
شنبه (خالي) ٥/٠٦/٢٠١٠
پېښور : د مهترلام بابا ادبي ټولنې اوونيزه غونډه د محمد عالم نويد په مشرۍ وشوه. دا مهال سفير الله ناشاد او صفي الله ثمر مشران مېلمانه وو. د سميع الحق علي خېل لخوا د قرآن عظيم الشان څو آيتونه ولوستل شول. د وياندويۍ چارې عبدالوهاب څاروان ترسره کړې. د تېرې غونډې گزارش نظيرالحق قريشي وړاندې کړى. صفي الله سنگين په نثري ليکنه (ښکلى نعمت) کره کتنه وشوه، چې گټورې خبرې پرې وشوې. په غونډه کې گڼو شاعرانو برخه اخيستې وه.