افغان حکومت د سولې لپاره توپيري اقدام کوي

ټاکل شوې روانه اوونۍ به د ازبېکستان تاشکند ښار د افغانستان په تړاو د یوې لويې نړیوالې غونډې کوربه وي. په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې پروسې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او مذاکرتو د پیلېدو پر سر خبرې او بحثونه وشي. په دې غونډه کې د ملي یووالي حکومت پر استازو سربېره د ملګرو ملتونو، متحدو ایالاتو، روسیې، چین، اروپايي اتحادیې، پاکستان، سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو مهم استازي ګډون کوي. دا هغه هېوادونه دي چې په سیمه؛ بیا په ځانګړي توګه په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره مرسته کولای شي، پر طالبانو او د طالبانو پر ملاتړي هېواد (پاکستان) هم اغیز لري.
 
دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته د سولې یوه داسې مکمله او هر اړخیزه طرحه پېشنهاد کړې چې په هغه کې د طالبانو غوښتنې منل شوې او د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نه لیدل کیږي او له بلې خوا، د ملي یووالي حکومت د سولې په تړاو نړیواله او ملي اجماع هم رامنځ ته کړې.

پاکستان چې د افغانستان د سولې یو مهم او اساسي اړخ دی هم تر فشار لاندې دی چې په افغانستان کې د سولې له راتګ سره مرسته او همکاري وکړي او په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړي سیاست څخه لاس واخلي.
که څه هم پاکستاني لوري د کابل په کنفرانس او له هغه را وروسته په دوه اړخیزو خبرو کې، د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې سره د هر اړخیزې همکارۍ ټټر وهلی او طالبانو ته د سولې لپاره د افغان حکومت له وړاندیز شوې طرحې څخه يي ملاتړ په ډاګه کړی، خو تر اوسه په دې برخه کې د پاکستان آن یو کوچنۍ عملي اقدام نه ترسترګو کیږي چې ښکاره کړي؛ له افغانانو سره د سولې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

پاکستان دا تېره یونیمه لسیزه کیږي چې د سولې په برخه کې یوازې پر ژمنو بسنه کړې، خو دا ځل افغان حکومت هم له پاکستان سره په دې برخه کې په خپلو سیاستونو کې ژور بدلونونه راوستی او د پاکستان د دې مکارۍ پر وړاندې تدابیر نیولي. افغان حکومت داځل د سولې خبرې او د سولې غږ په نړیواله کچه پورته کړی او په دې پروسه کې يي نور نفوذي هېوادونه هم را ګډ کړي. اوس نه یوازې چې پاکستان په نړیوالو سیاستونو کې له ترهګرۍ څخه د یوه حامي هېواد او دولت په توګه پېژندل شوی، بلکې په دې برخه کې تر سختو نیوکو لاندې هم دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې پخه او په کارپوه څېره ده او د سولې پروسې د مدیریت مسوولیت هم ور پر غاړه دی توانیدلی چې نړیوالو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د سولې کلۍ له پاکستان سره ده او دا هېواد باید هرومرو اړ کړای شي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې سره ریښتینې او عملي همکاري وکړي. په همدې لړ کې سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر سفر هم دې ته زمینه برابره کړه چې د اسلامي نړۍ هېوادونه په ځانګړي توګه د سعودي عربستان د حکومت رهبري د افغانستان د سولې له پروسې سره دلچسپي ښکاره کړي او پر پاکستان فشار راوړي چې سولې ته غاړه کيږدي.

سربېره پر دې په دې ورستویو کې، آلمان او د امریکا متحدو ایالتونو ته د ښاغلي اتمر سفر به نوره هم دې زمینه برابرې کړي چې، د افغانستان د سولې په تړاو د ازبېکستان په تاشکند ښار کې د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس په درشل کې، د سولې له پروسې سره د همکارۍ لپاره د پاکستان پر حکومت نړیوال فشارونه ډېر او پراخ شي.