له دې وروسته به، سعودي عربستان هم اټومي انرژۍ ته لاس ولري

روهي (څلورنۍ/۲۳ د کب)، تېره ورځ د سعودي عربستان کابينې د اټومي انرژۍ د توليد کړنلاره د نړيوالو قوانينو اړوند تصويب کړه.

دغه طرحه د سعودي عربستان د اټومي انرژۍ د ملي پاليسۍ په نوم ياديږي، چې سعودي عربستان ته د سوله ييزو اټومي فعاليتونو او د اټومي انرژۍ د توليد اجازه ورکوي.

سعودي چارواکو ژمنه کړي، چې له اټومي انرژۍ څخه به يې ګټه اخېستنه د نړيوالو تړونونو مطابق او يوازې د سوله ييزو چارو په موخه به وي.

له دې وروسته به سعودي عربستان وکولی شي، چې له خپلو طعبيو سرچينو څخه د اټومي انرژۍ په غني کولو کې ګټه پورته کړي.