د فېسبوک بنسټګر مارک الیوت زکربرګ

د فېسبوک بنسټګر مارک الیوت زکربرګ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنی ژوند: مارک الیوت زکربرګ د (کرېن) او (اېډورډ زکربرګ) زوی دی، چې په ۱۹۸۴ ز کال کې د نيويارک په وايټ پېلنس کې زېږدلی دی. مارک الیوت زکربرګ درې خوندي لري او دی يې يوازينی ورور دی. نوموړي په ۲۰۱۲ ز کال کې له (پرېسلا چن) سره واده وکړ او اوس دوه ماشومان لري.

زده کړې: مارک الیوت زکربرګ د ښوونځۍ دورې زده کړې په ارډ سېلي نومي ښوونځي کې پيل کړې او وروسته بيا د فېلېپس اېګزرفير اګاډمي په نوم خصوصی ښوونځي ته تبديل شو. د ښوونځۍ په منځنۍ دوره کې مارک الیوت زکربرګ په رياضي، ستوري پېژندنه او فزيک کې جايزه تر لاسه کړه او په يادو مضمونونو کې يې ځانګړی استعداد درلود.

نوموړي همدا ډول د ښوونځۍ په منځنۍ دوره کې د پوستغاليو (سافټ وېر) او نورو کمپيوټري پرګرامونو ليکل او جوړول پيل کړل. مارک الیوت زکربرګ د ښوونځي له دورې څخه بيا تر ۲۰۰۴ ز کال پورې په لسګونه کمپيوټري پروګرامونه، د ماشومانو لپاره ګېمونه، کاري او علمي سافټوېرونه جوړل کړل.

مارک الیوت زکربرګ او فېسبوک: په ۲۰۰۴ کال کې مارک الیوت زکربرګ د امريکا د هارډوارډ پوهنتون محصل وو. نوموړي له خپلو دوو نورو ملګرو (ادواردو ساورین) او (اندرو مک کالوم) سره يوځای د فېبرورۍ په څلورمه نېټه د فېسبوک په نوم سره يوه وېب پاڼه جوړه کړه. فېسبوک په لومړيو کې د هاروارډ پوهنتون په دننه او همدا ډول له نېږدې نورو پوهنتونونو سره د وصل ټکی وو.

وروسته مارک او ورسره ملګرو يې، فېسبوک د هاروارډ پوهنتون څخه بهر او په کليفورنيا کې يې ورته يو دفتر پرانېستلو. که څه هم د فېسبوک له بنسټ اېښودنکو څخه د مارک ترڅنګ (ادواردو ساورین) او (اندرو مک کالوم) هم شمېرل کيږي، خو په وروستيو کې مارک د فېسبوک ملکيت په ځان پورې وتړلو او ټولې لاس ته روړانې او مالي عوايد يې خپل کړل.

مارک الیوت زکربرګ وکولی شول، چې د فېسبوک په وسيله نړيوال شهرت، له سياسيونو سره غښتلې اړيکې او په مېلېارده ډالر پانګه تر لاسه کړي. د ۲۰۱۷ ز کال د شمېرنې له مخې مارک الیوت زکربرګ ۷۰ مېلېارده امريکايي ډالر پانګه درلودله او د نړۍ تر ټولو شتمن شپږم کس شمېرل شوی وو.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې، له فېسبوک څخه په مېلېونه کسانو خپل حسابونه لېرې کړل او مارک الیوت زکربرګ ته يې هم په مېلېونه ډالر زيان ورکړ. په اوس وخت کې د مارک الیوت زکربرګ تر مشرۍ لاندې فېسبوک د باور او اعتماد له ستونزو سره مخ دی او شونتيا شته، چې که پر وړاندې جدي ګامونه وانه خېستل شي، نو دغه ټولنيزه او مشهوره رسنۍ به له بدو پايلو سره مخ کړي.