حکمتيار : زموږ غوښتنه په اقتدار كي شركت نه بلكي د خپل هېواد آزادي او خپلواكي ده

د ايکسپريس ورځپاڼې رپوټر، شنونکي او د راډيو پاکستان کوربه فدا محمد عديل سره د حزب اسلامي د مجاهد امير انجنير حکمتيار مرکه.
06-06-2010 01:32 AM
بسم الله الرحمن الرحيم

1. پوښتنه: عام تاثر دا دى چې امريکايان افغان ولسمشر حامد کرزي حزب اسلامي ته د سولې د خبرو بلنه ورکړې وه، آيا د رسمي بلنې ترمخې حزب اسلامي خپل پلاوى کابل ته واستاوه اوکه له خپله اړخه يې کوښښ پيل کړ؟
ځواب: دصلحي دا ابتكار په بشپړه توگه د حزب له لوري پيل شوى، حزب د هېواد شرائط داسي وموندل چي اوس ئې د صلحي داسي نوښت د افغان ولس او اسلام په گټه وگڼل، د ژغورني ملي ميثاق اعلان او له ټولو افغاني ډلو سره مذاكرات د موجوده حالت يو ضرورت وو، په دې كي نه د امريكا له لوري د كومي بلني يا موافقې څه ونډه وه او نه د كابل حكومت.
2. پوښتنه: په بغلان کې دحزب اسلامي او طالبانو له جگړې وروسته، اوس له طالبانو پرته به دسولې په طرحه د افغان حکومت، ملگرو ملتونو، اروپايي اتحاد يې د شمالي ټلوالي دمشرانو او امريکا ترمنځ د سولې په خبرو د طالبانو او حزب اسلامي په منځ کې اختلافات رامنځ ته نشي؟
ځواب: د ژغورني ملي ميثاق ټولو افغاني ډلو ته د طالبانو په شمول وړاندي شوى، غواړو له ټولو ذيدخلو لوريو سره پرې خبري وشي، ټول په گډه روان بحران ته د حل ډاډمنه لار پيدا كړو. په دې نوښت كي نه طالبان او نه بله ډله له پامه غورځول شوې او نه د بغلان په څېر مخكنۍ يا وروستنۍ پېښي په دې كي څه اغېز لري. ميثاق د بغلان له پېښي ډېر د مخه وړاندي شوى، البته خبري رسنيو ته د بغلان له پېښو وروسته په لاس ورغلى.
3. پوښتنه: که حزب اسلامي له طالبانو سره خبرې وکړي، ددې خبرې څه ضمانت دى چې طالبان به د حزب اسلامي خبره ومني؟
ځواب: زموږ هيله دا ده چي ټول هغه ځواكونه له دې طرحي سره تر نورو مخكي توافق وكړي چي د هېواد خپلواكي، د بهرنيو فوځونو بلاقيد و شرط وتل، او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د ملت په خوښه او د بهرنيو له لاسوهنو پرته د يوه منتخب اسلامي حكومت جوړيدل غواړي، دا طرحه د ټولو مؤمنو مجاهدينو ټولي غوښتني تأمينوي، موږ هيڅ داسي دليل نه مومو چي طالبان دي له دې طرحي سره توافق ونه كړي. يوازي هغه څوك به له دې طرحي سره اختلاف كوي چي نه غواړي د افغانستان بحران حل شي، خپلي گټي د جگړي په دوام كي لټوي او د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور قدرت ته رسېدل او په اقتدار كي پاته كېدا غواړي.
4. پوښتنه: آيا ددې خبرې کوم ضمانت شته چې امريکا دحزب اسلامي د سولې له طرحې سره موافقه وکړي، وتل پيلکړي او ټول مواد ومني؟
ځواب: له هغه وروسته چي اوباما او ځينو نورو غربي مشرانو له افغانستانه د فوځونو د ايستلو خبره وكړه، موږ دا طرحه وړاندي كړه، كه سپينه ماڼۍ د جنگ پر دوام او په افغانستان كي د خپلو فوځونو پر مزيد پاته كېدا ټينگار وكړي، نو طبيعي ده چي مقاومت به دوام كوي، زموږ طرحه جنگ غوښتونكو ته د صلحي د پيغام لېږلو په معنى نه ده، جنگ غوښتونكو ته موږ يوازي يو پيغام لرو او هغه دا چي د نورو تابوتونو انتقال ته چمتو اوسئ، د شورويانو له برخليك سره به مخامخ كېږئ، حتماً به وځي او إن شاء الله ډېر ژر؛ خو شرمنده، ذليل او سركوزي. د صلحي دا نوښت د دې لپاره دئ چي د بهرنيو فوځونو له وتلو وروسته هغه خونړۍ پېښي رامنځته نشي چي د شوروي فوځونو له وتلو وروسته ئې شاهد وو، ځيني بهرني او كورني ځواكونه غواړي هغه فاجعه بيا تكرار شي، موږ د دغي فاجعې د مخنيوي لپاره دا طرحه وړاندي كړې.
