د زوی د ميني په پار خپور سو

For The Love Of A Son: One Afghan Woman's Quest For Her Stolen Child
د مریم په نوم د یوې افغاني میرمني د ژوند، کړاونو، جلا وطنۍ او غمونو  له تلوسې ډکه کیسه (د زوی د ميني په پار نومي ناول کي)  د جین ساسن په زیار را ټوله سوې او اوس اوس د هلمند میشت لیکوال اغا محمد قریشي په زیار په خوږه پښتو ژباړل سوی، چاپ سوی او خپور سوی دی  .
د کتاب په نېژدې دوه سوه مخه کي د مریم د ژوند پر کیسې سربیره د استاد اصف صمیم سریزه، دلیکوال  او ژباړل خبری او د عکسونو یو کوچنی ابلم ځای سوي .
(د زوي د مینی په پار) کتاب په غوره کیفیت او کاغز په ننګرهار کي د مومند خپردوی ټولني په زیار چاپ سوي چي ټول لګښت یې د یوه هلمندي ځوان ښاغلي محمد هارون پوپل لخوا ورکړل سوی .
د کتاب پر پښتۍ د کیسې د اتلي میریم یو انځور او د کابل د ښآر یوه  منظره راغلې .
ژباړن تر دې وړاندي د هندستان یاداښتونه د یونلیک په ډول د ډهلي شین اسمان نومي کتاب کي را غونډ کړي او چاپ کړي وو چي د لوستونکو لخوا یې تود هر کلی وسو .