
06-06-2010 06:28 PM
د صلحې د مشورتي جرګې په نوم د جوړې شوې ډرامې پیل او پای ته په پام سره ویلی شو چې پر افغانستان تپل شوي واکمن ډیر ارزانه پلورل شوي، دا دی یو ځل بیا یې د (۱۶۰) ملیونه ډالرو په بدل کې د خپل وجدان او د ولس د آزادۍ سودا تجدید کړه، وخت ددې و چې د اشغال د خاتمې او افغانستان د آزادۍ غږ اوچت شي، خو متأسفانه پلورل شویو غلامۍ ته پر آزادۍ ترجیح ورکړه، هڅه یې وکړه د ولس پر هیلو په پښو ایښودو سره د جګړې اور نور هم ژبغړانده کړي!!
د ژړا خبره دا ده چې دا شرمیدلې سودا د هغو کسانو تر عباء لاندې وشوه چې پر ظاهري انتساب سربیره یې څيرې هم له غربي ټیپ نه بدلې دي او د اشغالګرو امریکایانو خبرې له هغو خولو ووتې چې په نورو غونډو کې په قال الله او قال الرسول (صلی الله علیه وسلم) مشغولې وي..
عجیبه ده د جرګې په پریکړه لیک کې د امریکایانو له مرستو مننه کیږي، خو پر هغو معصومو وینو، حرمتونو او ارزښتونو خولې او سترګې پټيږي چې د همدې امریکایانو په لاس تویې او تر پښو لاندې شويدي.. جرګه پدې اعتراف کوي چې صلحه د افغان ولس غوښتنه ده، خو ددې همت نه کوي چې د جګړې اصلي عامل په ګوته او د نیواکګرو د وتو خبره وکړي!!
نه پوهیږو د لاسپوڅي نظام هغه لاسته راوړنې او قانوني ارزښتونه کوم دي چې دا جرګه یې له صلحې نه لوړ او د افغانانو له وینو نه قیمتي شمیري؟! پریکړه لیک له یوې خوا د جګړې له ښکیلو خواوو نه د مخکې شرطونو د نه وړاندې کولو غوښتنه کوي، خو له بل پلوه پر افغان غازیانو داسې شرطونه ږدي چې آزاد انسان ته د منلو ندي..
په اسلامي افغانستان کې د صلیبي ځواکونو له پوځي اډو او رسوا بندیخانو نه هیڅ یادونه نه کوي، په وړینګه خوله صرف دا وایي چې: د غلطو رپوټونو په اساس د بندي شويو افغانانو د آزادولو پخاطر دې جدي اقدام وشي!! آیا ددې مطلب دا ندی هغه سرلوړي افغانان چې له اشغال سره مقابله او د پردیو له واکمنۍ سره د مخالفت همت کوي هغوی باید د نیواکګرو د اسارت په لومو کې بند وي؟!
بل د خندا وړ ټکی دا چې د جرګې په پریکړه لیک کې له اشغالګرو ځواکونو نه د بهرنۍ مداخلې د مخنیوي په بهانه د اوږد مهاله ژمنې خواست کیږي، عجیب منطق دی له هغو نیواکګرو نه د بهرنیو مداخلو د مخنیوي طمعه کیږي چې هیڅ افغان یې د ناروا مداخلو له زیانه په امن ندی!!
لنډه دا چې د جرګې پریکړه لیک هیڅ ارزښت نلري، صرف دومره دی چې تر ابده به پر جرګه د مسلطو خواوو د بې ایمانۍ شاهدي وايي، په رښتیا چې دوی ډیر ارزښتمن فرصت ضایع کړ، کولی یې شوی په څو مسؤولانه او با ایمانه خبرو سره خپل مخونه سپین او غاړې خلاصې کړي، خو متأسفانه دا توفیق یې په برخه نه شو، داسې څه یې وکړل چې نور نه خدای تعالی ته مخ لري او نه ولس ته (لا حول ولا قوة الا بالله العلي العظیم). )دشهادت د سر مقالې څخه)