5. پوښتنه: آيا شمالي ټلواله به دې ته غاړه کيږدي چې حزب اسلامي يو ځل بيا په افغان سياست کې له ونډې اخيستو برخمن شي، هغوى په واک کې شريک وي او دشمالي ټلوالي د سر سيوري ناټو او امريکايي ځواکونه ووځي؟
ځواب: د شمالي اتحاد د ځينو مشرانو له څرگندونو داسي معلومېږي چي د روان حالت دوام او د بهرنيو فوځونو مزيد پاته كېدا غواړي، دا بدنامي او په پرديو پوري تړلې څېرې زموږ له طرحي سره مخالفت كوي، خو د داسي مؤثرو څېرو شمېر ډېر زيات دئ چي د افغانستان بحران ته له همغي زاويې گوري چي موږ ورته گورو، نه غواړي مخكنۍ ترخې تجربې تكرار شي، دوى زموږ له طرحي سره موافق دي.
6. آيا د ملگرو ملتو او اروپايي ټولنې لخوا داسې وړانديز شوى چې هغوى به د حزب اسلامي د موخو په پرمخ بيولو کې مرستندوى وي ثابت شي؟
ځواب: تاسو ته د ملل متحد او اروپايي اتحاد حالت ښه معلوم دئ، دواړه به د سپيني ماڼۍ پرېكړي ته انتظار كوي، په داسي قضاياوو كي د سپيني ماڼۍ د خوښي خلاف خبره نشي كولى، زموږ هيئت ته د دوى د ځينو شخصيتونو او استازو عكس العمل ښه او د ځينو محتاطانه وو. خو حالت داسي روان دئ چي د اروپايي هېوادو ځيني حكومتونه به دې ته اړ كېږي چي له امريكايانو څخه خپله لار بېله كړي او په يوه اړخيزه توگه له افغانستانه د خپلو فوځونو د ايستلو فيصله وكړي. ما ته وضعيت داسي برېښي چي په 2011 كال كي به ځيني اروپايي هېوادونه دا كار وكړي. دا كار به امريكايانو ته په افغانستان كي مزيد پاته كېدا گرانه كړي.
7. پوښتنه: تاسو د بهرنيو جنگيالو يعنې القاعده له افغانستاه د وتلو خبره کړې ده، آيا له دې ټکي سره طالبان موافقه وکړي، يا په پخپله القاعده ځان بهرنيان ومني، که هغوى خبره ونه مني نو آيا بيا به کورنۍ جگړه سرراپورته نکړي؟
ځواب: القاعده اوس په افغانستان كي فعال او پراخ حضور نه لري، القاعده اوس د عراق او صومال په څېر مركزونه لري چي تر افغانستان ډېر ورته مناسب او په زړه پوري دي، امريكايان په دې ښه پوهېږي چي په افغانستان او ټولي دې سيمي كي د القاعده د غړو شمېر سلو ته نه رسېږي. څوك به دا احمقانه محاسبه ومني چي د دغو محدود شمېر كسانو د وژلو يا نيولو لپاره دي يو نيم لك مسلح ځواكونه له څو زره ميله لري افغانستان ته راشي، په داسي حال كي چي په تېرو نږدې نهو كلونو وحشيانه جنگ سره ئې نه دا كسان ونيولى شو او نه ئې ووژلى شو!! موږ په خپلي طرحي كي ويلي دي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي. زه مطمئن يم چي القاعده به زموږ له دې طرحي سره توافق كوي.
8. پوښتنه: له طالبانو څخه ځينو يې په خبرو کې د پاکستان له رول سره مخالفت کړى دى، آيا تاسو هم دا انگيري چې پاکستان ته د سولې په خبرو کې ونډه ورنکړي شي؟
ځواب: زموږ طرحه د بين الافغاني مخامخ او بلاواسطه مذاكراتو پر بنسټ ولاړه ده، په دې كي هيڅ بهرني هېواد ته د برخي اخيستو او خاصي ونډي درلودو وينا نه ده شوې، البته له ټولو ذيدخلو طرفونو غواړو چي د بين الافغاني مذاكراتو او توافقاتو ملاتړ وكړي او پرېږدي چي افغانان خپلي ستونزي په خپله حل كړي.
