د پښتنو د پاڅون مشر منظور احمد پښتين څوګ دی؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند: منظور پښتين د عبدلودود محسود زوی، په ۱۹۹۲ ز کال کې د سويلي وزيرستان په مولا خان سراې نومي يو کوچني کلي کې زېږدلی دی. پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري، تېر کال يې واده کړی او د خپلې کورنۍ مشر اولاد دی. نوموړی د محسود قوم په شمن خيلو څانګې پورې تړی دی. د منظور پښتين پلار په مولا خان سراې کې د کلي په يو ښوونځي کې ښوونکی دی او په متوسط ډول سره کورنۍ اقتصاد لري.
زده کړې: منظور پښتين د ښوونځۍ دورې لومړنۍ زده کړې د کلي په ښوونځي کې بشپړې کړې دي. د پوهنتون د لېسانس سند يې په ديره اسماعيل خان کې له ګومل پوهنتون څخه د څارويو په طابات کې تر لاسه کړی دی.
دندې: په ۲۰۱۴ ز کال کې، منظور پښتين د ناامنيو له امله له خپلې کورنۍ سره يوځای له خپل ټاټوبۍ څخه ديره اسماعيل خان ته په ګډوالۍ اړه شوو. نوموړي د ژوند د ځوانۍ په دوره کې ناخوالې تجربه کړې او په همدې اساس يې په ۲۰۱۴ ز کال کې د محسود د ساتنې په نوم يو غورځنګ رامنځ ته کړ.
د منظور پښتين ياد سياسي او ټولنيز خوځښت کړنې او هڅې دا وې، چې په وزيرستان کې بايد د ځمکې لاندې ټول فرش کړی شوی بمونه له منځه يوړل شي او په ځانګړې ډول سره د محسود قوم د ځوانانو د وژلو لړۍ چې په بېلابيلو نومونو باندې روانه وه، له منځه يوړل شي.
منظور پښتن د پوهنتون د زده کړو په دوره کې هم، د قابيلي زده کونکو د ټولنې يا ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او په هغه وخت کې يې هم سياسي او ټولنيز فعاليتونه تر سره کول.
منظور پښتين له مطالعې او زده کړو سره مينه لري او د وزيرستان د حالتو، بشري حقوق او د خلکو په ژوند يې يو ۱۴۰۰ پاڼې کتاب هم لېکلی، چې تر اوسه چاپ شوی نه دی. نوموړي له خپل ټابوبي څخه ديره اسماعيل خان ته د ګډوالۍ په اړه يوه داسې خاطر ليکي، "کله مو چې له وزيرستان څخه ديره اسماعيل خان ته کډه کوله، نو زما پلار مې په ډېر شمېر سره کتابونه لري، چې په اړه اندېښنه درلودله. پلار مې راته وويل، چې د بل هرڅه په پرتله زما د کتابونو ډېر فکر ساته، خو هر کله چې خپل کور ته بېرته راستانه شولو، نو نه کور پاتې او نه هم زما د پلار کتابونه؛ کور وران شوی وو او کتابونه سوځېدلې وو."
که څه هم منظور پښتين د پوهنتون دورې د زده کړو له وخت څخه سياسي او مدني فعاليتونه تر سره کول، خو د روان زېږديز کال په لومړيو کې د پښتون ځوان نقيب الله محسود له وژل کېدو وروسته، منظور پښتين د د پښتنو د تحفظ په نوم يو حرکت پيل کړی، چې مېلېونه پښتنو مشرانو، ځوانانو او ښځو په کې برخه واخېستله. د پښتنو دغه لاريون تر اسلام اباد پرې ورسېد، د پاکستان له حکومت څخه يې د نقيب الله محسود د وژل کېدو په اړه عدالت، د پښتنو په سيمو کې د پاکستان د حکومت او پوځ له خوا د جګړې، وژنو، نېونو، ماينونو د اېښودلو او د پښتنو پر وړاندې يې د نورو توپيري چلندونو د پای غوښتنه کوله.
منظور پښتين په اوس وخت کې د رسنيو او سياسي ناستو د بحث وړ کس دی او په کم وخت کې يې په ډېر شمېر سره ملاتړي او لارويان پيدا کړي دي. نوموړي په خپل مدني او سياسي فعاليت کې د نه تاوترېخوالی د سلار پاچاخان په قدم او ايډيالوژۍ روان کس دی او له همدې لارې غواړي، چې په پښتونخوا کې د پښتونو پر وړاندې د روان تبيض، توپير، ظلم، وژنې او تعصبي چلند مخنیوی وکړي.
نوموړي په دې ورستيو کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د مبارزې پر لارې يې ډېرې ستونزې شتون لري، د مرګ له ګوښونو نيولي بيا تر زندانو او نورو پورې. خو دا هر څخه ورته بې اغېزې دي. پښتين وايي، چې له دې وړاندې هم وژل شوي، هم زورول شوي، هم بنديان شوي، هم کډوال شوي او هم يې کورونه وران شوي دي. نو اوس هم ورته ګواښونه او خنډونه د ويرې وړ نه دي، بلکې وړاندې تګ کوي او په پښتون ولس د ظلم او زياتي روان حالت ته به پای او حل پيدا کړي.
وروستي