د ۵۸ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت زرګونه کسانو په فېسبوک کې خپل حسابونه وتړل

روهي (نۍ/۴ د وري)، کله چې د فېسبوک د کارکوونکو له خوا د دوی د سوداګرېزې برخې د ګډونوالو له خوا د حسابونو څخه ناوړه ګټه اخېستنه رسوا شوه، نو په زرګونه کسانو د ۵۸ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت خپل حسابونه په فېسبوک کې وتړل.

د يادو کسانو له ډلې څخه ناموتي کمېډين جیم کري چې د انځورګرۍ په برخه کې کار کوي او خپل کار به يې د فېسبوک څخه خپلو مشتريانو ته وړاندې کولو، په فېسبوک کې يې خپل اکونټ بند کړ او سوداګرېز ګډون يې پرېښود.

په فېسبوک کې دغه ستونزه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د کمبریج انالیتیکا په نوم يو شرکت د فېسبوک ۵۰ مېلېونه حسابونو ته د دوی د کارونکو له اجازې پرته لاس رسی پيدا کړی او مالومات يې تر لاسه کړل.

د ستونزې له پېښېدو وروسته فېسبوک د کمبريج اناليتيکا شرکت سره خپل سوداګرېز مشارکت بند کړ او د فېبسوک بنسټګر مارک زاکربرګ په دې اړه له خلکو په رسمي ډول سره بښنه وغوښتله.

تر اوسه هم د فېسبوک د سقوط په موخه په ټوېټر کې د زرګونه کسانو ل خوا غورځنګ روان دی او د يادې ټولنيزې شبکې پر وړاندې خپل فعاليت کوي.

په ټوېټر کې د سپکوي او توهين په ډول ټوېټونه کيږي، چې (فېسبوک څه شی دی!)، خو مارک زاکربرک هڅې کوي چې رامنځ ته شوي ستونزې حل او فېسبوک خپل حالت ته راولي.