څوک څوک وژني او څوک یې نوم ګټي؟

لیکنه: محمد مصطفی مستعان، د نړیوالو سیاسي چارو څیړونکی
 دا خو د افغانستان ډیره لویه بدبختي ده چې کار بل څوک کوي خو پړه یې بیا د نامعلومه ځایه په نا معلومه توګه پرته له کومه دلیله طالبان په خپله غاړه اخلي. که دا په شمال کې د روسیې او عطامحمد نور له خوا وژل شوي جنرال داود کیسه ده او که په ملي دفاع وزارت کې د فهیم او رحیم وردګ تر منځ خپل منځي شخړه وي، او که دغه نوې واقعه یعنې د استخباراتي کړیو له خوا د احمد‌ولی‌ کرزی دوژنې موضوع وي. په ټولو کې کار یو کړې وي او وروسته د هغې پړه طالبانو پورې د ځان مرګي برید تر نامه ارتباط ورکول کیږي. خو خبره دا ده چې دا ټول دې ولې تر سره شي؟ آیا دا په ریښتیا طالبان کوي او که د زما د کلي هغه کیسه ده، په کوم کې چې غلا نور کوي خو زما د خوا ته کلا هلک باندې ختمیږي چې  په عامه اصطلاح لږ شانتې د عقله وړوند دې.
خیر چې بیرته اصلي هدف ته راشو. فکر نه کوم چې ډیرې خلک به پدې حیرانه او یا حتی پدې خپه شوي وي چې احمد‌ولي‌کرزې ؤوژل شو. په سلګونو شاه زلمیان په ساعتونو کې یا خو د ښکیلاکګرو له خوا وژل کیږي او  یا د طالبانو له خوا. خو حیرانونکې بحث دا دې چې څرنګې د هغې د لس کلن وفاداره ساتونکي له خوا دغه عمل (ویل کیږي چې) تر سره شو او بیا څرنګې په څو دقیقو کې دننه دننه ښاغلې امرالله صالح په منډه د نشراتو مخې ته رادرومي او ددې حادثې په هکله خپل نظر وړاندې کوي. دا پداسې حال کې تر سره شول چې نه د ولسمشر ویاند لا څه ویلي ول او نه هغې په خپله او یا هغې ته اړوند هیڅ بل چا پدې دومره خاصه تبصره ندرلوده او نه هم د چا سره دومره مؤسقه خبر ؤ، خو ښاغلې امرالله صالح بیا نه یوازې دا چې ددې خبر پخلې کوي بلکه پرې خپله تبصره هم کوي. د بي بي سي له خوا په خپاره شوي خبر کې د عیني شاهدانو له خوا د ډزو (ټکانو) د غږ د آوریدنې خبر ورکوي او بیا ورپسې د هغوی دغه قول راولي چې کله دوی د حادثې ځای ته ؤرسیدل نو احمدولي کرزې یې په داسې حال کې بیاموند چې یو زخم یې پر سر او بل یې پر سینه (زړه) کې لیدل کیدل او د دوی پر وړاندې هغه سردار محمد کوم چې احمد‌ولي یې ویشتلې ؤ په هماغه ځای کې تر هغه ؤویشتل شو تر څو چې مړ شي که څه هم دوی له ویشتونکو څخه غوښتلي ول چې صبر وکړی تر څو ددې پته ؤلګي چې ولې یې دغه عمل تر سره کړ. که دغه ادعا ددغو خلکو صحیح وي کومه چې د بي بي سي راډیو خپره کړه نو لدې بریښي چې دغه شخص ددوی ډیر اعتمادي شخص ؤ چې له بهره یې امنیتي مسایل څارل او چې کله یې عمل تر سره کړ بیا د خپلو همکارانو له خوا تر هله ؤویشتل شو چې له منځه ولاړ شي. آیا تاسو ته د دغو دواړو غیر عادي اعمالو (د امرالله صالح له مخکې تیارتیا او د سردار محمد بیان ورکولو څخه د مخنیوي) تر منځ یو دا شان ارتباط نه ګوری چې دغه موضوع بالکل هغو استخباراتي لوبو ته ورته کوي کوم چې د سي آی اې له خوا تل په لاره اچول شوي؟ آیا تاسو دا نه ګوری چې د نړی په هر ګوډ کې هر هغه مهال چې کله د استخباراتو له خوا کارول شوي ګوډاګي د کار د مودې یا مقصد په پوره کیدلو سره، د هغې ختمونه یوازنې هغه عمل دې چې تر سره کیږي. او کله نا کله بیا دا شان حملې ددې لپاره ترسره کیږي چې هغې ته اړوندو افرادو ته چې پدې واقعې کې ولسمشر کرزې دې، یو دا شان خبردارې ورکړل شي چې که ته زمونږ په ډول څڼې نه اچوې نو زمونږ سره د حل بله لار هم شته. او که چیرې دا پوښتنه ؤپوښتل شي چې بیا ولې دغه عمل د مطمینو امنیتي مسؤلینو له خوا تر سره شو نو دا واضحه ده چې په څو سوو ډالرو (میاشتینۍ معاش) ساتل شوې شخص یوازې کرايي وي، او یوازې هله په پوره توګه پیرودل کیدلای شي چې که ورته یو اوچت رقم لرونکې ډالري قیمت وروړاندې شي.
مونږ ته پکار ده چې دا هیر نه کړو چې احمد‌ولي‌کرزې ولسمشر ته د ملا تیر شمیرل کیده او ددې په وژلو سره ولس مشر په جنوب کې چې اوسمهال د افغانستان د سیاسي (قبیلوي) جریان مرکز ګڼل کیږي خپل د اعتماد وړ ځواک له لاسه ورکړ. دا هغه مرکز ؤ چیرې چې ولسمشر د خپلې راتلونکي تګلارې په هکله چې کله نا کله یا خو د سولې د خبرو په نامه او یا هم دولت ته د مخالفینو د ورګډولو په نامه یادیږي، مسایل او سیاسي چلندونه (جریانات) به یې برابرول. سربیره پر دې، لدې ځایه ؤ چې ولسمشر کرزي خپل اصلي او طبیعي قدرت به یې ترلاسه کولو.
زما په پوښ باور ولسمشر کرزي ټول هغه څه ندي ترسره کړي کوم چې ترینه امریکایي ښکیلاکګر غوښتلي دي او که څه هم شپه او ورځ یې په خدمت کې پروت د هغوی د مقاصدو د پوره کیدلو لپاره چې د سټراټیژیکو تړونونو لاسلیک کول او همدارنګې د پټریوس له خوا په لاره اچول شوې کلیواله جګړه (اربکي پولیسو جوړونه) ته تکمیل ټکي ايښودنه هم پکې ورګډ دي، خو بیا ددې کار په ترسره کولو کې د ولسمشر کرزي له خوا چټکتیا او لیوالتیا نه په سترګو کیږي او همدا دلیل دې چې سي آی اې او د هغې دوه استخباراتي مزدورې ډلې (آی اس آی او اوسمهال د امراله صالح او استاد عطا تر مشری لاندې شمالي اتحاد) ددې د کورنۍ مضبوط غړې یې ؤواژه. که چیرې هم اوس دې ته د نورزیو او کرزیو خپلمنځي شخړې رنګ ورکول کیږي او یا یې لکه تیر هرکله د زما د کلي په عقل وړوند ګاونډي په نامه تیروي دا به څه نوې خبره نه وي، خو واقعیت دادې چې دغه عمل یو اسپیناژ (استخباراتي لوبه) دې او افغانان دې ددې ډیرو سختو پایلو ته په تمه اوسي.