
روهي (درې نۍ/۱۴ د وري)، د عراق په مرکز بغداد کې يوې محکمې شپږو ترکيو ميرمنو ته د داعش وسلوالې ډلې سره د تړاو په تور د اعدام سزا ټاکلې ده.
محکمې ويلي، چې يادې ترکيۍ ميرمني د عراق خاورې ته را دننه شوې وي، د داعش لپاره يې ترورېستي فعاليتونه کول او د عراق په خاوره کې ونېول شوې.
يادو ميرمنو په محکمه کې ويلي، چې د دوی خاوندانو د داعش ډلې سره کار کولو او دوی هم اړې وې، چې د خپلو خاوندانو لپاره دغه هېواد ته راشي.
د عراق حکومت د ترورېزم پر ضد يو قانون رامنځ ته کړي، چې هر هغه څوګ چې له داعش سره کار کوي، تبليغات ورته کوي او يا يې هم مالي ملاتړ کوي، نو د حکومت له خوا به سخته سزا ورکول کيږي.
ويل کيږي، چې د عراق په زندانونو کې نېږدې شل زره کسان له داعش سره د تړاو په تور بنديان دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.