د ژوند کولو قانون

که فکر وکړئ چې ژوند له تاسو سره په جنګ دی، له شک پرته چې همداسې به در سره کېږي؛ خو د ژوند کولو لپاره بله لار هم شته. په دې خبره ایمان ولرئ؛ خدای پاک چې هر څه پیداکړي ستاسو د خوښیو او ګټې لپاره دي. مینه، محبت، اخلاص او هرڅه چې له نورو غواړی، لومړی یې په خپل ځان کې پیدا کړئ او د خپل ځان په اړه ښه فکر وکړئ، ټول ښه شیان لومړی په خپل ځان کې ولټوئ.

تاسو د خپلې دنیا پیداکوونکي یاست. په ژوند کې مو چې څه راځي، څه تر لاسه کوی، څه له لاسه ورکوی، پرمختګ کوی، په شا تګ کوی، دا ټول هغه څه دي چې مخکې له مخکې تاسو پخپله د ځان لپاره ټاکلي دي.

بالاخره داسې وخت به راځي چې د ژوند چارې به مو په خپل لاس کې وي، واک او اختیار به ستاسو وي چې د خوښۍ او که د بدمرغۍ لوري ته یې بیایی. د هر څه مسوول به تاسو خپله وی. راځئ، خپل ذهن او فکر د ځان په اړه مثبت کړو، د ځان او نورو په اړه مو خپل فکر ته بدلون ورکړو، هغه وخت به بیا د ټولو خوښیو ور زموږ پر مخ پرانیستی وي.