د شعر او نه شعر تر منځه توپير!؟ 

زموږ نالوستي او عوام خلک هر نظم ته شعر وايي! دوی د شعر او نظم په منځ کې؛ د شعر او نه شعر تر منځه هېڅ توپير نه کوي؛ ولې يوه توپير ته يې زه متوجه شوی یم؛ هغه داچې: دوی ته سم، ښه، قوي، هُنري او انځوريز شعر اصلاً شعر نه ښکاري! دوی وايي: دايې څه د پېريانو په ژبه بې معنا کرښې رسمې کړې دي!؟ او پر دې «سياسي» خبرو نو د چا، کله سر خلاصېږي!؟

زه خپل نالوستي هېوادوال بېخي نه ملامتوم! هغوی پر خپل ځای او د خپل « کېس »، « لږې پوهې » او ځانګړي « پرستېژ » (ټولنيز موقف) له مخې حق په جانب دي! هغوی بايد همداسې ووايي؛ ځکه چې هغوی د شعر او نظم تر منځه؛ د ښه شعر او نه شعر تر منځه په توپير باندې نه پوهېږي!! هغوی ته هر منظوم او آهنګين کلام شعر دی!!

د نظم ځانګړنه دا ده:
ـ د عوامو د پوهې پر کچې جوړشوی ( ليکل شوی) ساده اوډل شوی او عادي منظوم او موزون کلام وي.
ـ آهنګ لري.
ـ څپې (سېلابونه) يې برابرې او هم انډوله وي.
ـ قافيې پکې مراعات شوې وي.
ـ که رديف ولري؟ نو رديف يې په پرله پسې ډول له قافيو څخه وروسته کارولی وي.
ـ د مفاهيمو تسلسل پکې نه وي.
ـ د هُنري شعر ( انځوريز شعر) اصلي توکي او ضروري عنصر پکې هېڅ نه وي موجود.
ـ ليک نخښې پکې درک نه لري.
ـ د ( ی) پنځو بڼو ته پکې هېڅ پاملرنه نه وي شوې.
شعر او ښه شعر څه ته وايي :
زما په نظر؛ هر ليکلی، نا ليکلی ( تحريري او شفاهي) آزاد ( بې قافيې او بې رديفه)؛ منظوم ( قافيه وال او رديفوال، موزون، منظوم او آهنګين ) کلام چې لاندې عناصر او شعري توکي ولري:
ـ تخيل،
ـ نوښت،
ـ سمبول،
ـ راښکون،
ـ تشبيه،
ـ استعاره،
کنايه،
ـ ښُکلا،
ـ انځور،
ـ تلمېح،
ـ منطقي تسلسل( ترتيب او تنظيم )،
ـ رمز،
ـ اصلاحي( مُثبته ) موخه،
ـ پيل ـ منځ ـ پای ولري،
ـ پرځای ليک نخښې پکې کارول شوې وي،
ـ سمې او پر ځای د ( ی) ګانو پنځه بڼې پکې مراعات شوې وي ،
زما په ګومان او اټکل هغه شعر او ښه شعر دی!

اوکه په اصطلاح :
سپين ـ آزاد ـ لنډکی ـ د عوامو د ګړدود په ژبه ليکل شوی (ساده نظم) بې ربطه او بې معنا واوسي او هسې سړې پړې، تکراري کلمې او اصطلاحګانې؛ بې تخيله، بې انځوره او بې معنا جملې او غېر مرتبې کرښې وي؛ نو بيا خو زه ورته په هېڅ صورت شعر نشم ويلی!!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونه : زما په مخکې همدا اوس د شعرونو او نه شعرونو نولس چاپي کتابونه پراته دي، که يې نومونه او د شاعرانو ( ليکوونکو ) نومونه او دشعرونو او نا شعرونو بېلګې راوړم؛ نو باور لرم چې يو شمېر شاعران، ناظمان (فرهنګي) هېوادوال او دوستان به مې را څخه ډېر زيات خوابدي شي! ځکه يې له بېلګو راوړلو څخه ډډه کوم!!!
محمد عزيز تحريک