هغه پنځه شيان چې له نارينه (خاوند) څخه د اولاد د منځ ته راوړلو وړتيا اخلي

هغه پنځه شيان چې له نارينه (خاوند) څخه د اولاد د منځ ته راوړلو وړتيا اخلي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د اميدوارۍ د نه اخېستلو يا بې اولادۍ ستونزه چې په انګليسي کې ورته Infertility وايي، هم په ښځو کې شتون لري او هم په نارينو کې. د بېلا بېلو لاملونو په اساس په ښځو او سړيو دغه ستونزه پيډا کيږي او ګډ کورنۍ ژوند يې له ستونزو او اندېښنو سره مخ کوي.

مخکې له دې چې په نارينو کې د اولاد د نه پيدا کېدو په ستونزې او لاملونو خبرې وکړو، غوره ده چې د اولاد د نه پيدا کېدو ناروغي يا Infertility تعريف کړو.

- وچوالی/نااميدواري Infertility: وچوالی په انسانانو، حيواناتو او نباتاتو کې هغه ناتوانايۍ ته وايي، چې دوی ونه شي کولای، چې په نارمل او طعبي ډول سره تکثر وکړي. په انسانانو کې وچوالی Infertility هغه حالت ته وايي چې ښځه حمل نه اخلي او اميدواره کيږي نه.

د روغتيا نړيواله اداره وچوالی Infertility داسې تعريفوي: وچوالی د تکثري سېسټم هغه ناروغي ده، چې د ۱۲ مياشتو په موده کې جنسي اړيکې ترسره شي خو ښځه اميدواري نشي.
 
 د وچوالي په اړه احصاييه: د څېړنو له مخې په ټوله نړۍ کې پنځه سلنه ښځې او خاوندان د وچوالي له ستونزې زوريږي، د وچوالي Infertility ستونزه له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې په سړيو کې، له ۲۰ څخه تر ۳۵ پورې په ښځو کې او يا هم په دواړو کې په مساوي او ورته شمېر او سلنې سره وي. له ۲۰ څخه تر ۴۰ پورې د وچوالي Infertility ناروغي د ښځې او خاوند د دواړو له امله وي.

لکه څه ډول مو چې وړاندې يادونه او په نورو لېکنو کې مو هم دا ويلي وو، چې دغه ناورغي او ستونزه هم په ښځه کې شتون لري او هم په خاوند کې، خو په دې لېکنه هغه پنځه لاملونه درپېژنو چې، د بې اولادۍ ناورغي په نارينه يا خاوند کې رامنځ ته کوي.

۱- د سپرم مقدار: سپرم په خپله د تخم او زړي په مانا دی. سپرم د مني او د نارينه د تکثري سېسټم د مجموعي نور مايع مواد هغه خورج ته وايي، چې له جنسي هڅونې په اساس رامنځ ته کيږي. سپرم او مني له يو بل څخه توپير لري، سپرم مني لېږدوي او مني بيا د ښځو له هګيو سره يوځای کيږي او اولاد ترې پيدا کيږي.

هغه سپرم چې د جنسي انزال په وخت کې خارجيږي ټول مني نه دی، بلکې په يو ټاکلي شمېر سره د مني حجرې له ځانه سره لري. د اميدوارۍ د اخېستلو لپاره نېږدې په يو ملي لېټر سپرم کې بايد له ۱۵ مېلېونه څخه په زيات شمېر د مني حجرې شتون ولري او که شمېر يې له دې څخه کم وي، نو بيا دغه مني د ښځې تخمدان کې هګيو ته ځان نه شي رسولی او حمل منځ ته نه راځي. د حمل اخېستلو لپاره په ډېر شمېر سره د مني شتون ځکه اړين دي، چې مني په کم وخت مري او ډېر يې نشي کولی د ښځې تر تخمدان پورې ځان ورسوي.

۲- د سپرم کيفيت: د سپرم د کيميت يا مقدار ترڅنګ د سپرم کيفيت هم اړين دی او په اميداورۍ پورې مسقيمه اړه لري. د سپرم له کيفيت څخه موخه د سپرم هغه وړتيا ده، چې په کوم ډول سره کولی شي، مني تر تخمدان پوري ورسوي او په سپرم کې موجود مني څومره نارمل دي، چې د اميدوارۍ لامل شي.

۳- د نارينه د هګيو يا Testicle ستونزې: هګۍ يا Testicle چې په دري کې ورته بيضه وايي، د سپرم او مني د جوړېدو کڅوړې دي. د نارينه هګۍ د مېلېونه کوچنيو رګونو څخه منځ ته راغلې دي، چې په دې رګونو کې وينه حرکت کوي او وروسته ورڅخه سپرم او مني جوړيږي. که د فزيکي ضربې او يا هم کومې داخلي ناروغۍ په اساس د نارينه بيضې تخريب شوې او خرابې شوې وي، نو سپرم په کيفيت او کيميت باندې اغېز کوي او د اميدوارۍ لپاره ضرور مني نه شي توليد کولی او په پايله کې په نارينه کې د بې اولادۍ ستونزه رامنځ ته کيږي.

۴- د انزال ستونزې: د انزال له ستونزې څخه مطلب له وخت څخه مخکې انزال دی او يا په سختې او درد سره د سپرم وتل دي. له وخت څخه مخکې انزال چې په انګليسي کې ورته premature ejaculation وايي، هغه ستونزه ده، چې د کمې جنسي هڅونې په اساس خاوند جنسي انزال ته رسيږي او سپرم يې بهر کيږي. له وخت کې انزال سره يوه ستوزه دا ده، چې مني په روغتيايي او نارمل ډول سره جوړ شوی نه وي او بله دا چې مني د ښځې تخمدان ته په مکمل ډول سره نه رسيږي.

۵- نشه يي توکي: ډېری نشه يي توکي هم د نارينه په سپرم او مني باندې منفي اغېز کوي. د سپرم کيفيت او کيميت تر منفي اغېزې لاندې نيسي او د بې اولادۍ ستونزه د خاوند له لورې ډېروي. الکولي څښاک، کوکاين، ګنجه او نور په سپرم باندې مستقيم بد اغېز کوي. يو شمېر نور درمل او ناروغۍ هم شتون لري، چې په سپرم او مني باندې اغېز کوي او د بې اولادۍ سبب کيږي.