زه څومره ملامت یم ؟!

دروند او خشن غږ پورته شي، څو ثانیه وروسته توره لوخړه د آسمان خوندور شین رنګ پټ کړي. په سرکونو او لارو د وینو سېلابونه راشي او ډېر تنکي ځوانان او ماشومان، سپین ږیري او تور سرې د ژوندون له قیده خلاص کړي. څو ساعته وروسته د شهیدانو او ټپیانو نا کره شمېر خپور کړي او کیسه همدلته ختمه شي. دښمن ورته د جهاد مبارک او سپېڅلی نوم ورکړي او چارواکي یې د خپلو مېزو تر شا وغندي، ځینې د یو څو ورځو لپاره په رسنیو کې ځان غمجن څرګندوي. حال دا چې په غندنو او خواخوږۍ ښودلو دا د وحشت لړۍ ته د پای ټکی نشی اېښودلای. پوښتنه راته پیدا کیږي چې تر کله به په داسې بې رحمۍ مرو؟ تر کله به زمونږ په قتل انسانان د حورو وصل لټوي؟ آیا مونږ انسانان نه یو؟ آیا مونږ د ژوند کولو حق نلرو؟

که د روانو نا خوالو د حل لارې په لټه کې شو نو ډېر خلک زړه نه ښه کوي او د روانې کرغیڼې لوبې ننداره کوي. ښایي علت یې په حکومتي جوړښت کې روانه مغلقه سیاسي لوبه وي چې دوی یې په سر او بر بوی هم نه وړي! مونږ تر کومې کچې په روان وضعیت کې ملامت یو؟ او بالاخره حل لاره څه ده؟

ما په تېرو څو لیکنو کې یو واحد اصل د حل لارې په توګه څرګند کړی دی او هغه یو بنسټیز اندودیز اوښتون (بنیادي فکري انقلاب) دی. افغانستان اوس په داسې حالت کې دی چې تر ډېره ځوان کول باندې تکیه کولای شي. د ځوان نسل فکري استقلالیت ته باید ډېر کار وشي. په لومړي سر کې د ځوانانو د پوهاوۍ کچه باید لوړه شي چې د دې کار لپاره د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو جوړښت ته ډېره اړتیا لیدل کیږي. لږ پام وکړئ! دښمن مو تل ښوونځۍ سوځولې ده او ښځینه یې د علم له حصول نه منع کړې دي، چې په دواړو حالاتو کې د ټولنې تعلیمي کچه ډېره لوړېدلای شي. څه ښه یوه معقوله ده (تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي). نو سیالان مو نغواړي چې مونږ یې سیال شو او بیا په سیالۍ کې ماتې ورکړو !

تعلیم د فکري انقلاب لومړی ګام دی، ځینې نور فرعي موارد دي چې په یو سراسري فکري انقلاب کې ښه رول لوبولای شي:

۱.. د ټولنې په ټولو وګړو کې دا احساس را وپنځول شي چې ځان د یوه واحد ملت وګڼي او یو بل ته د ورورولۍ په سترګه وګوري (چې دا کار ډېر وخت نیسي او د عامه پوهاوي لپاره یو غښتلی ځواک غواړي). کله چې یوه ټولنه په خپل منځ کې داسې یو ملي او مشترک حس وویني، نو د ملګري او دښمن توپیر ته لاره هواریږي او ډېر ژر ټولنه د ظلم او وحشت له زؤلنو نه خلاصیږي. دا چې ځان یوه واحد ملت ته منسوب کړو نو دا زما او ستا وجیبه ده چې په خپل کاري چاپېریال کې خلک یووالي ته وهڅوو او په دوی کې د ملتولۍ حس را پیدا او یا تخلیق کړو. آیا تر اوسه مو دا هڅه کړی؟ نو دلته زه او ته ملامت یو!

۲.. د وګړو فکر باید د حزبي، سمتي او قومي انحصار نه خلاص شي. زمونږ ډېری ځوانانو په خپلو سیاسي اندونو کې داسې کسان د الګو په شکل تراشلي دي چې د افغانستان په تاریخ کې پرته له جګړې او جنګسالارۍ بله کارنامه نلري. پښتون ځانته رهبر او الګو لري، تاجک هم بېل رهبر او زعیم لري، هزاره هم ځان تر نورو ټیټ نه بولي او ځانته الګو او اندیال لري او نور قومونه هم په همدې توګه لیډران او مشران لري. مونږ تر اوسه په دې نیو توانېدلي چې یو واحد شخصیت د ملي الګو او اندیال په توګه ټولنې ته معرفي کړو. د روانې بې اتفاقۍ یو مهم علت همدا دی. مونږ ته پکار ده چې په خپلو فکرونو کې داسې کسان اندیال کړو چې ملي ګټو ته ژمن وي او د ټولنې خیر او صلاح یې په لومړیټوبونو کې وي. آیا تر اوسه مو ځانته داسې یو اندیال او الګو ټاکلی؟ دلته یو ځل بیا ملامت یو.
۳.. حق ته به حق وایو او باطل به باطل ګڼو. په ورځنیو چارو کې د ناغیړۍ او فساد قضیه بې شمېره تر سترګو کیږي، خو دلته افغانان بیا هم د قومي زاویې نه لیدلوری لري. که په فساد کې ښکېل چارواکی یا وګړی زما د قوم وي نو د ملامتیا ځنځیر یې په غاړه نه وراچوم او که د بل قوم او سمت وي نو اعدام ورته غواړم؟! دا جمله د هغو خلکو په فکرونو کې راڅرخي چې د منطق ضریب یې صفر وي...! تر څو چې غداري او خیانت په پوره بې پلوۍ نقد نشي او د شریعت په چوکاټ کې په مجرمینو حد جاري نشي نو ټولنه به همداسې قتلیږي او همداسې به د ظلم په تیارو کې شپې سبا کوي. پیل له خپله ځانه وکړئ او هر جنایت ته قومي یا حزبي لیدلوری مه ټاکئ او دا هڅه وکړئ چې د هغو خلکو اندونو بدل کړو چې په ورځني ژوند کې ورسره ناسته ولاړه لرو. آیا تر اوسه داسې اقدام کړی؟ آیا مونږ قومي لیدلوری لرو؟ آیا مونږ حق او باطل پیژندلي؟ دلته زه او ته بیا ملامت یو!
 
ټولنه په ما او تا ودانه ده؛ زما او ستا شتون د ټولنې شتون دی او زما او ستا نشتون د ټولنې نشتون دی. که چېرې زه او ته په خپل ځان کې بدلون راولو نو بې له شکه چې د ټولنې یوه ډېره وړه فیصدۍ بدلون کړی. زما او ستا د بدلون په سبب کېدایشي وګړي متاثره شي او زما او ستا په څېر دوی هم بدل شي. وطنداره! راځه خپل فکري استقلالیت وساتو او ځان په یوه چهاردېوالۍ کې وګڼو. راځه (زه) او (ته) پرېږدو او (مونږ) په خپلو فکرونو کې راوڅرخوو. وطنداره! راځه تعصبي وسوسې بله فکرونو لرې وساتو او ځان اجنبي ونه ګڼو. وطنداره! لږ فکر وکړه، دا د جنت په شان وطن په خپل لاس په دوزخ مه بدلوه.
د یوه آباد او سوکاله افغانستان په هیله