« يواځې ما خو له « آی.اس.آی» سره اړېکې نه درلودلې...!؟»

ځيني دولتي او رسمي سياستوال، ليکوالان او ژورنالستان په خپلو ليکنو، ويناوو او څرګندونو کې ډېر زيات احتياط او بېحده ديپلوماسي کوي! دوی زموږ خلکو ته رښتيا نه وايي او نه هم رښتيا ليکي؛ بلکې، تل هڅه کوي چې زموږ خلک دوکه کړي« غر، په پر پټ کړي!» خو دا چې زه د هېڅ ګوند رسمي غړی، د کوم دولتي ـ غېر دولتي (چاپي، غږيز او تصويري) نشراتي ارګان رسمي (دولتي) او د کومې شخصي او خصوصي نشريې اجير (قراردادي) ژورنالېست نه يم او نه هم د «ختيځوالو، لوېديځوالو، عربي نړۍ، چين، هند، ايران، ترکيې، پاکستان او ... هېوادونو » نوکر، مره يی، لاسپوڅی، غلام، اجير او کاسه لېس نه يم! ځکه هر هرڅه ډانګ پيېلي او څرګند وايم او هرتريخ حقيقت ته په خپلو شعرونو او ليکنو کې انعکاس ورکوم او د فسبوک له لارې يې هم خپروم !!

زما په شخصي ـ شعوري ـ سياسي عقيدې او مُطلق باور په افغانستان کې ټول حضرتان (د صبغت الله «مجددي» په مشرۍ) او ټول پيران (د سيد احمد « ګيلاني» په مشرۍ) د انګرېزانو معلوم الحاله جاسوسان (د افغانانو په څېره او جامه کې انګرېزان) وو ، دي او وي به !!

د جهاد په دوران کې صبغت الله « مجددي » له کورنۍ سره په ډنمارک کې او سيد احمد « ګيلاني » په انګلستان ( لندن ) کې اوسېده !!

د جهادي تنظيمونو ( ۷+۸= ۱۵ ) په منځ کې د « مجددي » او « ګيلاني» سياسي تنظيمونه نسبت نورو افراطي ـ مذهبي ډلو ـ ټپلو ته معتدل ګڼل کېدل ، خو دوی په خولې نرم په زړونو سختو کسانو ( د انګرېزانو او « آی .اس.آی » په لارښوونه ) د افغانستان او افغانانو ريښې له بېخ او ريښو څخه غوڅولې !!

د جهاد په دوران ( ۱۴ ) کلونو کې د سيد احمد « ګيلاني» د دفاعي او امنيتي کمېسيون ( شورا ) مشر جنرال رحيم « وردګ » و ، چې بيا د ( د حامد « کرزي » د واکمني د لومړنيو کلونو مُفسد ترين او بې کفايت ترين د دفاع وزير ( لکه بسم الله « محمدي» ) غوندې و !) ملي خاين جنرال رحيم « وردګ » هغه د افغانستان او د افغانستان د خلکو معلوم الحاله ـ شعوري دښمن دی ؛ چې ده ته د پاکستان د « آی .آس.آی » جنرالانو دنده وسپارله چې د سروبي د اوبو او برېښنا بند د کلدارو په بدل کې چپه او ونړوي ؛ رحيم « وردګ » د هغې برېښنايي فابريکې د له منځه وړلو هڅه وکړله ؛ خو پوره برياليتوب يې لاسته را نه ؤړ ...!

هغه کلونه چې رحيم « وردګ » د افغانستان د دفاع وزير و ، ده له ورځو څخه يوه ورځ له «بي. بي. سي.» راډيو له ژورنالېست سره په مرکه کې د يوې پوښتنې : ( ويل کېږي ، چې تاسې په پاکستان کې له « آی.آس.آی» سره نږدې او ټېنګې اړېکې درلودلې ! آيا دا رښتيا ده !؟ ) په ځواب کې وويل :

ـ « په پاکستان کې خو يواځې ما د « آی.آس.آی » له مشرانو او جنرالانو سره اړېکې نه درلودلې ؛ هغه مهال ( د جهاد په دوران ـ ۱۴ـ کلونو کې ) خو زموږ ټولو جهادي رهبرانو د « آی.اس.آی » له مشرانو او جنرالانو سره ټينګې او نږدې اړېکې درلودلې ...!!»

وختونه او کلونه تېر شول . تېر کال د ډاکتر زلمي « خليلزاد » کتاب له چاپه راووت ، ورپسې د ډاکتر رنګين دادفر«سپنتا» کتاب چاپ او خپور شو ؛ او دادی اوس په لنډو تېرو مياشتو کې د سټېف کول امريکايي ـ امنيتي ليکوال کتاب د :« اس ـ رياست » له افغانانو او نړۍ والو سره په ډېرو ژونديو ژبو خپور او شريک شو ...!

د پورتنيو دريو ليکوالو له درې کتابونو څخه داسې څه د افغانانو لاسونو ته ورغلل ؛ چې دوی هېڅ باور نه شو کولی ! د دې خبرې معنا داده چې د دغو درې کتابونو له عمومي منځپانګو څخه يو شمېر هغه تورې ، ناولې ، کرغېړنې ، کثيفې ، مُفسدې ، اجيرې ، لاسپوڅې ، د هېواد او افغانانو دښمنې ، قاچاق وړوونکې او غاصبې څېرې چې ظاهراً افغانان او مسلمانان دي ، خو په باطن کې ( د پردې شاته ) د پردو لاسپوڅي ( انګرېزان ، پاکستانيان ، ايرانيان ، ...) او کاسه ليسان دی ؛ په ډاګه معلوم شول !!

اوس اوس د پير سيد حامد « ګيلاني » په کور کې د پاکستان د دولتي ـ سياسي مشرانو ، د « آي .آس .آی » د جنرالانو د عکسونو خوندي نندارتون او په اسلام آباد کې د سيد اسحق « ګيلاني » رسمي څرګندونو: « هندوستان د افغانستان د خاورې له لارې د پاکستان په خاوره کې مداخله کوي او د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي ، د افغانستان موجوده دولت او نړۍ واله ټولنه يې د امريکا په مشرۍ هم مخنيوی نه کوي ...!»

د دې خبرې معنا داده چې سيد حامد « ګيلاني » ، سيد اسحاق « ګيلاني» او حضرتان ( ټول ) اوسېږي په افغانستان کې ، د افغانستان له دولت څخه لوړ ډالري معاشونه اخلي ، د افغانستان له هوا ، اوبو ، ځمکې ، خوړو ، پوښاکونو ، څښاکونو او لوړو لوړو مادي ـ معنوي امتيازونو څخه په مستقيمه توګه ګټه پورته کوي ؛ خو نوکران او جاسوسان د پاکستان ؛ « آی .اس.آی » او د پاکستان د ملاتړ کوونکي او معنوي پلار ـ انګلستان دي!!!