
یقینی خبره ده چې افغانان د هر هغه مشر ملاتړ کوي چې روښانه دریځ او دجګړی د ختمیدو او د لانجو دحل لپاره یوه مناسبه طرحه وړاندي کړي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په انتخاباتو کې ګډون د افغانانو راتلونکۍ حکومت لپاره یوه معقوله او اصولي تګلاره ده .
اوس به وګورو چې کوم بهرني هیوادونه اوکومې ډلی د واقعي انتخاباتو بهیر مخ نیونه کوي ؟ او کومې افغاني ډلې د عادلانه او آزادو انتخاباتو پروسې سره مرسته کوي ؟
آیا د انتخاباتو پرته کومه بله آسانه لار شته چي افغانان ئې د هیواد راتلونکۍ، دلانجو حل او دجګړی ختمیدلو لپاره غوره کړي ؟
دری اونۍ مخکې محترم حکمتیار د لبنان د المیادین تلویزون خبریال سره د افغانستان راتلونکۍ انتخاباتوپه اړه خپل نظر وړاندی کړ، د پنځه زره زیاتو افغانانو خپل میسجونه د حزب اسلامي د دریځ په تائید راولیږل، اکثرو پوه او بادرد افغانانو خپلو څرګندونو کی د حزب اسلامي مشر محترم حکمتیار د دې اعلان ستاینه او تائید وکړ د هغې مرکې وروسته ځینو مهمو افغاني شخصیتونو د انتخاباتو د ګډون په اړه د لازیات وضاحتو غوښتنه کوله ، ددې تر څنګ سیاسي کارپوهان پدا اند دی که چیرې امریکا او اروپائې ټولنه غواړي په افغانستان کې خپل ناکام ماموریت په ښه پایلې سره ختم کړي نود انتخاباتو په پروسه کې د طالبانو په شمول د ټولو ګوندونو ګډون ضروری دئ. نو بیا بهتره ده چې امریکائې چارواکی د آزاد او شفاف انتخابات بهیر مخ نیونه و نکړي،په افغانستان کی د امریکا او ناتو ځواکونو عمومی قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ وروستی وینا چې کیدای شي اته زره امریکائی فوځیان په افغانستان کې پاتي وي، په ورته څیر ځینی ناتو هیوادونه هم په مجهوله توګه د خپلو فوخیانو محدودو شمیر پانی کیدلو خبری کوي ، دغسې څرګندونې طبعا ځینې افغانانو ته دا تشویش پیداکوي چې د بهرنی ځواکونو په موجودیت کې د حزب اسلامي ګډون په انتخاباتو کې څرنګه امکان ولري ؟
د حزب اسلامي امیر محترم ورور حکمتیار د نوي پیغام په ترڅ کې دغو سوالونو په اړه داسې وضاحت کړي دي :
« دا هم په دی پوري تړاو لري چي بهرني ځواکونه به په بشپړه توګه له هیواد وتلي وي اوکه به ځیني پاته وي .که د ناتو ځواکونه ووخي نو په دې صورت کي به ښه دا وي چي حزب مخامخ او مستقیما برخه واخلي او که محدود شمیر فوځونه پاته وو وسله وال جهاد ته به دوام ورکوو او د کوم مناسب کاندید مرسته او حمایت به کوو . ان شاء الله حزب اسلامي اوس په داسي مو قعیت کی دی چي د خپلي خوښي کاندید بریالی کړي ،صحیح نه ده چي دا فرصت له لاسه ورکړو ، او پریږدو چی ځیني کسان د مخکي په څیر د څو ډالرو او کومي ذلیلي کرسۍ لپاره د حزب پر سر سودا وکړي، په بدنام او لاس پوڅي حکومت کي په یوه تش په نامه وزارت قانع شول د حزب اسلامي سپینه لمنه ئې داغجنه کړه ،ایتلافونه ئې وکړل ، اوس د راتلونکو انتخاباتو په اړه په معاملو بوخت دي ، دوی دومره ستر ستر اشتباهات کړي چي که د کوثر په اوبو هم ولامبي ښایي پاک نشي» .
الله اکبر پداکي شک نشته د ۴۵ کلن سپیڅلي جهادی ګوند حزب اسلامي شهیدانو ،یتمانو اومجاهدینو لوړ ارمان او اهداف مقابل کي د څو ډالرو او ذلیلوکرسیو په سر سودا کول ، یقینا لویه ګناه ده .
*دځینی با احساسه افغانانوهغه تشویشونو ( که چیری ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي او د انتخاباتو بهیر عملي شي) په هغه صورت کي ؟
دمحترم حکمتیار صاحب پیغام کي پدی اړه داسي راغلي دي : « زه په دواړه صورتونو کي په انتخاباتو کي ګډون ضروري او ګټور ګنم ،په هغه صورت کي هم چی ټول بهرني ځواکونه وتلي وي (د وتلو احتمال ئې ماته قوي بریښي ) او په هغه صورت کي هم چي ځیني ئي پاته وي ،په یوه صورت کي مخامخ د حزب اسلامي په نامه ګډون او په بل صورت کي د یوه غوره کاندید ملاتړ ، ماته د عدم شرکت پریکړه نه موجه بریښي او نه ګټوره ، دا هغه معامله ګرانو ته موقع په لاس ورکوي چي په څو ډالرو او کومي ذلیلي کرسۍ د ستر حزب اسلامي د عزت او اعتبار سودا کوي ».
*د جهاد سنګرونو نه ځینو مجاهدینو دا سوال مطرح کړی چي د راتلونکۍ انتخاباتو په بروسه کي ګډون د جهادي تګلاري سره تعارض نه لري ؟
د دوه جهادونو امیر محترم حکمتیارصاحب پدا اړه داسي وضاحت کړی دئ:« دا ګډون نه یوازي دحزب اسلامي له جهادي تګلاري سره کوم تعارض نه لري بلکي د حزب له تګلاري سره کاملا تطابق لري او که محدود شمیر فوځونه پاته وو وسله وال جهاد ته به دوام ورکوو او د کوم مناسب کاندید مرسته او حمایت به کوو . ان شاء الله حزب اسلامي اوس په داسي مو قعیت کی دی چي د خپلي خوښي کاندید بریالی کړي ،صحیح نه ده چي دا فرصت له لاسه ورکړو» .
*د افغانستان دښمنانو د ځینو بهرنۍ اوداخلي کړیو، مغرضو او ناپوه کسانو تبلیغاتو په اړه د حزب اسلامي مشر محترم حکمتیار داسي وویل :« ولي به د ځینو کمعقلو او مغرضو کړیو له تبلیغاتو ویریږو هغه به څوک وي چي د حزب اسلامي پردې تصمیم به اعتراض کوي ؟؛ آیا له هغوکسانو پرته چي نن د امریکا یانو تر جنګ د حزب اسلامي پر ضد جنګ ته تر جیح ورکوي ، همغه چي امریکایانو د حزب اسلامي په ضد رامینځته کړل؛ آیا بله ډله شته چي دحزب اسلامي پردې پریکړي به اعتراض کوي؟؛؛
*محترم ورور حکمتیار په اخرکي یو ځل بیا په انتخاباتو کي د حزب اسلامي د شرکت او عدم شرکت په هکله وویل : ان شاءالله ډیر ژر به د حزب اسلامي اجرائیه شوری خپله وروستۍ پریکړه پدی اړه اعلانوي .