
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د مافیا په لومه کی:
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د بن د پریکړوپه بنسټ او د افغانستان د موقتی اداری د ۱۳۸۱/۳/۲ نیټی د ۲۵۷ ګڼی فرمان له مخی د افغانستان په وزارتونو او ادارو کی د اداری سمونونو د رامنځ ته کولو په منظور رامنځ ته شو چی لاندنی لید لوری او موخی لری.
لید لوری :
د یوی سالمی او حساب ورکوونکی اداری رامنځته کول چی هیواد والو ته ګټور خدمتونه تر سره کړای شی.
موخی (اهداف)
دهیواد په اداری سیسټم کی د اصلاحاتو د طرحی او تطبیق له لاری دیوی سالمی اداری رامنځ ته کول.
د ملکی خدمتونو د دندو تثبتول.
د وړتیا او پوهی له مخی د ملکی خدمتونو د مامورینو ګمارل.
د ذاتی چارو د اساساتو تنظیمول او د ملکی مامورینو د فعالیتونو بڼه او څرنګوالی.
ددغی اداری بنسټ په لمړی پړاو کی د ښه نیت له مخی د کارپوه خلکو لخوا کیښودل شو چی د افغانستان په ادارو کی سمون را منځ ته او دولتی بستونه د رڼی ازادی سیالی له لاری ډک ترڅو کارپوه کسان دی جګړه ځپلی هیواد ته چوپړ وکړی. خو له بده مرغه د اوسنی دولت د مصلحتونو په بنسټ د نورو وزارتونو او ادارو په څیر دغی مهمی اداری ته هم نه یواځی یو باتقوا کس ونه ګمارل شو بلکه یو داسی کس چی حتی لوړی زده کړی هم نلری ورته دا اداره وسپارل شوه، نوموړی زیاته پاملرنه د هیواد د چوپړ پر ځای خپلی سیاسی ډلی (جمعیت) ته وقف کړه او په مختلفو لوړ پوړو پوستونو کی یی د نوموړی ډلی بی تحصیله اوناوړه کسان ځای پر ځای کړل چی ښه بیلګه یی د سید حبیب شاه حامد په نامه یوکس چی د کابل ښار د پوهنی ریاست ته یی ځان کاندید کړی وه په نوموړی بست کی د ازموینی نه بریالی را ونه وت او راساْ د احمد مشاهد لخوا د ټاکنو د خپلواک بورډ د کمیشنر په حیث پیشنهاد او د جمهور رئیس کرزی لخوا د نوموړی د مقرری پیشنهاد منظور کړای شو چی نن صبا د نورو کاندیدانو ګمارل او سر نویشت ټاکی.
ددی سربېره کراره کراره احمد مشاهد دخپلو ملګرو او کسانو د ځای په ځای کولو په خاطر د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون په اداری جوړښت کی د سمون راوستلو په نامه د نوموړی اداری پخوانی اداری جوړښت ته تغیر ورکړ تر څو ددی اداری بنسټ ایښودونکی او کاری کسان ګوښه او پر ځای خپل بی تجربی کسان وګماری چی ښکاره بیلګه یی د ډاکټر ولی احمد حمید زاده چی د کمیسیون له بنسټ ایښودونکو څخه وه ګوښه او پر ځای یی یو بی تجری چی حتی د ملکی خدمتونو د کارکوونکو د قانون شرایط هم نه پوره کوی لومړی د رتبو او معاشونو د سلاکار په توګه په ۵۰۰۰ ډالره معاش مقرر او نوموړی د روح الله عثمانی د ترور زوی دی بیا یی د ملکی خدمتونو د اداری د لوی رئیس په توګه وټاکه. او ورسره ورسره روح الله عثمانی دMCP د پروژی امر چی په وزارتونو او ادارو کی یی د خپلی کورنی او د احمد مشاهد ډیر کسان په لوړو معاشونو د نوموړی پروژی له لاری ګمارلی او حتی د نوموړیو کسانو په معاش کی یی د نړیوال بانک د معیارونو او دمروجو قوانینو پرخلاف ۴۰۰ نه تر ۵۰۰% فیصده لوړوالی راوستی د ریاست عمومی طرح وتطبیق پروگرام های خدمات ملکی په نامه بی له رقابته په ذکر شوی ریاست کی چی د ملکی خدمتونو د کارکوونکو د لسمی مادی سراسر خلاف کار دی وټاکه. او همداراز فرهاد عثمانی یی په لومړی قدم کی د ریاست هماهنګی پروژه های انکشافی په نامه ریاست کی چی یو کس یی په نوموړی ریاست کی تر لاس لاندی لرل د ملکی خدمتونو د انستیتوت د لوی رئیس په توگه وټاکه چی اوس په لوړو معاشونو د خپلو خپلوانو او ددی کړی نورو کسان په لوړو معاشونو د ګمارنی لړی ته دوام ورکوی. د شته شواهدو په بنسټ لاندندی چارټ وړاندی کیږی چی دنوموړیو کسانو کورنی اړیکی ښیی.
