ښځې د مُجاهدينو په نظر کې انسانانې نه، بلکې نانزکې دي!؟

په ۱۳۸۵ کال کې له فراه ولايت څخه آغلې ملالۍ «جويا» صاحب د هغه ولايت د خلکو د استازې په توګه د افغانستان پارلمان (ولسي جرګې) ته لاړه! هلته د پارلمان مُطلق اکثريت وکيلان پخواني مُجاهدين (د انسان ـ افغان او مسلمان په څېرو کې وحشي شرمښان، جنايتکاران، ټوپکماران او قاتلان وو) کله چې آغلې ملالۍ «جويا » صاحب (۲۴ کلنه ـ ځوانه مېرمن) پر دې وپوهېدله چې هغه ځای «پارلمان» نه بلکې «د څارويو غوجل» ده؛ نو پر محمد يونس « قانوني» چې هغه مهال د ولسي جرګې رئيس و او عبدالرب «رسول ـ سياف» او نورو انسان دښمنو باندې يې په صراحت د لهجې، مخ پر مخ، عيني او وارد انتقادونه وکړل؛ له همدې امله آغلې ملالۍ «جويا » صاحب په ولسي جرګه کې د مجاهدينو د استازو له جدي غبرګون او فزيکي ګواښ سره مخامخ شوه ... لنډه داچې يوه پاک ضميره او سپېڅلې هېوادپاله، انسانپاله، افغانپاله ملالۍ «جويا» د ګڼ شمېر لېوانو، ملي خاينانو او د بهرنيانو د لاسپوڅو سره لاس او ګرېوان شوه ... هغو په ولسي جرګه کې د رايو په اکثريت سره د آغلې ملالۍ «جويا » دنده وځنډوله او له ولسي جرګې څخه يې خارجه کړله ...!
منځ کې دادی (۱۲) کاله تېر شول؛ له آغلې ملالۍ « جويا » څخه په افغانستان کې نړۍ والې ټولنې او د افغانستان دولتونو ( د کرزي او غني ) ننګه او ملاتړ ونه کاوه ... !!

نن مې هسې آغلې ملالۍ «جويا » صاحب په زړه را و اورېدله. بيا مې د ۱۳۸۷ کال د «سولې مشورتي لويه جرګه» ياد ته راغله ؛ چې حامد « کرزي» پکې صبغت الله «مجددي» د سولې د عالي شورا د رياست د رئيس په توګه پېشنهاد کړ او صبغت الله « مجددي » د خپلو خبرو په ترڅ کې له حامد «کرزي» څخه مننه وکړه او د خپل ځان پر عوض يې برهان الدين «رباني» د سولې د عالي شورا د رئيس په توګه پېشنهاد کړ او د هغې لويې جرګې د ګډون کوونکو له خوا څخه ومنل شو... په هم هغو ورځو کې زه پر هم هغې مشورتي لويې جرګې کې د (۵۰) تنو استازو منشي وم ... له ورځو څخه يوه ورځ د هغې جرګې د لويې خېمې تر څنګه د تفرېح پر مهال د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو څو تنه وکيلان او سناتوران (پخواني مُجاهدين) ناست وو او په خپلو منځو نو کې يې آزاد بنډار ( مجلس ) کاوه ، زه هم له دوی سره نژدې پر څوکې ناست وم او د دوی ټولې خبرې مې سمې دمې اورېدلې. دوی په خپلو خبرو اترو کې په پارلمان کې او په هغې لويې مشورتي جرګې کې په ښځينه استازو (د هغوی په غياب کې) ملنډې او ريشخند واهه او هغوی ته يې ډېر په ټيټ او سپک نظر کتل ... د دوی په نظر ښځه يعنې هغه څوک چې انسان نه دی؛ انساني مدني حقوق نه لري. دوی يو بل ته د ښځو په اړه ويل: «ښځه يا په کور ده او يا په ګور ده !» ... د دوی په عقيدې ښځې انسانانې نه بلکې د نرينه وو د لاسونو نانزکې دي !! ما چې د دوی دا غېر انساني او وحشيانه نظرونه او خبرې واورېدلې، له ځان سره مې وويل: دا وحشيان او دوه بولي ځناوران د افغانستان د خلکو استازي دي، په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې !؟ افسوس د افغانستان او افغانانو پر حال!!»

زما له هغو سره زور برابر نه و، هغوی ډېر وو او زه تنها وم؛ تر نن ورځې پورې مې په زړه کې هغه ترخې او سپکې خبرې د يوې سختې غوټې او کلکې غورې په توګه پاتې دي!!!