9. پوښتنه: امريکا په کال ٢٠٠٣ کې تاسو ترهرگ وگرځولۍ او په تور لسټ کې ستاسو نو م شامل دى، آيا حزب اسلامي دا غوښتنه کوي چې ستاسو په گډون
10. ځواب: كه هغوى زموږ نومونه په تور ليست كي ليكلي، نو موږ د دغو شيطانانو او دوزخيانو نومونه په سره ليست كي نيولي، هيڅكله به له دوى ونه غواړو چي زموږ نومونه له خپل تور ليست نه حذف كړي، دا د ځان لپاره په دنيا كي د افتخار سند او په آخرت كي د شيطان په ډلي كي له حشر كېدا نه د نجات وسيله گڼو.
11. ځواب: د كابل حكومت او هر هغه حكومت چي د پرديو د حمايې تر چتر لاندي او د پرديو په لاس د اقتدار پر گدۍ گښېنول كېږي بې اختياره او تش په نامه حكومت وي، امريكايانو د كابل حكومت ته تر اوسه دا واك او اختيار نه دئ وركړى چي د جگړي د پاى ته رسېدو او د بهرنيو فوځونو د وتلو په اړه له مجاهدينو سره مذاكره او موافقه وكړى، تاسو وليدل چي كابل ته د حزب اسلامي د هيئت د تلو پر مهال او هغه وخت چي د كرزي په شمول له ټولو افغاني لوريو سره خبري پيل شوې وې او ځينو خواوو زموږ له طرحي سره د توافق سر خوزاوو، پنتاگون او په سر كي ئې گيټس وويل چي اوس لا د مذاكراتو وخت نه دئ رارسېدلى، د همدې لپاره د كابل د هغي مشورتي جرگې غونډه هم وځنډېده چي موخه ئې له مخالفينو سره د روغي جوړي يوه طرحه جوړول وو. وبه گورو چي كرزى له اوباما سره له ليدو وروسته څه دريځ غوره كوي او دغه مشورتي جرگه څنگه طرحه وړاندي كوي.
12. ځواب: نه؛ موږ نه دا حكومت جائز حكومت گڼو، نه دا نظام، نه ئې پارلمان او نه ئې اساسي قانون، موږ په خپلي طرحي كي دا وضاحت كړى چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به نوى پارلمان، نوى اساسي قانون، نوى نظام او نوى منتخب اسلامي حكومت جوړېږي.
13. ځواب: موږ د جنگ په ضد جنگېږو خو د خپلواكۍ، آزادۍ، صلحي، عدالت او امنيت لپاره، كه دا اهداف له جگړي پرته ترلاسه كېدى شوى نو موږ د جگړي لار نه غوره كوله، جگړه پر موږ تحميل شوې، موږ د هغه چا په ضد جنگېږو چي له څو زره كيلومتره لري څخه راغلي، زما هېواد ئې نيولى او د خپلي خوښي نظام ئې زما پر ولس مسلط كړى، زما ښارونه د دوى په لاس كي دي، زما د هېواد پر زمكي او فضاء دوى حكومت كوي، زما د كور دروازه په نيمه شپه كي، هغه مهال چي زه له خپلو ماشومانو سره په درانه خوب ويده يم په باروتو راماتوي، زما كور ته راننوځي، ما او زما د كورنۍ غړي وژني، زما خپلوان نيسي، زما عزت تر پښو لاندي كوي، ... آيا زه له جگړي پرته بل بديل لرم؟ دا جگړه به تر هغه دوام كوي چي ټول بهرني ځواكونه زما له هېواده ووځي. دا دوه مخى سياست نه دئ، موږ د قرآن له حكم سره سم عمل كوو، قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي له متجاوز او تېري كوونكي سره وجنگېږئ، خو كه هغه روغي جوړي ته تيار شو نو پر الله تعالى توكل وكړي او د صلحي بلني ته مثبت ځواب وركړئ.
