اړينې خبرتياوې

اړينې خبرتياوې
روهي وېب پاڼه له ۲۰۰۶ ز کال راهيسې په خپلواک او ناپېيلي ډول سره خپرونې کوي او له معتبرو او دقيقو سرچپنو څخه خبرونه خپروي، د خپلې کړنلارې اړوند لاندې خبرتياوې خپروي.

۱- روهي وېب پاڼه د اسلام د مقدس دين، د هېواد د اساسي قانون او د بيان ازادۍ د اصولو مطابق خپرونې کوي. په هېڅ سياسي ډلې، حکومت او يا هم په کوم سياسي شخص پورې تړلې نه ده.

۲- روهې وېب پاڼه د هېواد، سيمې او نړۍ خبرونه د خپلو خبريالانو په مټ له معتبرو او موثقو سرچينو څخه تر لاسه کې کوي، په هېڅ خبر کې د روهي وېب پاڼې نظر شتون نه لري، يوازې خبر تر لوستوونکو رسوي.

۳- په روهې وېب پاڼه کې هر لېکنه او ژباړه د لېکوال او ژباړن نظرونه دي. په همدې اساس له هرې لېکنې سره د لېکوال او ژباړن نوم ذکر کيږي. د هر لېکنې منفي او مثبت اړخ هم، په مکمل ډول په لېکوال او ژباړن پورې اړه لري او مسووليت يې دوی په غاړه اخلي.

۴- د روهي وېب پاڼې د څښتن، مسوول مدير او نورو کارکوونکو ليکنې د دوی شخصي نظرونه دي. په هېڅ ډول سره د روهي وېب پاڼې د ادارې د نظر څرګندونه نه کوي. په وظيفوي ډول د روهي وېب پاڼې د کارکوونکو ليدلوري د يادې وېب پاڼې د ادارې لېدلوري نه شي کېدای.

۵- روهي وېب پاڼه د خپلې کړنلارې مطابق، په خپلې فېسبوک پاڼې يوازې د خبر او لېکنې سرليک (عنوان) او لېنک نشر کوي، مکمل مطلب په روهي وېب پاڼه کې موندلی او لوستلی شئ.

۶- روهي وېب پاڼه د ټولو خپلو لوستوونکو نظرونو او لېدلوريو ته درناوی لري، خو په جدي ډول سره غوښتنه کوي، چې په کمېنټ کې د ښکنځلو، سپکوي، توهين او بدو الفاظو له لېکلو څخه يې بايد لوستوونکي په کلکه ډډه وکړي، د خلاف په صورت کې د روهي وېب د اصولو مطابق له پاڼې څخه شړل کيږي.

په درنښت
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن