نارينه څنګه پوهيدای شي چې جنسي کمزورتيا لري؟ مخنيوی او درملنه يې

نارينه څنګه پوهيدای شي چې جنسي کمزورتيا لري؟ مخنيوی او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
۱- په نارينو کې جنسي کمزورتيا څه ته وايي:

هره هغه فزيکي او روحي کمزورتيا چې خاوند د خپلې ښځې جنسي غوښتنې په کې نشي پوره کولی، نو د نارينه د جنسي کمزورتيا په نوم ياديږي.

۲- په نارينو کې د جنسي کمزورتيا نښې:
- د نر تناسلي آله (ذکر) نه پورته کيږي. په عادي وخت کې او يا هم د جنسي تحريک او هڅونې په شتون کې، د نارينه تناسلي آله د بيده وي او سختوالی نه پيدا کوي.

- نارينه يا خاوند ډېر زر جنسي انزال ته رسيږي. مخکې له دې چې د خپلې ښځې سره يوځای شي، مني يې وځي او جنسي تحريک يې پای ته رسيږي.

- مني او سپرم په ډېر ځنډ او ستونزمنه توګه بهر کيږي او د بهر کېدو سره يوځای کوم جنسي حس هم شتون نه لري.

- په لويه کې، نارينه يا خاوند نه غواړي، چې جنسي اړيکې تر سره کړي.

۳- په نارينو کې د جنسي کمزورتيا لاملونه:
- د ټسټوسټرون هورمون کمه اندازه.

- د ويني د لوړ فشار او يا ورته نورو نارغيو څخه خوړنکي درمل.

- په تناسلي سېسټم کې فزيکي ناروغۍ او ستونزې.

- په عصبي سېسټم کې ستونزې، ويره، پر ځان بې باوري، اندېښنې او تشويش.

۴- که چېرې د نارينه تناسلي آله نه پورته کيږي نو لاندې کړنې دې عملي شي.
- د تناسلي آلې د پورته کېدو لپاره جراحي عملياتو ته اړتيا نشته، يوازې په ډېرو سختو او جدي حالتو کې ډاکټر د نارينه د تناسلي آلې د جراحي عملياتو توصيه کوي.

- د نشه يي توکو لکه شراب، تمباکو، الکول، چرس، پوډر، ترياک او سېګرېټو له کارونې دې ډډه وشي.

-له خپلې ميرمنې سره دې ستونزه شريکه شي، جنسي اړيکې دې په داسې ډول تر سره شي، چې تمريني بڼه ولري، نه د جنسي غرېزې د پوره کېدو موخه.

- هغه درمل چې د نورو نارغيو څخه خوړل کيږي، د يو وخت لپاره د بند شي، ترڅو څرګنده شي، چې کوم درمل د تناسلي آلې په نه پورته کېدو اغېز کړی. هر کله چې ياد درمل په ګوته شول، نو هغه بايد ونه خوړل شي.

- د ډاکتر د مشورې مطابق دې، دغه دوا د يو لنډ وخت لپاره وخوړل شي، ترڅو تناسلي آله پورته شي.
وايګرا Viagra
ټاډالافېل tadalafil
لېوېټرا Levitra
دغه ګولۍ بايد د ډاکټر په مشوره وخوړل شي، که چېرې يو څوګ د زړه ناورغي ولري، نو بيا د يادو درملو خوړل ورته مضر دي.

- ښه او قوي خواړه بايد وخوړل شي، تمرين دې تر سره شي، ترڅو وجود په فزيکي ډول سره غښتلی ووسي.

- که ستونزه فزيکي وي، نو د نارينه د تناسلي آلې جراحي عمليات دې تر سره شي.

۵- که چېرې نارينه له وخت مخکې او زر انزال ته رسيږي، نو له لاندې لارو دې ګټه پورته شي.
- هر کله چې يو کس د زر انزال ستونزه ولري، نو د ادرار (تشې متيازې) په وخت کې دې، ادرار د يو څو ثانيو لپاره بند کړي او بيا دې عضلې سستې کړي ترڅو ادرار بهر شي. دا کړنه دې د هر ځل تشناب په وخت کې درې - څلور ځلې تر سره شي او تر يوې مياشتې يا تر هغه چې ناروغي له منځ لاړه شي، بايد په دې ډول د عضلاتو د سختوالي تمرين تر سره شي.

- کله چې له خپلې ميرمنې سره جنسي اړيکې تر سره کيږي، نو خاوند بايد ښه تحريک شي، بيا دې هڅه وشي، چې جنسي تحريک له منځه لاړ شي. دا کړنه دې هم په هر ځل جنسي اړيکو کې له درېيو څخه بيا تر څلور ځلو تکرار شي، ترڅو عضلالت سخت شي.

- کانډوم Condoms دې واغوستل شي. کانډوم يا پوګاڼه کولی شي، چې د ښځې او خاوند د تناسلي آلو د مسقيم تماس مخه ونېسي. هر کله چې تناسلي آلې په مسقيم ډول سره په تماس کې نه وي، نو جنسي تحريک کميږي او په دې ډول د زر انزال مخنيوی کيږي.

- د ډاکټر د مشورې مطابق، د نارينه په تناسلې آلې باندې د بې هوښۍ لاندې سپرې او کرېمونه د جنسي اړيکو د تر سره کولو څخه ۱۵ يا ۲۰ دقيقې وړاندې وهل کيږي.
بېنزو کاين benzocaine
لېډو کاين lidocaine
پرېلو کاين prilocaine
تر ټولو مهمه دا ده، چې د جنسي کمزورتيا ستونزې له متخصص ډاکټر او د ژوند له ملګرې سره شريکې شي او د ناروغۍ له تشخيص وروسته يې درملنه تر سره شي.