چوره (Hernia) څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه، مخنيوی، نښې او درملنه يې

چوره (Hernia) څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه، مخنيوی، نښې او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
۱- چوره څه ته وايي؟
چوره چې په انکليسي ژبه کې ورته Hernia وايي، په وجود کې د نسجونو او غړو غېرې نارمل او غېرې عادي نمو او وده ده، چې د عمر په هره برخه رامنځ ته کېدای شي. چوره تر ډېره د نس دننه په کولمو کې را پيدا کيږي.

۲- د چوره (Hernia) ډولونه:
چوره ډېر ډولونه لري، چې مشهور يې د ورنه چوره (Inguinal Hernia) او د نامه د غوټۍ چوره (Umbilical Hernia) ده.

۳- د چوره (Hernia) نښې نښانې:
د چوره له مهمو نښو څخه يوه د نامه د غوټۍ يا د وجود هغه برخه چې چوره شوې ده، راپورته او پړسيږي. که چېرې د چوره ډول Inguinal Hernia وي، نو هغه برخه چې د پښې د ورنه لوی هډوکی له خاصرې لګن سره يو ځای کيږي را پورته کيږي او که چوره Umbilical Hernia وي، نو بيا د نامه غوټۍ سوروالی پيدا کوي او بهر را وځي.

- هر کله چې يو کس چوره وي، نو د پورته کېدو، ټېټدو او کېنستو په وخت کې، يوه رابهر شوي غوټه احساس کوي.

- که ماشوم د چوره په ناروغۍ اخته وي، نو بيا يوازې د ژړا په وخت کې يې، د نامه غوټه پړسيږي او درد ورکوي.

- که چېرې د ټوخي، د دروند وزن د پورته کولو په وخت کې، د پورته کېدو او کېنستو په وخت کې، د نامه غوټۍ يا د نس په لاندې برخه کې، کومه غوټه را پيدا کيږي او يا درد ولري، نو دا نېې د چوره د شتون دي.

- د خټې يا نس په برخه کې د دروندوالي احساس، يو ډول فشار او درد د چوره نورې نښې دي.

- د چوره په شتون کې، د خوړو تېرول په ستونزمنه توګه وي او همدا ډول د سينې درد هم موجود وي.

۴- د چوره (Hernia) لاملونه:
- د دروند وزن پورته کول او وجود ته ناڅاپه ټکان ورکول؛ د نس دننه عضلې ګډې وډې کوي او چوره منځ ته راوړي.

- په ډېر زور سره ټوخۍ کول او يا هم چيغې وهل، چې د خيټې دننه په کولمو او عضلو فشار راوړي، د چوره بل لامل دی.

- په ميرمنو کې د اميداورۍ دوره، چې نس باندې فشار شتون لري د چوره لامل کېدای شي.

- لنډه دا چې هر هغه کړنه چې په کولمو او نس باندې د فشار سبب کيږي، نو دننه عضلې کمزورې او بې ځايه کوي، چې په پايله کې يې چوره رامنځ ته کيږي.
 
۵- د چوره (Hernia) مخنيوی:
- هر هغه کار چې په ټول وجود او په ځانګړي ډول سره په نس باندې فشار راوړي، بايد تر سره نه شي.

- سګرېټول څکول دې پرېښودل شي.

- که چېرې د يو اوږد وخت راهيسي ټوخۍ او پرنجېدل موجود وي، نو بايد ناروغ کس ډاکټر ته لاړ شي، ځکه په فشار سره ټوخۍ او پرنجېدل چوره منځ ته راوړي.

- د وجود وزن بايد نارمل وساتل شي. ډېر وزن چوره پيدا کوي.

- د ادرار (تشو متيازو) او غټ تشناب په وخت کې بايد له فشار او ډېر وخت تېرولو څخه ډډه وشي، دواړه کړنې په کولمو او نس فشار راوړي او پايله کې د چوره شونتيا زياتيږي.

- کله چې دروند وزن پورته کيږي، نو بايد له زنګونو څخه ګټه واخېستل شي، چې په ملا باندې فشار رانشي.

۶- د چوره (Hernia) درملنه:
مخکې له دې چې د چوره (Hernia) د درملنې په اړه خبرې وکړو، غوره دا ده، چې د چوره ډول، د ناروغۍ جدي والی او د کس عمر او همدا ډول د جوره د منځ ته راګ لامل څرګند شي، چې دا ټولې کړنې په يو متخصص ډاکټر پورې اړه لري او ناروغي لومړۍ بايد تشخيص او بيا درملنه شي.

- ډېره خوراک بايد تر سره نه شي. که چېرې ناروغ کس ډېر خوراک وکړي، نو بيا له خوراک وروسته بايد پورته او يا ښکته نه شي. او که چېرې پورته کيږي، نو بيا بايد په ارام ډول خپل لاس په چوره شوې برخه باندې لاس ونېسي.

- په يو داسې ډول سره دې تمرين تر سره شي، چې د چوره شوې برخې د فشار لامل نه شي، بلکې د چوره شوې برخې د عضلاتو د سختوالي سبب وګرځي.

- د چوره د درملنې وروستۍ لاره جراحي عمليات دي. د چوره د ډول او د منځ ته راتګ لامل له پيدا کولو وروسته اغېزمنې شوې عضلې عملیات کيږي.