مشروعیت, حاکمیت او واک - د ښې حکومتوالۍ درې اړین ټکي

په اوسنۍ نړۍ کې حکومتوالي او ټولنیز اقتدار په ټولنو کې په یو مهم اصل بدل
شوی. د داسې ټولنې لټون چې حکومت او رهبریت ونه لري یو ستونزمن کار دی. په
ټولنو کې وګړي د خپلمنځي نظم او پایښت لپاره اړ دي تر څو حکومتونه جوړ کړي.
حکومتونه په بېلابېلو لارو چارو جوړیږي، ځینې د وګړو په خوښه منځ ته راځي چې د
خپلواکو او پټو ټاکنو حکومتوي جوړښتونه یې ښه بېلګه ده، ځینې بیا د تورې او
ټوپک په زور حکومتوالي کوي او داسې نور... هغه مسأله چې د ډېرو پولېټیکل
ساینټسټآنو اندونه يې ځانته را اړولې دا ده چې د ښې حکومتوالۍ لپاره معیار په
کومو ټکو کې نغښتی؟

مشروعیت، حاکمیت او واک هغه درې اړین ټکي دي چې د حکومتوالۍ او رهبرۍ یو ښه
انځور مونږ ته را ښيي. د هر عنصر شتون په حکومتوالۍ کې اړین دی او یوازې په
یوه عنصر مختګ ناشونی ده.

مشروعیت:
دا اصطلاح د منځنیو پړیو راهيسې په دېره پراخه معنی د حکومتوالۍ په چوکاټ کې
کارول کیږي. مشروعیت یو فکري پدیده ده چې د خلکو په اندونو کې د حکومت سلطه ته
د پوره حق جامه وراغوندي. پدې معنی چې خلک دا فکر وکړي چې حکومت د حکومتوالۍ
پوره حق لري او مونږ د حکومت پر وړاندې د تابعدارۍ مسؤولیت لرو. د هر دیموکرات
او دکتاتور حکومت را هیله ده چې د خلکو په وړاندې ومنل شي او د خلکو طرزالفکر
د خپلو ګټو پر وړاندې بدل ګړي. په لنډو ټکو د مشروعیت تعریف دا ډول کولای شو:
د خلکو په ذهنونو کې د منل شوی حکومت انځور ته د حکومت مشروعیت وایي. د
مشروعیت معیار او مقیاس په ساده توګه د نظامي جوړښت په ډېرښت او یا کمښت پورې
تړاو لري. د بیلګې په توګه ډنمارک او ناروې د کمو پوځي سرتېرو له اړخه حکومت
ډېر مشروعیت لري، ځکه چې حکومت د تهدید او زورواکۍ کومه نښه نه ویني. بل طرف
ته عراق او شمالي کوریا د ډېرو پوځي سرتېرو د لرلو له اړخه په پوره توګه
مشروعیت نلري، دا ځکه چې حکومت تهدید محسوسوي او د اجبار کار اخیستې ته اړتیا
ویني.

د مشروعیت نشون بېلابېلی سیاسی، ټولنیزې، او اخلاقي ستونزې جوړولای شي. که
چېرې یو حکومت پوره مشروعیت ونه لري نو خلک به مالیاتو د تادیه لپاره زړه نه
ښه کوي او د عمومي نافرمانۍ ګواښونه لیدل کیږي. د مشروعیت په نشتون کې حکومتي
جوړښتونه به ډېر ژر له منځه ځي او د خلکو باور د حکومت پر وړاندې کمیږي.
د مشروعیت اړوند مهمه موضوع دا ده چې څنګه یو حکومت کولای شي چې په خلکو کې
مشروعیت ومومي؟ په ډېره ابتدايي سطحه کې، د امنیت تأمین ډېره اغېزه لري. که
چېرې وګړي ځانونه مصؤن احساس کړي، د دوی په اندونو کې به د حکومت پر وړاندې یو
باور منځته راشي. اقتصادي تګلارې او پروژې چې د هغو په واسطه د خلکو د ژوند
سطحه لوړه شي هم کولای شي چې حکومت ته په لویه پیمانه مشروعیت ورکړي. بل خوا
حکومتي ساختار او جوړښت، چې په هغې کې خلک خپل ځانونه د استازو په وسیله په
حکومت کې سهیم وبولي، کولای شی چې حکومت ته مشروعیت وروبښي.

