چين له امريکا څخه په وارداتي توکو ماليه لوړه کړه

روهي (درې نۍ/۱۴ د وري)، چین له امریکا ورتلونکو ۱۲۸ صنعتي توکو تر ۲۵ سلنه پورې تعرفې ولګولې، چې شراب او د خنځیر غوښه هم پکې شامله ده. په داسې حالی کې چې دا اموال د چین له خوا تعرفه پر لګول شوې ارزښت یې درې میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د چین له خوا د په امريکايي توکو د يادې ماليې زیاتول، د امریکا د ولسمشر ډونلډټرمپ له لوري په سټيل یا پولاد او المونیم تر تعرفې زیاتولو وروسته وضعه کیږي.

چین وایي دا نوی ګام یې د اقتصادي توازن د ساتلو لپاره او د خپلو ګټو لپاره پورته ګړی. ځکه چې د امریکا له لورې پرې مالیات لوړ شوې دي.

مخکې له دې چین ويلي وو، چې سوداګریږه جګړه نه غواړي، خو که چېرې يې اقتصاد زیانمن شي چوپ به پاتې نه شي.

خو له بلې خوا د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چين د يادې پرېکړې په غبرګون کې ويلي وو، چې سوداګریز جنګ ښه دی او امریکا دا جګړه په اسانه ګټلی شي.