د کابل ښار چاپیریال تدریجې مرګ دی

کابل چې ګڼ میشتی ښار دی د چاپيریال پاکوالی پکې اسانه کار نه دی، هو، که خلک همکاري وکړي، نسبي پاکیدلی او پاک ساتل کیدلی شي.

افغانستان کې یوه ستره ټولنیزه ستونزه چې له کلونو راهسې راپاتې ده، هغه دا چې خلک خپل مسوولیت نه پيژني.

تاسو وګورئ، خلک به کثافات راوړي، د خځل دانۍ پر ځآی به یې سړک باندې واچوي، خو بیا ښاروالي او یا نور دولتي ارګانونه ملامت کوي چې پاکوالي لپاره کار نه کوي، خو خلکو ته خپل ځآن نه ښکاري.

د ښاروالۍ یا نورو دولتي ارګانونو مسوولیت به وي، خو په دې برخه کې د خلکو مسوولیت څه دی، لږ ترلږه خپل مسوولیت خو باید وپيژني، چې کثافات ټاکل شوي ځای ته ورسوي، له هغې ځایه به یې ښاروالي لیرې کړي.

همداسې د ککړ چاپيریال موضوع هم د ښاریانو پور اړوند ده، د پاک چاپيریال لپاره کابل ښار کې سرسبزه ساحې نشته چې د چاپيریال پاکوالي کې رول لري.

تاسو وګورئ، هر کور په یوه او دوه اطاقونو کې بخارۍ لګولې ده، هر کور بیا بې کیفیته توکي چې چاپيریال ککړوي، د خونو د تودولو لپاره کاروي.

د ډبرو سکاره چې نسبت لرګیو ته ارزانه او ګرمولو کې زیات موثر دي، خلک یې سوځوي، خو ستر زیان ته نه ګوري چې د ډبرو سکاره چاپيریال څومره ککړوي او څومره ناروغي رامنځ ته کوي.

هو، مسوولې ادارې به د مرکز ګرمیو مخه ونیسي چې یا سون توکي باکیفیته کړي او یا ورته فلټرې ولګوي.

خو مسوولې ادارې خو د هر کور دروازه نه شي ټکولی چې تاسو پلاستیک، ربړ او د ډبرو سکاره مه سوځوئ، دا خو ناممکن ده چې هر کور دې تر مدیریت لاندې ونیول شي او هغوی باندې دې په زور او جبر باندې باکیفیته سون توکي وسوځوي.

دلته  د خلکو  مسوولیت جوړیږي چې څنګه کولی شي، خپل ځان او نور ښاریان وژغوري او له تدریجي مرګ یې راوګرځوي.

ښاریان به د درې میاشتې ژمي ساړه ښه تیر کړي او خونې به ګرمي وساتي، خو راتلونکی یې ځآن لپاره مرګ رانږدي کړ چې د ککړ چاپيریال له کبله منځ ته راځی.