
احمد شاه پاڅون
د هلمند ژورناليستانو نن په دغه ولايت کې د بي بي سي او پژواک خبري اژانس د دوژل شوي خبريال ارواښاد صمد روحاني دويم تلين ولمانځه .
په لمانځغونډه کې د يوشمېر دولتي چارواکيوپه ګډون سربېره د ارواښاد سپين ږيري پلار او نږدې خپلوانو هم برخه دلوده .
دغه لمانځغونډه چې د هلمند ولايت مقام په تالار کې جوړه شوې وه پکې ټولو برخه والو د ارواښاد روحاني د وژونکيو د نيولو غوښتنه وکړه او امنيتي چارواکي يې ګرم وبلل چې ګواکې د روحاني د وژونکيو په نيولو کې پاتې راغلي دي .
د ارواښاد سپين ږيري پلار مولوي دوست محمد هم د خپل ځوانيمرګ زوى د قاتلينو نيول غوښتل او زياته يې کړه چې په دې سره به يې د زړه غم سپک شي .
د ارواښاد د پلار په خبره دا مهال يې اقتصادي وضعه ډېره خرابه ده ځکه چې د ګټې يوازينى زوى يې روحاني وو چې ظالمانو وواژه او نور اولادونه يې يا خو واړه دي او يا هم بې روزګاره دي .
په دې سربېره د هلمند والي ګلاب منګل هم برخه والو ته د خبرو پر مهال امنيتي چارواکي ګرم وبلل چې تر اوسه پورې يې د ارواښاد د وژونکيو د نيولو په لاره کې کوم اغېزمن ګام نه دى پورته کړى .
ارواښاد روحاني دوه کاله وړاندې د هلمند په لښکرګاه سيمه کې ناڅرګندو کسانو وتښتاوو او بله ورځ يې په بولان هديره کې مړ جسد وموندل شو .
پېنځه ويشت کلن روحاني سپين ږيرى پلار ، سپين سرې موري ، دوې مېرمنې ، يوه لور او يو زوى تر شا پرېښودل.
روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې .