مایکل ریچارډ پومپو - د امريکا د بهرنيو چارو نوی ټاکل شوی وزير

مایکل ریچارډ پومپو - د امريکا د بهرنيو چارو نوی ټاکل شوی وزير
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنۍ ژوند: مایکل ریچارډ پومپو د ډارټي زوی، په ۱۹۶۳ ز کال کې په امريکا زېږدلی او اوس مهال ۵۴ ماله عمر لري. مایکل ریچارډ پومپو له سوسن سره واده وکړ او يو زوی لري.

زده کړې: پومپو په ۱۹۸۲ ز کال د ښوونځي دورې زده کړې په کیلیفورنیا کې بشپړې کړې. په ۱۹۸۶ ز کال نوموړی د امريکا له پوځي اکاډمۍ څخه د لېسانس سند تر لاسه کړ. پومپو په ۱۹۹۴ ز کال د امريکا د هاورډ له حقوقي پوهنتون څخه د دوکتورا سند هم خپل کړ.

دندې: پومپو له ۱۹۹۸ څخه وروسته د تجارت او سوداګرۍ چارو ته مخه کړه، د سولانونس تایر په نوم يې يو لوی تجارت پيل کړ او تر ۲۰۰۶ ز کال پورې په سوداګرېزو چارو کې بوخت وو.

پومپو په ۲۰۱۰ ز کال کې د امريکا متحدو ايالتو د استازو جرګې ته نوماند شو او د ټاکنو په ګټلو سره د يادې جرګې غړی وټاکل شو.

نوموړی په ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کې په پر له پسېې ډول د امريکا متحدو ايالتو د استازو جرګې ته نوماند شو او د ټاکنو په ګټلو سر له ۲۰۱۰ څخه بيا تر ۲۰۱۶ پورې د يادې جرګې غړی وو.

په ۲۰۱۶ ز کال کې، چې کله دونالد ټرمپ د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو، نو پومپو يې د امريکا د مرکزي استخباراتو يا Central Intelligence Agency مشر وټاکلو. د ټرمپ لکه واکمنۍ څخه پيل بيا تر تېر دوه ورځو وړاندې پورې، پومپو د سي ای اې د مشر په توګه دنده تر سره کړه. د روان ز کال د مارچ په ۱۳ مه نېټه ولسمشر ټرمپ په خپل ټوېټر ولېکل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن له دندې ګوښه او پرځای يې د سي اې ای مشر مایکل ریچارډ پومپو د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه مقرر کړی دی.

مایکل ریچارډ پومپو اوس د امريکا متحدو ايالتو د بهرنۍ پالېسۍ او بهرني سياست مسووليت په غاړه لري. د ټرمپ په واکمنۍ کې د تېر په پرتله د امريکا متحدو ايالتو اړيکې له نړۍ د يو شمېر هېوادونو لکه روسيې، چين، شمالي کوريا، ايران او ترکيې سره خرابې شوي دي. همدا ډول د مایکل ریچارډ پومپو پر وړاندې د امريکا په بهرني سياست کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه، په افغانستان، عراق او سوريې کې د امريکايي پوځونو شتون يوه بله چاره ده.

رېکس ټېلرسن د خپل وزارت په دوره کې په پاکستان باندې د ترهګرۍ سره په جګړې د نه همکارۍ تورونه پوري کړل او په ياد هېواد يې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه مالي او پوځي مرستې وځنډولې.

له کله چې د پاکستان او امريکا اړېکې سره ترېنګلې شوې، نو روسيه او پاکستان په خپلو کې سره نېږدې شول. له افغانستان څخه پيل بيا تر عراق پورې د امريکا پوځي شتون او له پاکستان څخه شروع بيا تر روسيې، شمالي کوريا او ايران سره د امريکا سياسي اړېکې د مایکل ریچارډ پومپو پر وړاندې پرتې دندې دي.