شاید چی نور کسان به هم یوی کورنی او یا خپلوانو ته موجود وی چی موز یی معلومات نلرو
دا هغه کسان دی چی تثبیت شوی او گومان کیږی چی په ډیر لوړ شمیر کسان په نورو وزارتونو او دولتی ادارو کی په ډیر لوړ معاش چی حتی فکر یی هم نه کیږی ګمارل شوی وی.
په یوه غریب هیواد لکه افغانستان کی تاسی څه فکر کوی چی ددوی اوسنی معاش به څومره وی د بیلګی په توګه په لاندی ډول ذکر کیږی:
احمد مشاهد دولتی معاش+ ۱۴۰۰۰ ډالر
راحیله هاشم صدیقی ۱۴۰۰۰ ډالر
روح ا لله عثمانی ۱۰۰۰۰ ډالر
میر احمد جاوید ۸۵۰۰ ډالر
فرهاد عثمانی ۸۵۰۰ډالر
زبیرکرامی ۳۵۰۰ډالر د CSRPپروژی نه او همدارز د Deloite نه هم د ۴۰۰۰ ډالروپه شاه وخوا کی
ددی سربیره د احمد مشاهد زوی د کمیسیون موټر له ډیره وخته راپدیخوا کاروی او همداراز خپل زوی یی چی دولتی مامور نه دی په غیر قانونو ډول مختلفو بهرنیو بورسونو ته لیږلی دی. د راحیلی هاشم صدیقی زوی چی دولسم یی لوستی د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کی د CAP د پروژی د سپروایزر په توګه په لوړ معاش مقررکړای شوی وو او راحیله صدیقی خپل زیات وخت په ځای ددی چی ددی جګړه ځپلی هیواد د خدمت دپاره وقف کړی اکثر وخت په شخصی کارونو او خپلو سیاسی او شخصی ګټو پسی ضایع کوی کله د ښځو د حقونو مسوله وی او کله هم د وزارتونو او نورو پستونو لپاره کمپاین کوی، بله یی داچی د کمیسیون د سپورټ وسایل تر اوسه پوری د احمد مشاهد په کور کی استفاده کیږی، همداراز انیجنیر وهاب نادر چی د میر احمد جاوید اوښی دی په لوړ معاش د نشی توکو سره د مبارزی په وزارت کی د بشری سرچینو د سلاکار په توګه دنده سر ته رسوی
جالبه خبره داده چی احمد مشاهد د شمالی ټلوالی د نورو متعصبیونو په څیر نه یواځی د اساسی قانون په خلاف قدمونه ایښی او تر غړی په اختلاس کی ښکیل دی بلکه هسی یی کرزی صاحب خطا ایستی او خپلی پښتون ضد کړنلاری ته یی دوام ورکړی چی نه یواځی د پښتونو چی د لوړو زده کړو خاوند دی مخه ډب کړی بلکه هغه کسان چی په داخل د کمیسیون کی کار کوی د پرمختګ مانع ګرځیدی، بله یی داچی د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون هیڅ یو رسمی سند په پښتو ژبه نلری او اوس یی د ملکی مامورینو د سوانح د فورم څخه هم پښتو برخه لری کړی دی.
