ګرانه ملګريه! (ليک) لومړۍ برخه

ګرانه ملګريه! (ليک) لومړۍ برخه

سلامونه او نيکې هيلې!
له هر څه مخکې اړينه ګڼم چې ووايم ، کله چې زه د ښار په لېسه کې په زده کړو بوخت وم ، ستا د لياقت او اخلاقو خبرې مې ډيرې اوريدې ، ما نه منله چې د کلي په لېسه کې دې داسې با استعداده زده کوونکي شتون ولري.

خو کله چې ما د ښار له لېسې څخه د کلي ښوونځي ته سه پارچه راوړه، ستا پوهه او اخلاق مې له نيږدې وليدل ، زښت ډير درنه متاثره شوم.

قسم درته کوم ، چې زيات خوښ شوم او ستا په څير د اخلاقمندو او تکړه وروڼو ارمان مې وکړ. په هماغه شيبه مې ستا پلار او کورنۍ ته د زړه له تله دعاګانې وکړې ، چې ستا په پالنه او روزنه کې يې له حده زياته هڅه کړې ده.

تېره ورځ د پښتو مضمون ښوونکي هم ټولګيوالو ته ستا د لياقت خبرې کولې او د پيغور په ډول يې ورته ويل چې د هېواد په څير تکړه شئ ، درسونه ووايئ.

زه ستا زياتې پوهې او نيکو اخلاقو له تا سره مينه کولو ته اړ کړم ، باور وکړه چې له حده زياته مينه درسره لرم، کله دې چې ګورم د خوشالۍ احساس کوم ، په نشتون کې دې سخت ځوريږم او يو ډول د ورکې فکر راسره ملګری وي.

هېواده ملګريه!
ګوره زه تاته کومه تمه او هيله نلرم، يوازې پاکه او مقدسه مينه درسره لرم، هغه هم ستا د غوره اخلاقو او پوهې له امله. زه ډاډه يم، چې ستا راتلونکی به ډير نيکمرغه وي ، ځکه ستا په څيره کې د غوره راتلونکې نښې له ورايه ښکاري.

وړمه ورځ ستا يو کليوال ستا د خويونو او عادتونو په اړه راته ويل، چې ډيره مطالعه کوي، هر وخت يې کتاب په لاس کې وي له کوره ډير نه راوځي، د مشرانو زيات قدر کوي، له همزولو سره د نيک چلند له امله د هغو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، پنځه وخته لمونځ او د قرانکريم تلاوت په پابندۍ سره کوي او د ورځې ټول کارونه د مهالويش له مخې مخکې وړي.

باور وکړه چې زه مو له دغو کړنو ډير متاثره يم ، هڅه کوم چې، ستا خويونه خپل کړم او په خپل ژوند کې عملي جامه ورواغوندم. خو ګوره يوه وعده به راسره کوئ، هغه دا چې ماته به د ورورۍ لاس راکوې او د يوه رښتينې ورور چلند به راسره کوئ، نيکې مشورې به راکوې او ما به له ځان سره يو ځای منزل ته رسوې.

زه باوري يم، چې ستا مرسته به زما په ژوند کې ژور مثبت بدلون رامنځ ته کړي او که خدای ج کول خپلو هيلو ته به مې ورسوي، ځکه په ژوند کې د نيکو او هوښيارو ملګرو شتون د يوه ښه لارښود هومره ښې پايلې له ځانه سره لري، نو هيله کوم چې خپلې نيکې مشورې او لارښوونې دې له ما مه دريغوه.

نور نه غواړم چې ليک مې لا پسې وغځوم، ممکن ستا د ستړيا سبب وګرځي، وروستۍ خبره مې دا کوله چې کله دغه ليک درته ورسيږي، هيله ده په ځواب کې يې ليک راته وليکئ او همدې سلسلې ته دوام ورکړې.
مننه
ستا ملګری رښتين