د ځوانۍ ارمان

دځوانۍ وخت مـــــې تيريږې په ارمــان کې
سر اوږيره مـــــې سپينيږې په ارمـــــان کې
تور وېښته چې په هينداره کې سپين وينم
اوښکې ښکته می بهيږې په ارمـــــان کې
دهجــــــــران دسرو سکـــــــروټو په تنورکې
دزړه غوښې مـــــې پخيږې په ارمـــــان کې
دنښتر غوندې ښایسته دانګه ځوانې می
په عـــــــــــربو کــــې زړيږې په ارمـــــان کې
په عـــــــــربو کې ډير ښکلې ښکلې خلک
په غـــــــــمونو کې ګزيږې په ارمـــــان کې
په خوستی باندې به دغسې ورځ راشي
چې به ګورته راونيږي په ارمـــــــان کې
سيد کريم خوستی
عربي امارات العين