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون مالی او اداری ریاست په فساد کی خپل اوج ته رسیدلی چی ډیره وړهه او ښکاره بیلګه یی د فوتو کاپی د ماشین بیه ده چی په مارکیټ کی یی د بهترین ماشین لوړه بیه ۲۲۰۰ ډالره ده او نوموړی ریاست زوړ فوټو کاپیر په ۶۵۰۰ ډالره رانیولی دی چی نرخنامه یی شتون لری. همدارنګه د ریاست ارتقای ظرفیت لپاره د مالی او اداری ریاست لخوا یو پراډو موټر چی د صفر کیلو میتر په نوم اخستل شوی وه وروسته معلومه شوه چی دا یو مستعمل (ټکر شوی) موټر وه د موضوع د معلومیدلو وروسته د موټر په بیرته سپارلو اقدام وکړ، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون په بشپړ ډول د یوه ګروپ لخوا اداره او د خپلو ګټو په خاطر کارول کیږی، همداراز د MCP پروګرام د هغه پښتونو د مخنیوی په ډول چی لوړی زده کړی لری د یوه ابزار په توګه کارول کیږی چی کله ورته بهانه کیږی چی ستاسی اسناد د لوړو زده کړو د وزارت څخه نه دی تایید شوی او دغه معیار ددوی د خپلو کسانو په ټاکلو کی هیڅ ارزښت نلری دا دی وکتل شی چی ایا دوی کومی لوړی زده کړی لری او ددوی اسناد د کوم وزارت لخوا تایید شوی.
په اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون کی د فساد بیلګی:
- احمد مشاهد او دده کورنی له مختلفو تحفو څخه مستفید شوی دی لکه د پروژو لیپټاپونه، د ASGP لخوا پراډو موټر، د کمیسیون سپورټی وسایل چی په کور کی کارول، په کارته پروان کی د کمیسیون په پیسو جوړشوی کور چی وروسته یی د ASGP پروژی ته د ولایتونو د چارو د رئیس لخوا د چاپلوسی په کولو په لوړه کرایه ورکړل شوی دی.
- د احمد مشاهد کورونه په کابل کی:
یوکور په شیر پور کې ) وزیر اکبرخان۱۵ سړک کی
یو کور په شیر پور کی
یو کور په مکرویانو کی
یو کور په کارته پروان کی
او یو قصر په قلعه مرادبیک کی ترکارلاندی دی
دغه کورونه له کومه شول؟
سپارښتنی:
د MCP پروژه ډیره بی اغیزی او باید د کړنو یی کلکه پلټه وشی (هیڅوک حتی د دونر اداره هم د خپلو مصرف شویو پیسو پوشتنه نه کوی)
د MCP پروژه یواځی او یواځی د بعضی سیاسی څیرو د خوشحاله کولو او همداراز خپلو خپلوانو ته د لوړو معاشونو وسیله ګرځیدلی
داخلی سیسټم یی ډیر بیروکراټیک او شفافیت نلری
هغه ټیم چی دا پروژه اداره کوی وړتیا نلری او د لوړ پوړو د خوشحاله ساتلو په هڅه کی دی او ددی کارونو نه ناوړه ګټه اخلی
د قانون له مخی ټاکنی د ټاکنو د خپلواک بورډ له لاری باید وشی ولی احمد مشاهد زیاتره کلیدی او د لوړو معاشونو پوستونه د قانون پر خلاف ددی پروژی لخوا ټاکی چی یواځی او یواځی خپل ملګری ، انډیوالان او د کورنی نااهله کسان په لوړو پوستونو و ګماری
که د MCP پروګرام اداره و غواری چی یو ځلی یو کس باندی د ناکامیدو مهر ووهی (چی دا کار په ډیرو کاندیدانو باندی شوی ده) نو هغه کس به هیڅکله بیا ونشی کولای چی بیا ځان کوم بست ته کاندید کری. په دی ترتیب دا پروګرام ډیر تکړه افغانانو باندی د ناکامی تاپی و هلې دي. (شاهدان وجود لري)
په نورو پروژو کی چی دا دفتر یی تطبیقوی ډيرې د استخدام پروسی چی دوی نغوشتل یو تکره کس مقرر شی بدون له قانونی دلیل څخه د استخدام فایل تړل شوی دی او بستونه یی دوباره اعلان ته ورګری دی. (شاهدان وجود لری)
د MCP لور رتبه بستونه بغیر له اعلان نه دک کرای شوی دی لکه ریس د دی اداری (عثمانی) او د عملیاتو ریس (فوشنجی).