14. ځواب: موږ د ټولو افغانانو په ځانگړې توگه د هغو مجاهدينو او جنگياليو يووالى او وحدت غواړو چي د افغانستان د آزادۍ لپاره جنگېږي، هر جنگيالي ته د خپل ورور په سترگه گورو، كه څه هم د حزب غړى نه وي، موږ تر دې د مخه هم صادقانه هڅه كړې چي ټول مجاهدين په يوه صف كي، تر يوه چتر لاندي راغونډ كړو، داسي چي د جنگ او صلحي په اړه ئې هم دريځ او تگلاره يوه وي او د راتلونكي اسلامي افغانستان د سياسي نظام په اړه هم، له دې وروسته به هم دې هڅو ته دوام وركوو، د ژغورني ملي ميثاق هم په همدې موخه اعلان شوى، له ټولو افغاني لوريو، مخصوصاً له هغو چي نن د اشغال گرانو په ضد جنگېږي دا انتظار لرو چي تر نورو مخكي د دې طرحي ملا تړ وكړي، ځكه چي دا طرحه د اسلام او مسلمانانو په گټه ده. موږ له كومي ډلي سره نه كومه معاهده لرو او نه خپل تصميم د چا په موافقې يا مخالفت پوري تړو، هغه څه كوو چي زموږ ايمان او عقيده ئې حكم كوي او د اسلام او مسلمانانو په خير وي.
15. له دوى نه مي انتظار دا دئ چي د ژغورني ملي ميثاق ملاتړ وكړي.
16. د بهرنيو ځواكونو د حضور په حالت كي نه د كرزي په حكومت كي برخه اخلو او نه بل حكومت كي، زموږ غوښتنه په اقتدار كي شركت نه بلكي د خپل هېواد آزادي او خپلواكي ده، اوس د بل هيڅ څه په اړه فكر نه كوو، د ځان لپاره هيڅ څه نه غواړو.
17. له پاكستان او سعودي څخه د افغان ولس انتظار دا دئ چي د امريكا له ملاتړ او ملگرتيا لاس واخلي، څوك چي پر امريكا اعتماد كوي ستره اشتباه كوي، امريكا دوستان نه بلكي غلامان خوښوي، دا د پاكستان او سعودي په گټه ده چي د افغانستان په اړه د داسي يوه بهير ملاتړ وكړي چي د افغانستان په خپلواكۍ او د يوه منتخب اسلامي حكومت په جوړېدو منتج شي.
18. دا په حزب اسلامي او د حزب اسلامي په مركزي شورى پوره تړلې ده.
19. د كابل حكومت او د طالبانو اساسي قوانين بې شمېره خامياني او ستونزي لري، دا قوانين نه عدالت تأمينولى شي او نه د يوه اسلامي نظام اساسي قانون كېدى شي، دواړه د مخكني شاهي رژيم داسي نسخې دي چي معمولي تغيير په كي راغلى، د دغو قوانينو نواقصو ته په پام سره موږ د هېواد لپاره يو جامع او په اسلامي اصولو ولاړ اساسي قانون اعلان كړى، د ژغورني ملي ميثاق كي مو دا وضاحت كړى چي: لومړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چي د دريو لورو له خوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅېړي او د هيواد د اساسي قانون په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي.
حقيقت دا دئ چي پر يوه جامع اساسي قانون باندي د ټولو افغاني لورو د توافق په صورت كي كولى شو د مخكنيو ترخو تجربو د تكرار مخه ونيسو. دا اساسي قانون بايد د افغان مؤمن ولس له دين، مذهب، فرهنگ او دود دستور سره برابر وي، نه غربي لنډغري ديموكراسۍ ته لار پرانېږي او نه د مذهب په نامه كومه فردي ديكتاتوري پر افغان ولس وتپي، د افغانانو آزادي او خپلواكي تضمين او په ټولني كي امنيت او عدالت تأمين كړي.
20. د ژغورني ملي ميثاق په مقابل كي تر اوسه بل لوري كومه بديل طرحه نه ده وړاندي كړې، موږ داسي انگېرو چي دا د بحران د سوله ييز حل او د اشغالگرانو د پتمن او عزتمن وتلو يوازنى او آخري چانس دئ، كه دا ئې له لاسه وركړ نو بيا به همغه څه كېږي چي د روسانو له وتلو وروسته وشول، د امريكايانو وتل به همغسي وي لكه د روسانو!! د كابل حكومت، فوځ، پوليس او چارواكي به ئې له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د كمونيست نجيب حكومت ورسره مخامخ شو.
21. د طالبانو له ځينو مشرانو سره خبري شوې، ځيني ئې زموږ له طرحي سره موافق دي، ځينو ئې محتاطانه غبرگون ښودلى، خو تر اوسه د دوى رسمي دريځ نه دئ څرگند شوى.
22. موږ نه غواړو چي د صليبي ځواكونو پر ځاى دي د كوم اسلامي هېواد فوځونه په افغانستان كي ځاى په ځاى شي، له ميثاق سره توافق د دې خبري ضرورت او اړتيا منتفي كوي.

حكمتيار
افغانستان
1/3/1389