له دغه پنځو لارو کار واخلئ، سپين وېښتان مو په کم وخت کې تور کړئ

له دغه پنځو لارو کار واخلئ، سپين وېښتان مو په کم وخت کې تور کړئ
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د عمر په تېرېدو او زياتوالی سره په طعبي ډول سره د ږيرې او سر په وېښتانو کې سپين را پيدا کيږي. ډېر ځلې له وخت مخکې د ځوانانو او يا هم د پوخ عمر لرونکو کسانو په سر او ږېره کې سپين وېښتان پيدا کيږي. د دوی عمر په هغه حالت کې نه وي، چې بايد سپین وېښتان په کې پيدا شي، خو بيا هم د بېلا بيلو او ناڅرګنده لاملونو په اساس يې د ږېرې او سر وېښتان سپينيږي.

د وېښتانو سپينېدل مختلف لاملونه لري. بې ځايه تشويش او اندېښنې، ستړی کاري ژوند، په کورني ژوند کې تاوترخوالی، ډېره مطالعه او درس، په داسې صابون او شامپو سره د وېښتانو مېنځل، چې تېز او سخت تيزابي کيمياوي مواد ولري.

ځيني کسان د سپینو وېښتانو درلودل د ځان لپاره د شرم وړ بولي، دوی فکر کوي، چې د خپل اصلي عمر څخه لوې ښکاري او سپينو وېښتانو يې په ځوانۍ د بوډاتوب او يا زيات عمر پرده خپره کړې ده. که څه هم سپين او يا تور وېښتان کومه ناروغي او يا هم د شرم وړ خبره نه ده، خو د ټولنې، د کس د شخصيت او نورو ځانګړتياو په اساس يو شمېر کسان نه خوښوي، چې په ږيره او سر کې يې له وخت مخکې سپين وېښتان شتون ولري.

داسې هم شوي، چې يو کس د ژوند ډېر پسرلي تېر کړي دي، خو بيا هم هڅه کوي، چې خپل سپين وېښتان په يو ډول پټ او تور وساتي. دوی هڅه کوي، چې په کم شمېر سره سپین وېښتان وباسي، تور رنګ ورکړي او يا يې هم په نګرېزو باندې رنګ کړي.

مخکې له دې چې، په مشخص ډول په خپلې موضوع خبرې وکړو، غوره به وي، چې په علمي ډول سره له وخت مخکې او د عمر په زياتېدو سره د وېښتانو د سپينوالي راز باندې پوه شئ.

۱- له وخت مخکې د وېښتانو سپينېدل: لکه څه ډول مو چې وړاندې يادونه وکړه، په ځوانۍ او له وخت مخکې د وېښتانو د سپنوالی لامل، اندېښنې، ستونزې، روحي فشارونه، سخت کيمياوي صابون، شامپو او نور دی. دغه څيزونه کولی شي، چې له وخت وړاندې د هلک او جينۍ د وېښتانو د سپينوالي لامل شي.

۲- د عمر په تېرېدو سره د وېښتانو د سپينوالی لامل: د عمر په تېرېدو سره د انسان وجود ضعيف کيږي، هغه ډېری چارې چې په ماشتوب او ځوانۍ کې يې په پوره لېوالتيا او وړتيا سره تر سره کولی شوې، د بوډاتوب به حالت کې يې نه شي تر سره کولی، چې لامل يې د وجود ضعيف کېدل دي.

په همدې ډول، د عمر په تېرېدو او زياتوالي سره، وجود د ويټامين بي ۱۲، اوسپنې، پروټين، کلسيم، ويټامين ډي ۳ او يو شمېر نورو منرالي موادو له کمښت سره مخ کيږي، چې د يادو موادو کمښت د ويښتانو د سپين والي لامل کيږي.

په دې لېکنه هغه پنځه اسانه او په کور دننه لارې - چارې درته په ګوته کوو، چې له وخت مخکې سپين شوي وېښتانو ته درملنه او د وېښتانو له سپينوالی وړاندې وقايه کوونکې دي.

۱- د کوپرې (ناريال) غواړي: کوپره په ډېری سيمو کې پيدا کيږي. د ضروت په اندازه د کوپرې غواړي او د ليمو اوبه سره ګدې کړئ. په سپن شويو وېښتانو يې ووهئ. د يو څه وخت لپاره دغه جوړ شوی مخلوط سره پرېږدی. دا کړنه هره ورځ تر څو اونيو پورې تر سره کړئ. په پايله کې به مو سپين وېښتان تور او تور وېښتان به مو لا زياته ځلا پيډا کړي.

۲- تور چای: په تور چای سره د وېښتان مېنځل تر ډېره د خړو او سپېرو وېښتانو رنګ تازه او ځلاکوونکی کوي.
دوه ملي لېټره دم شوی تور چای را واخلئ. وروسته له دې په شامپو سره مو وېښتان ومېنځل نو دغه تور چای هم پرې ووهئ. تور چای په يوې بلې طريقې هم ګټه ورکولی شي. د تور چای پاڼې را واخلئ، جوش ورکړئ، بيا يې د ليمو له اوبو سره ګډې کړئ. د ۴۰ دقيقو لپاره يې په وېښتانو همداسې پرېږدئ. نو پايله به يې غوره وي.

۳- ويټامين بي ۱۲: هغه خواړه چې په ډېر شمېر ويټامين بي ۱۲ لري هغه وخورئ. پنير، الوچې، نارنج، مالټې، اوکاډو (يو ډول ميوه ده) او په لويه کې تازه ميوې او ترکارۍ د ويټامين بي درلودنکې دي.

۴- د غوا غواړي: د شپې د خوب په وخت کې ږېره او د سر وېښتان، خو په ځانګړي ډول سره د سر پوستکی د غوا په غواړيو غوړ کړئ. په يو کم وخت کې به يې پايله درته څرګنده شي او په مثت اغېز به يې پوهه شئ.

۵- د ليمو جوس او د بادامو غواړي: د بادامو غواړي له بازار څخه تر لاسه کړئ او بيا يې د ليمو له اوبو سره ګډ کړئ. د شپې له خوا د سر پوستکی او وېښتان پرې مساج کړئ. دغه کړنه د وېښتانو حجرې غښتلې کوي او د وېښتانو د سپين والي مخنيوی کوي.