دا اداره با وجود ددی چی په لس هاو بهرنی او په لس هاو افغان کارکونکی لری د دی ظرفیت نه درلود چی خپله انکشافی بودجه له 35% خخه زیاته مصرف کری
په کار ده چی یوه جدی پلتنه وشی تر سو دا معلومه کری چی ولی د MCP مسولینو او د کمیسیون لویو ریسانو خپل خپلوان په غیر مسولانه شکل په CAP, CSRP او MCP پروژه او د کمیسیون په عمده بستونو کی په لورو معاشونو باندی مقرر کری دی. آیا د افغانستان نور وگری د دی حق نلری چی شکایت وکوی. ولی د ددی دفاترو او پروژه دونران له خلکو نه پوشتنه نکوی چی دا پروگرامونه موثر دی او دوی د استخدام پروسی نه راضی دی؟
که دولت او نریوال مرسته کونکی اداری د دی پوشتنو جوابونه ورنکری نو دوی هم په خیانت کی ونده لری
په کوم اساس باندی باید یو تعداد کسان له 1000 نه تر 10000 دالرو پوری معاش واخلی په داسی حال کی چی عادی مامور صرف 100 دالره معاش لری. ولی باید دا د پورتنی معاشونو خاوندان په قیمتی موترانو کی وگرزی چی د هر یوه قیمت د 50000 زرو دالرو په شاوخوا کی وی (روح الله عثمانی، جاوید سادات ، ریس دکمیسیون، ...وغیره) چی دی یوه موتر به بیه باندی 5 عادی موتران اخیستلای شی.
د سوپر سکیل موضوع یوه بله موضوع ده چی بعضو کسانو لکه رحمانی ..... په خپل سر باندی هر کس ته چی زره یی غوشتلی دی په هره اندازه چی یی غوشتلی دی معاش مقرر کری دی. رحمانی... حتی خپل ورور ته ........... په خپل صلاحیت باندی د سوپر سکیل معاش په تحفه کی ورکری دی.
یو بی تجربی ځوان د خدمات ملکی د ریس په صفت مقررول چی مخکی یی یو کس هم تر لاس لاندی نه درلود او اوس 350000 تنه به د ده تر لاس لاندی کار کوی. دا دحیرانتیا خبره ده. آیا هغه لافی "استخدام به اساس شایستگی " کوم خواته ولاری. ولی باید ریس د کمیسیون تر آخره پوری د یو سو فاسدو زوانانو ترلی چرک وی. ولی دی شرم نلری چی د یو بل بیکاره ریس (روح الله عثمانی) د خاله زوی مقرروی. کوم مستقل شخص ددی ځوان ریس خدمات ملکی تحصییلی اسناد چک کری دی. .......
ددی مسایلو په پام کی نیولو سره سوک توقع کولای شی چی دولت دی دخلکو په زره کی محبوبیت ولری. د کمیسیون چارواکی چی تر سو یی غوشتلی دی ژبنی او سمتی تعصباتو ته یی لمن وهلی ده او خپله ناجایزه استفاده جوی یی کری ده.
که دولت د پورتنیو حقایقو په مقابل کی بیا هم پته خوله پاتی شی نو بیا طبیعی ده چی باید د طالبانو طرفداران باید زیات شی. دولت د فساد د له منح نه ورلو لپاره هیح هم ندی کری او معصوم ملت او افغانانو باندی نوری ملندی وهی. دولت ته خو شرم ده چی د فاسدو ممالکو په لست کی په دنیا کی دوهم مقام ته رسیدلی دی. هغه متل دی "دم یم هغه تور نه می شرم سته او نه پیغور".
که دا د با سوادی طبقی (نکتایی اغوستونکی او دالر اخستونکو) اعمال د افغانستان د 90 فیصده بی سواده او بیچاره خلکو په مقابل کی دوام وکوی نو بیا دیر طبیعی ده چی باید خلک خپل غر اوچت کری او بیرته طالبانو ته دعوت ورکری. داسی فکر کیری چی دا زل به طالبان د خلکو په زیره او ویسشتانو باندی کار ونلری او له مافیا گانی سره به حسابونه تصفیه کری.
پیشنهاد کیری چی له خلکو خخه دی پوشتنه وشی چی دوی خپل شکایات د کمیسیون د شکایاتو بورد ته نه بلکی د فساد سره د مبارزی ریاست ته وسپاری او بیا دی دغه اداره پوشتنه وکوی. د کمسیسون ریسان تول یو د بل سره همکاری کوی او له شکایت کونکو سره مقاومت کوی.
هغه دالری معاشونه چی د پروژه لکه MCP او سوپر سکیل د دولت ریسانو او نورو کارکونکو ته ورکول کیزی باید عام خلکو ته ووشودالای شی. باید خلک پوه شی چی د دوی نازدانه او قدرمن ریسان د سو روپوه په موترانو کی چکر وهی او سو ورخی به دفتر کی وی او سو ورحی خارج ته د چکر لپاره زی.