حاکمیت:
حاکمیت د پولیټیکل ساینس یوه اړینه سرلیکه بلل کیږي. پخوا د حاکمیت کلمه
قبیلوی او سلطنتي حکومتونه ته منسوبه وه خو اوس محال حاکمیت د یوه حکومت پر
یوه معینه او مشخصه ځمکه د واک په معنی ده. دولتونه خپل سرحدونه تر کنټرول
راولي او پوځ روزي تر څو د بهرني یرغلګرو پر وړاندې غبرګړون وښایي، حکومتونه د
خپلې یوې لوېشتې خاورې نه ساتنه کوي او د خلکو غبرګون د حکومت د پرېکړو پر
وړاندې کنټرولوي. همدغې لارې چارې د پوره حاکمیت د جوړولو لپاره ترسره کیږي.
په لنډو ټکو ویلای شو چې د دولت په یوه معلومه ځمکه او وګړو د واک لړۍ ته
حاکمیت وایي. حاکمیت او مشروعیت تر ډېره یو بل سره نږدې اړیکې لري، یعنې د
مشروعیت نشتون د حاکمیت نشتون او د حاکمیت نشتون د مشروعیت نشتون زیږوي.
حکومتونه د پوره حاکمیت د درلودلو لپاره د خلکو پوره باور ته اړتیا لري. د
وګړو ونډه د دولت د حاکمیت د ټینګولو لپاره ډېره اړینه لیدل کیږي ځکه چې د
دولت د حاکمیت مهم عناصر د ټولنې وګړي دي.
حاکمیت یوه اکتسابي پدیده ده، یعنې دولتونه اړ دي چې د حکومتوالۍ اړین اړخ په
هر قیمت چې وي تر لاسه یې کړي. ښې بېلګې یې عراق، چیچینیا او فلسطین دي.

واک:
په ټوله کې واک د یوه رهبر او سیاستوال هغه سایکولوجیک توانېدل دي، چې د هغې
په واسطه خلک د خپل ځان تابع ګرځوي. د واک درلودل په دې اړه لري چې یو رهبر په
کوم مقام کې دی او څومره صلاحیت لري. دا الزامي نده چې د ټولنې ټول وګړي د
رهبر او ولسمشر تابعداري وکړي، مګر د حکومتوالۍ فطري ذات داسې دی چې د ټولنې
ډېری وګړي به د ولسمشر او رهبر پوره تابعداري ساتي. دا تابعداري هغه وخت
رامنځته کیږي چې خلک د ولسمشرۍ مقام ته په پوره مشروعیت سره وګوري.
واک خپل ډولونه لري چې د حکومتي جوړښت پورې اړه لري. د بېلګې په طور په
دموکراتیک او جمهوري دولتونو کې واک د خلکو او وګړو نه د ټاکنو په واسطه رهبر
او ولسمشر ته لېږدول کیږي او په دکتاتور دولتونو کې او په خاصه توګه هغه
دولتونه چې د جبر او زور له لارې حکومتوالۍ ته رسیدلي واک د خلکو نه په جبري
توګه د خلکو نه ترلاسه کوي. په لنډو ټکو کې واک داسې تعریفوو: واک د رهبر هغه
وړتیا ده چې د هغه په واسطه د خلکو په استازیتوب ملي پرېکړې نیولای شي.
پورتنۍ لیکنه په لنډو کرښو کې دا ډول وړاندې کولای شو:

مشروعیت یعنې حکومت او حکومتوالۍ ته درناوی، حاکمیت یعنې مملکت او ملي ګټو ته
درناوی او واک یعنې ولسمشر او د ولسمشر پرېکړو ته درناوی.