راځئ چې سره یو شوو!

مونږ ټول د ادم (ع) اولاد او د یوافغانستان اوسېدونکي یو؛ یعنې شکر مسلمانان او افغانان یوو.
مونږ افغانان د لوړ نوم او نښان لروونکی  با عظمته ملت یو.
 
 مونږپه کابل کې د وروستیو خونړیو، دردونکو ترهګریزو پيښو چې ډېرشهیدان او ټپیان یې لرل شاهدان یوو.
 پوهیږو چې ترهګر په بهر کې روزل شوي مزدوران دي دوی دې ته نه ګوري چې دا کس د کوم ټبر او د کومې ژبې ویوونکی دی، کوم و وژل شي او څوک نه؟
 
په هیوادوالو هرې  زړه بوږنوونکې خونړۍ پيښې ټول افغانان ویرجن او غمجن کړي دي او د بې وسۍ لپې اوښکې یې توې کړي دي.
 
وروستیو پيښو زه هم ډېره کړولې او ژړولې یم! له دردېدلو مېندو پلرونو، نهیلي کونډو او معصومو یتمیانو سره د غمرازۍ یوازینې وسیله زما اوښکې او کوکې دي.
 
په جمهوریت روغتون د وروستي برید د نا چارۍ، ویر او خفګان پر مهال مې زړه خوږ درد پیدا کړ، هیله منه او ډاډ منه شوم.
 
ما ولیدل چې د دهشت او وحشت په ترهېدلو شېبو کې ځيني ټپي هیواد وال د خپلو پرهرونو او وینو ته په بې پامې سره له نورو مسؤلینو سره یو ځای په منډه او بیړه د پيښې ټپيان لیږدوي دغو کسانو په دې وخت کې دا احساس نه و، چې کوم ټپي د کوم قوم او د کوم ځای دی کوم په غیږ کې پورته تر روغتونه ورسوم او کوم یو ونه رسوم؟
یو هم په دې فکر نه و چې زه پښتون، تاجیک یا هزاره یم نور څه کوم ؟!
دوی په دې سختو شېبو کې یوازې د انسانیت او افغانیت احساس درلود.
دوی پوهېدل چې د ورته بریدونو موخه د څوو ځوانانو، ماشومانو ښځو او پلرونو وژل نه دي؛ بلکې افغان وژنه یې هدف دی.
 
  له دې جوتیږي چې د کلونو راهیسې مونږ د افغانیت په تور په یو ډول او بل ډول وژل کیږو، نه د قوم، ژبې او سیمې په نوم.
 
نو راځئ !کرکه او نفرت له هغه چا نه وکړو چې؛ د قوم او ژبې په پلمه زمونر تر منځ نفاق اچوي،په دې توګه مونږ کمزوري کوي ترڅو په کلدارو او ډالرو تور مخي پلورل شوي غلامان خپلو ترهګریزو موخو ته ورسیږي.
 
ځوانانو! هغه تېروتنې چې ستاسو مشرانو او پلرونو کړي او هیواد یې له سیاسي او اقتصادي توفان سره مخ کړی؛ تاسې دا تېروتنې تکرار نه کړئ، هیواد مو نورویجاړ نه کړئ!
خپلې تګلارې ته بدلون ورکړئ! زما دوې سترګې شاهدې دي چې د دین، ژبې، قوم او سمت په نوم ښکیلتیا زمونږ ودان وطن وران کړ، د ښایستونو او رنګونو هیواد یې د باروتو په لوګو تک تور، بدرنګ او کنډواله کړ، روغ رمټ او خوشحاله هیواد وال یې رواني او سودايي کړل، نزاکت، پوهه، تعلیم، تربیه او پرمختګ یې د خاورو او خښتو لاندې خښ او ورک کړل او د غم داسې ټغر کې خور کړ چې اوس ټولیږي نه!
 
د کینو او نفرتونو پر ځای راځئ! لاسونه سره یو کړو! یو بل سره مینه او محبت وکړو! زمونږ یو والی د هیواد د ودانۍ  د هیواد والو د سوکالۍ لامل وګرځو.
 
 ځوانانو!  اوس نو پریکړه پر تاسې ده؛ غواړئ د هیواد د ابادۍ، سوکالۍ او ثبات لپاره کار وکړئ او که د ویجاړۍ لپاره ؟