نوی کال

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل
داسې ومرې چې ته خاندې او خلک ژاړي!
 
د ژوند شیبې تیریږي، ورځې بیګا شي، بیا سحر شي، په همدې ډول کلونه نوي کیږي؛پسرلي راشي، دوبي، مني او ژمي....

د هر کال دا څلور فصلونه د انسان د ژوندانه له پړاونو سره ورته والی لري.

وګړي له کوچینوالي تر زړښته په یو داسې ستونزمن بهیر کې واقع کیږي چې د دې بهیر ټول جزیات په مجموع کې د انسان په برخلیک ټاکنه کې ونډه لري.

نو د ژوند هره شیبه ډېره ارزښتناکه او قیمتي وګڼئ! له هلوـځلو او زیار سره د ښې راتلونکې په تمه و اوسئ!
که څه هم زمونږ په ګران هیواد کې د پردو غلامانو د کلونو راهیسې له افغانانو د ژوند خوند اخیستې؛ کله د راکټونو په ورولو او کله د ځانمرګو په کولو سره یې زمونږ ډیرې هیوادوال بې وخته له دې فصلونو او کلونو بې برخې کړي دي او ډېر نور یې سرګردانه او پریشانه کړي دي.

خو بیا هم د افغانستان زړه ور او میړنی ملت سره له دې ټولو ستونزو او کړاونو په خوښۍ د خپل ژوند د پر مخ وړلو هڅه او مبارزه کوي.

نو زه له خپلو هیوادوالو په ځانکړې توګه له ځوانانو دا هیله لرم چې؛ د ژوند دغه پيچلي پړاونه په پوره متانت، جصارت او پر لپسې ثمر لرونکو کارونو په کولو سره له پوره حوصلې او زغم سره تیرې کړي؛ او د روښانه راتلونکې په هیله او امید دې و اوسې.

ځکه زه فکر کوم که چیرته په ژوند کې ستونزې، ستخۍ او کړاونه نه وای نو په ژړا به نه پیلده،خو بریالي او نیک مرغه به هغه څوک وي چې؛د ژوند دغه شپې ورځې سهارونه ماښامونه،اخترونه او نوي کلونه له داسې ثمر لرونکو او ګټورو فعالیتونو سره تیرې کړي ترڅو له ځانه نېک او ښه نوم پریږدي؛ او نور خلک یې وستايي او ورپسې وژاړي د خفګان او ژړا وړ یې وګڼي او پخپله هم له آرم او راحت وجدان سره مرګ ته لبیک و وايي.

په همدې هیله !
نوی کال مو مبارک شه! هره ورځ مو بختوره شه!
حوصله، او نیک عملونه مو نور هم ډېر شه!