ولسي اذهان له تیارو را وتونکي دي

په ولس کې په جديت سره بدلون راغلی دی او د ډيرو قضاياتوو په اړه په پټه خولو قضاوت نهکوي، ولسونه چې له هرې پيښې سره مخ کيږي تر قضاوت مخکې يي په اړه فکر کوي همدا لامل دی چې نيږدې د څو هیوادونو استخبارات د ډيرو اجنټانو او اجيرو مليشو سره سره نه بريالي کيږي څو خپلو شومو موخو ته ورسيږي.

طالبان په اوس وخت کې د ایران او پاکستان په خاطرتپل شوې جګړه پرمخ وړي دا چې په سویل او لويديځ کې له ایران او پاکستان سره په صفري سیمو او سرحدي ولایتونو کې ولې دجګړې اور ډیر تود شوی دی ملت په دې ډير ښه پوهيږي چې ددې وحشت تر شاه ایران او پاکستان لاس لري او نه غواړي افغان ولس هوسا او بسیا شي.

مهمه داده چې ولس ولې بدلون وکړ؟
ددې پوښتنې ځواب آسانه ځکه نه دی چې پوره سل کاله د انګریز له ښکيلاک را وروسته د پاکستان له جوړیدو سره سم موږ تل د نورو د تپل شوې جګړې ښکار شوي يو، دا چې روسان راغلل موږ يي په مقابل کې ودریدو دا زموږ حق وو ځکه روسانو يرغل کړی وو خو دا چې پرون پاکستان روسان دښمنان او امریکايان يي دوستان بلل دا خبره شونې ده برنۍ پوښتنه يو څه ځواب کړي.

همداسې که ولاړ شئ په ۱۹۱۹ کال کې د غازي امان الله خان له لوري د ازادۍ تر اخیستو وروسته د بغدادي پيرانو او انګريز جاسوسانو پر کړنو لنډ نظر واچوئ بیا هم پوهيږئ چې ددې وطن د بربادۍ لپاره د وخت ښکيلاک ګرو له هر چل او تکتيک څخه کار اخیستی دی خو دا چې ياد چلونه بريآلي نه وو د پاکستان له ايجاد سره سم د کفري نړۍ ډير تمرکز پر دې شو څو افغان ولس په خپل منځ کې په داسې شان بوخت وساتي چې دوی ډير وخت پوی نشي.

انګریزانو هوښياري وکړه یو لوري ته يي د ډيورنډ فرضي کرښه موږ ته په میراث پريښوده او بل لوري ته يي د دریو ملتونو« پښتنو، بلوڅو، سيندیانو» له وجوده د جوړ شوي پاکستان د دفاع لپاره په هندوستان کې د ديوبند مدرسه را منځ ته کړه او ددې مدرسې وړې وړې څانګې په قبايلي سیمو کې پرانیستل شوې او همدا مدرسې وې چې نني طالب، داعش، حقاني شبکې، لشکر طيبې، لشکر جنګوي او ډيرو نورو ډلو ته په سرباز ګیرۍ او فتوا ورکړې لګيا دي.

د طالبانو راتګ او په افغانستان کې د پاکستان د لاسپوڅي نظام رامنځ ته کيدل هم ددې وطن د بربادۍ بله پروژه وه چې پلې شوه، هغه وخت چې طالبان راغلل ددې وطن حالت ډير نازک وو، تنظيمي جګړې وې، وحشتونه وو، کور په کور بدۍ وې، پاټک سالاري او د وسلې په زور راج چلول ډير شوي وو نو ځکه خو ولس د تفکيک او تدقیق پر ځای ښه راغلاست ورته ووایه خو کرار کرار ولس پوی شو چې د طالب په جامو کې په دې وطن کې په بربادیو او د تاريخي سیمو په ورانولو کې د پاکستاني پوځ کرنيلان او د آی اس آی افسران لاس لري له همدې امله وو چې د دې هیواد لس سلنه پاتې خاوره طالب ونشوی نیولی او د سپټمبر تر پيښې وروسته طالبان ځکه په يوه شپه کې له ټول افغانستان څخه په تيښته شول چې په دې ولس کې يي ځای نه درلود او که يي رښتيا په ولس کې ځای لرلی لږ تر لږه له امریکا سره د طالبانو جګړې به یو کال اخیستی وی.

اوس بیا د جګړې بڼه بدله شوې که په پاکستان کې طالبانو ته روزنيز مراکز او مدرسې په واک کې ورکول شوي دي، شنه کارتونه لري، کورونه، کرايه،درملنه او معاشات يي هلته اجرا کیږي بل لوري ته پرونی دښمن روس دوست شوی دی، له طالبانو سره شرمونکی تړون د حقانيي په هغې مدرسې کې وشو چې پرون له همدې مدرسې د روسانو پر ضد د جهاد فتوا ورکول شوې وه، همداسې بل شرم بیا دا وو چې روسانو له طالبانو د ملاتړ په خاطر په پيښور کې کونسلګري پرانیسته او ایران بیا په زاهدان کې ورته دفتر ورکړ چې د ملاشرين په نوم يو کس يي مشر دی او په فراه او نيمروز کې په وروستیو کې د نښتې بل شوی اور د ایران په پيسو او وسلو باندې تازه شوی دی.

ایران غواړي په لويديځ او سويل کې د اوبو د مدیريت مخه ونیسي، سیاسی او اقتصادي یرغل جاري وساتي او تر ټولو خطرناکه خبره داده چې دا ظالم او جابر هیواد غواړي افغاني کلتور هم محوه کړي او پر ځای يي ایرانی کلتور دود کړي چې ځينې رسنيزې بیلګې يي په کابل او لويو ښارونو کې هم شته دي.

د افغانستان په قضاياوو کې د پاکستان او ایران استخبارات لاس لري، پاکستان د ترهګرو د تولید د مرکز په توګه طالبان په روسان او ایران پلوري،دا چې داعش ولې په افغانستان کې ځينې غټوي يا ورته بازار موندنه کوي په دې کار کې پاکستان لاس لري او د ایران وارخطايي هم دومره جدي نه ده بلکه غواړي له تهران لرې د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي سړه جګړه جاري وساتي او د فاطميون په نوم شل زره کسيز غلامې مليشې هم د طالبانو په منځ کې ځای پر ځای کړي.

په ختيځ کې بیا د پاکستان راکټي بريدونه ددې لپاره دي چې دا سيمې باثباته نشي ځکه پخوا لا د کونړ سيند د مديريت تخنيکي څيړنې شوي دي او که چیرته يادې تخنيکي څيړنې د عمل ډګر ته را و وزي نه يوازې قبايلي سيمې به ترې متاثرې شي بلکه ددې تاثر تاو به پنجاب هم وسوځوي ځکه چې پنجاب پښتون ميشتو سیمو ته پاملرنه نه کوي او که افغانستان ورته پاملرنه کوي نو دا په ښکاره ددې ښودنه کوي چې پر مقبوضه پښتونخوا شوی ظلم نور باید پای ته ورسيږي.

ولس ته په دې حساس پړاو کې په کار دي چې حالات په داسې شان سره مديریت کړي چې پنجاب، ایران او روسيه د تاريخ تکرار او غچ اخیستنې ته زمينه مساعده نه کړي بلکه د وروستي ځل لپاره د سيمې ټول متخاصم قوتونه او د دوی اجيرې مليشې ماتې شي او افغانستان د هوساينې او بساينې په لور ګام واخلي.