستاينه کوو او ورسره هرې مرستې او قربانۍ ته چمتو يو. ادبي ټولنې د پښتو ادب په پرمختگ کې ستر رول لري، چې د هغې له جملې څخه يوه هم د مهترلام بابا ادبي ټولنه ده، چې مونږ يې د غړو سره د پرمختگ په چارو کې د مرستې ترڅنگ د بري هيله کوو. د غونډې په ترڅ کې د زين الله وحدان په مړينه د خواشينۍ څرگندونه وشوه. په غونډه کې نږدې څلوېښتو شاعرانو او ليکوالو برخه اخيستې وه. پرېکړه وشوه، چې راتلونکې غونډې له به مير عالم نويد خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړي.