
محمد مصطفی مستعان،
mustafa@mustaan.org
د جوزا په ۱۵مه د افغانستان دوه لوړپوړي چارواکي، محمد حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر او امرالله صالح د استخباراتو د عمومي ریاست رییس، وروسته له هغې چې په یو داشان ټولنه کښې چې د تاریخ په اوږدو کښې يې د اسلام لپاره قربانۍ ورکړې دي، د یوه غیر اسلامي (سکولر) نظام په تنفیذ کښې پاتې راغلل، له خپلو مقامونو څخه یې استعفاګانې ورکړې.
خو پوښتنه دلته راپورته کیږي چې آیا استعفا د دغو ستونزو حل بلل کیدای شي او که نه؟
د کرزي مخالفینو د دغو دوو لوړ پوړو چارواکو له استعفا څخه په هرکلي سره د دې کوښښ کړی دی چې دغه استعفاګانې د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره د حل یوازینۍ لاره بولي، ترڅو د افغانستان خلکو ته دا وښایي چې ستونزه په نظام کښې نه، بلکې په افرادو کښې ده او دا هغه څه دي، چې ښکیلاکګر، کرزی او د هغه ډله ټپله یې غواړي، خو واقعیت بل څه دی.
د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ټول جابر او ظالم حاکمان په خپله په اسلام معتقد نه ؤ، د افغانستان د وګړو د اسلامي سیاسي ناپوهۍ څخه په ګټه اخیستلو سره یې هر وخت وارداتي غیراسلامي افکار پر خلکو تپلي، چې ورو ورو د خلکو د اسلامي احساساتو سره په ټکر کښې واقع شوي او وروسته ترې د خپل منځي جګړو په شکل کښې یو ناورین رامنځ ته شوی دی. هغه که د غربي کلتور د راوستلو کوښښ ؤ، که د سوسیالیزم (کمونیزم) انقلاب او یا که د استعمار د مخامخ یرغل او د هغوی د ګوډاګي حامد کرزي د حکومت په نتیجه کې د سکولریزم راوستل ؤ. دغه شانتې وارداتي افکار او ایډیولوژي ګانې خو په لومړي سر کښې خلکو ته ښکلې او ښایسته ښکاري، خو ډیر ژر یې خپل اصلي رنګ ځايي اوسیدونکو ته د هغوی د اسلامي سپیڅلو احساساتو سره په ټکر کښې واقع شوې دي.
له همدې کبله تش په نامه د سولې مشورتي جرګې بهیر چې ځینو خاصو غیر اسلامي او افغاني موخو د لاس ته راوړلو په نیت په لاره اچول شوې ؤ، د هغې په لمړني ساعتونو کښې د مخالفینو له خوا تر حملې لاندې راغې، تر څو دا پډاګه کړي چې دوۍ ددغې تش په نامه جرګې ملاتړ په هیڅ ډول یې نه کوي او حتی د هغې په لاره اچولو سره هم مخالفت لري. ددې سره سره چې ددغې حملې اصلي په لاره اچونکي د اوسني حاکم نظام څخه بهر دي او که دننه، خو بیا هم دا په ډاګه کوي چې په دغې نظام کښې په لاره اچول شوې هر بهیر به د افغانستان د خلکو د اسلامي هویت سره په ټکر کښې واقع کیدونکې وي او لدې امله د دغو شانتې حملاتو لاندې به راځي.
خو بیا هم پوښتنه دا ده چې دا نظام ولې د افغانانو د اسلامي هویت سره په ټکر کښې راتللائ شي، حال دا چې ټول ږیرور، بریتور او بې ږیرو او بې بریتو یې د اسلامیتوب او مسلمانتوب مدعیان او ډیرې یې خپل ځان د جهاد وارثین ګڼي؟ د دغې نظام په ترڅ کښې رامنځ ته شوې دولت ته هم اسلامي نوم ورکړ شوې دې خو بیا هم ولې د افغانانو د اسلامي هویت او احساساتو سره په ټکر کښې واقع شوې دې؟
د دغې موضوع ځواب ته که ځیر شو نو په لومړي سر کښې دې ته متوجه کیږو چې د افغانستان اوسنې نظام د غرب بالخصوص صلیبی ناټو له خوا هغه مهال رامنځ ته شو کله چې د دغې صلیبي تړون مشر هیواد یعنې د امریکې متحده ایالاتو د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر نامه لاندې یې د کپیتلزم یعنې سیکولرزم (لادینیت) پر وړاندې پروت یوازینې رقیب او خنډ، اسلام پر وړاندې د جګړې پیل وکړ، او پدې ترڅ کښې ټول هغه افغانان چې اسلام ته نه بلکه کپیټلزم ته معتقد ول یې د ماډیریټ (منځګړي) مسلمانانو تر نامه لاندې قدرت ته راوستل ترڅو پرې یو دا شان دولت جوړ کړي چې د سیکولرزم نظام هغه اصلي افکار پلي کړي چې د اسلام سره مخامخ په ټکر کښې دي او د هغې د پلی کیدو څخه مخنیوې کوي. دغه ټول افکار په لاندې توګه ترې ذکر شوې دې:
۱. دموکراسي:
ډموکراسي یوه هغه اصطلاح ده چې د رجال دین له خوا جوړ شوي دولتونو پر وړاندې رامنځ ته شوې او په اروپا کښې د نیشن سټیټس (قومي دولتونو) د جوړیدو لامل ګرځیدلې او د بشر په څلورواړو هغو حقوقو ولاړ دې، کوم چې انسان ته په خپل سر د حلالو او حرامو د تعیین، د هر ډول مردود او غیر مردود کاروبار د غوره کولو، د دینونو او عقایدو تر منځ اوړیدلو او د هر ډول مناسبو او غیر مناسبو یعنې حق او باطل د بیانولو، د حقوقو د ورکولو ضامن دې.
زمونږ مشران وایي، که غوا هر رنګ ولري، خو شیدې یې سپینې دي. که څه هم د مسلمانانو ترمنځ ډیرې دا شان افراد شته چې دغې ایډیولوژۍ ته د اسلام د رنګ ورکولو کوښښ کوي خو بیا هم ډموکراسي یو کفري ایډیولوژي ده کوم چې انسان ته آن د شرک تر حده حق ورکوي او د اسلام د پلي کیدو پر وړاندې د ټکر وړ نظام دې. د دغې ایډیولوژۍ ټول اساسات په افغانستان کښې د غیر اسلامي اساسي قانون د جوړولو څخه رانیولې د ټولو مراجعو د فعالیتونو په بر کښې نیولو سره آن د معارف د لمړني زدهکړو تر نصابه پوري پلي کیږي تر څو پرې اسلامي اساسات وټکول او کمزوري کړائ شي او افغانستان کښې اسلام ته صرف د عاداتو د یوې مجموعې په ډول وده ورکړي، او مبدأتوب (ایډیولوژيتوب) ترې بهر کړي.
۲. آزاد بازار:
لدې کبله چې په سیکولر ډیموکراسۍ کښې یوازینې ارزښت چې پکښې وده مومي منفعت دې، ښکیلاک ګر غرب په هرې سیمې کښې د خپل په اخیستل شوي قدم کښې یې مادي ګټه مقدمه ګنلې ده. او ددې لپاره چې د دنیا ټول خام مواد خپلو خاوروته منتقل او بیا پاښه شکل یې بیرته په همدغو هیوادونو پرته له کومې ستونزې په څو چنده لوړو بیو وپلورل شي، ښکیلاک ګر، کپیټلسټ غرب یوازې د زمونږ پر عقایدو او نظام یې یرغل ونکړ بلکه د دغو خاورو د شتمنیو په لوټولو او د نړیوالتوب (ګلوبلایزیشن) تر نامه لاندې يې آزاد بازار قانون مطرح کړ، او وروسته بیا یې د افغانستان غیرشرعي اساسي قانون او همداراز ټولو هغو تجاري، مالي او اقتصادي قوانینو کښې ورګډ کړ کوم تر څو د دوۍ د اقتصادي او تجاري مداخلې لارې په کښې سل په سله تأمین کړل شي. پدې سره د اسلامي احکامو پر ضد سرمایه کولائ شي چې په یوې نقطې کښې راټول، احتکار مجوز او انحصار ته قانوني بڼه ورکړل شي. او عرضه او تقاضا تر عنوان لاندې یو ته د بل د مجبوریت څخه د هر ډول فایدې اخیستلو قانوني فرصت ترلاسه کړي.
۳. اساسي قانون:
سیکولر غرب د خپلو مستشرقینو مشاورینو په مشوره په ټولو اسلامي خاورو کښې دا شان اساسي قوانین یې جوړ کړل، چې له مخې به یې دولتونه او خلک دې ته اړ وي چې خپل ورځني چارې د شریعت څخه پرته تنظیم کړي. که څه هم دغه قوانین په لمړي سره کښې اسلامي بڼه یې درلودله (لکه د پاکستان لمړني آیینونه) خو بیا وروسته یې د خپلو جواسیسو حکامو په لاس نور هم سیکولر کړ. د اساسي قوانینو د جوړولو له لارې لمړې یې شریعت د عقیدې انحصار څخه راؤویست او انسان ته یې منحصر کړ چې بیا وروسته یې په ډیره آسانه توګه غیر اسلامي کړ. یعنې که اساسي قانون د یو پارلمان له خوا سل په سله هم شریعت ته سم شي، بیا هم غیر اسلامي دې ځکه چې انحصار یې د انسان (رأۍ) په لاس کښې دې نه د عقیدې او ایډیولوژۍ.
