په تېره ليکنه کې مو وويل چې کاروبار ټول هغه فعاليتونه رانغاړي چې موخه يې د مفادو لاسته راوړل وي،چې دغه فعاليتونه عموماً په دوو عمده برخو ويشل شوي دي چې عبارت دي له:۔
۱) اقتصادي فعاليتونه: اقتصادي فعاليتونه هغو کړنو ته ويل کيږي چې په هغه کې د شخص اساسي او بنسټيزه موخه د مفادو لاسته راوړل وي،تر څو د ژوندانه اساسي ضرورتونه يې رفع کړای شي.دبيلګې په توګه د سوداګر لخوا سوداګري کول،د ډاکټر لخوا په کلينيک کې کار کول او يا هم د يو استاد لخوا په ښوونځی يا پوهنتون کې درس ورکول.چې د دغو فعاليتونو په وسيله له يوې خوا اجناس او خدامات رامنځته کيږي او له بلې خوا د کار ترسره کوونکي ته يوه اندازه عايد په لاس ورځي.
۲)غير اقتصادي فعاليتونه: غير اقتصادي فعاليتونه هغو کړنو ته ويل کيږي چې په هغه کې د شخص موخه د مفادو يا شتمنی لاسته راوړل نه وي،بلکې د مختلفو اهدافو د ترسره کيدو په خاطر نوموړي فعاليتونه سرته رسوي،چې ځينې بيلګې يې په لاندې ډول دي:
• ټولنيزي خداماتي چارې: چې دغه ډول کړنې او فعاليتونه هغو کړنو ته ويل کيږي چې موخه يې د مفادو لاسته راوړل نه وي،لکن يې له دغو چارو څخه ټولنې ته خدمت کول وي. لکه دولتي روعتونونه،دولتي ښوونځی يا پوهنتونونه.
• شخصي مصرفي چارې: دغه ډول کړنې هم په د غير اقتصادي فعاليتونو له ډلې څخه شميرل کيږي يعنې هغه فعاليتونه کوم چې يو شخص يې د خپل ځان د اړتيا د لرې کولو لپاره ترسره کوي. لکه يو بوټ جوړونکی د خپل ځان لپاره بوټان جوړوي يا يو خياط د خپل ځان لپاره جامې ګنډي؛خو که چېرته دغه خياط او بوټ جوړونکی د ده کار په منظم او باقاعده ډول سره ترسره کړي او بازار ته يې عرضه کړي دغه کړنې د ده په اقتصادي فعاليتونو کې شميرل کيږي.
همدارنګه نور بېلابېل ډولونه دي چې غير اقتصادي فعاليتونو ته شامليږي.لکه له غريبو او بې وزلو خلکو سره مرسته کول،مذهبي فعاليتونه،خيريه چارې او داسې نور کوم چې په ترسره کولو سره انسان ته مفاد په لاس نه ورځي.
د کاروبار ځانګړتياوې
د کاروبار مهمې او بيلوونکي ځانکړنې په لاندې ډول دي:
۱- معامله کوونکی: معامله کوونکی يا سوداګر هغه شخص دی څوک چې د توليد عوامل سره يو ځای کوي،ترڅو د توکيو او خداماتو توليد صورت ونیسي چې د سوداګر شتون د يو کاروبار لپاره ډير ضرور او اهم دی که هغه په لويه سطحه وي او که په کوچنی.
۲- کاروباري تصدی: کوچنی او لوی کاروباري تصدی کوم چې د خداماتو او توکيو معاملات سرته رسوي،چې دا ډول تصدی د کاروبار لپاره ډيرې ضرور دي،هغه که مصرفي اجناس (بوټان،جامې،ډوډۍ،شيدې) يا هم سرمايوي اجناس (ودانۍ،ماشين) او یا هم خداماتي اجناس لکه اعلانات،ترانسپورت او بانکدارې سرته رسوي د کاروبار يوه برخه تشکيلوي.
۳- د اجناسو د تبادلې لړۍ: د اجناسو تبادله د کاروبار يوه مهمه او اساسي ځانګړنه ده، يعنې په دوامداره توګه د توليداتو پير او پلور بايد صورت ونيسي،او د جلاجلا معاملو معاملات کاروبار نه بلل کيږي.
د بيلګې په توګه: زه په بازار کې زما زوړ کتاب خرڅوم دېته کاروبار نه ويل کيږي؛خو که چېرې زه زاړه کتابونه واخلم او په لنډ مهال کې يې د ګټې ترلاسه کولو په موخه بازار ته وړاندې کړم دغې ډول کړنې د کاروبار په نوم نومول کيږي.
۴- د ګټې ترلاسه کولو توقع: د هر کاروبار اساسي موخه د مفادو ترلاسه کول وي او بايد خپل کاروبار د ګټې ترلاسه کولو په موخه ترسره کړي که چېرې مفاد ترلاسه نه کړي يو تشبث وده او پراختيا نشې کولای.
۵- کړنې او فعاليتونه بايد قانوني وي: دا هم د کاروبار د اساسي ځانګړنو څخه شميرل کيږي،چې هغه کړنې چې يو شخص يې ترسره کوي بايد هغه قانوني او د هېواد د قوانينو او مقرراتو تابع وي.
۶- د خطر په غاړه اخيستل: په هر کاروبار کې د خطر يو او ناامنی يو عنصر شتون لري،داسې نه واقع کيږي چې د کاروبار پايله به د هميشه لپاره د مفادو لاسته راوړل وي،شايد په ځينو خالاتو کې يو تشبث د خطر سره مخامخ شي.لکه د تقاضا تغير يعنې کله چې په بازار کې زمونږ اجناسو ته تقاضا کمه شي،د اور له امله،د غلا او غصب له امله چې په دغو خالاتو کې بايد مونږ د خپل کاروبار خطر په غاړه واخلو.
نور بيا…
وروستي