۴. ملی هویت:
د رسول الله ص د حدیث سره سم، ټول مسلمانان یو امت دې، چې ځمکه او جګړه یې هم یوه ده. خو ښکیلاک ګر غرب د خلافت د ړنګیدو څخه وروسته په ډیره آسانه یې د مسلمانانو تر د څو کرښو په راویستلو سره تقسیم راؤست او بیایې ددې کوښښ وکړ چې پکښې ملي هویت راولي، هغه څه چې په عیسوي او د تیاره دور په ترڅ کښې د ځپل شوي غرب خلکو کښې مؤثره واقع شوې ؤ. حال دا چې دغه څه په اسلام کښې تر دې حده حرام بلل شوي دي چې رسول الله ص ټول هغه کسان یې د اسلامه څخه بهر ګڼلې دي کوم چې په دغو خبرو عقیده او عمل کوي، او امت ته ددې حکم شوې دې چې یوازې د یو حاکم لاندې دې پرته له کومه سرحده او توپیره ژوند وکړي، غیر د هغې به جاهلان وي او د جاهلیت په مرګ (د رسول الله ص د دورې څخه دمخه) ومري.
۵. ملی اردو او پولیس:
ددې لپاره چې دغه د شریعت پر ضد او د کپیټلزم ملاتړي افکار او قوانین په مسلمانانو کښې په آسانه او کم قیمت نافذ کړل شي، ښکیلاک ګرو د ملي پوځ او پولیسو تر نامه لاندې یې هغه ځواکونه منځ ته کړل چې نه یوازې دا چې د دغو قوانینو پلي کول په غاړه واخلي بلکه ددې پر وړاندې راپاڅیدونکي هر عکس العمل په ترڅ کښې د بهرني صلیبي عسکرو پرځاۍ دې ؤوژل شي. دغه پروسه د بې کارۍ او بې روزګارۍ په غیرطبیعي بهیر په رامنځ ته کولو سره پیل کړل شوه، په کوم کښې چې خلک دې ته اړ باسل شول چې د روزګار د ګټلو په موخه ملي اردو او پولیسو ته ورګډ شي.
نو لدې کبله چې د تیرو نهو کلونو په اوږدو کښې د افغانستان وګړي ددغو ټولو برنیو موضوعاتو او قوانینو له کبله په بیلابیلو ستونزو سره مخ شوي دي، آن تر دې چې، د پوره کلو او بانډو په شمول په سلګونو زرو افغانانو وژل کیدل او په لسګونو زرو په شمیر کښې صلیبیت ته اوړیدلو خبرونه یې اوریدلي او لیدلي دي، او دا ټول ددې لامل ګرځیدلي چې حتی په ښارونو کښې پراته افغانان چې معمولاُ نسبت کلیوالو افغانانو ته لږ متدین دي، اوس مهال د اوسني نظام په هکله منفي نظر یې غوره کړې دې.
دوۍ په خپلو ورځنیو چارو کښې چیرې چې اداري، اخلاقي، اقتصادي، مالي او عقیدوي فسادونو ددوۍ ژوند يې د ډیرو سختیو سره مخ کړې دې، د هر یو عمل څخه ځوریږي او د نظام بدلون ته په ډیرې لیوالتیا سره انتظار کوي.
که څه هم ډېری مطبوعات د غرب او موجوده نظام ویاند ته په بدلیدو سره واقعیت ته نه بلکه د عوامو د اذهانو لانور مغشوشولو لپاره کارکوي او د اصلي بدیل پر ځاۍ پر موضوعي مسایلو بحثونه ترسره کوي، د کورنیو چارو وزیر او همداراز د استخباراتي چارو ټول ریس استعفا د افغانستان د خلکو لپاره کافي نه، بلکه یو داشان بدلون ته اړتیا لیدل کیږي، کوم چې ددوۍ عقیدوي، اخلاقي، تعلیمي، اقتصادي، امنیتي، مالي او اجتماعي ژوند مراعت او تأمین کړي، کوم چې د اوسني نظام په وس کښې نده. ددغو دوو تنو په استعفا سره به دوه نور هغه کسان راشي چې دغه فساد ته او د هغې اصلي سرچینه چې د دموکراسÛ
نظام دې، ته به لا نور هم معتقد او د هغې لانور پیاوړتیا لپاره به کار کوي، نو لدې کبله دا د حل لار نشي کیدلائ.
محمد مصطفی مستعان، کابل، افغانستان