د عدن په لوري

اسدالله زمری
ګلانه ستا د وصال ده ، د چمن په لوري ځمـــه
تصورکې ستا د زلفو،د ختن په لوري ځمـــــــه
له هر تاره د ويښتو دې ،کاږم ښکلي مخ ته لاره
زه له دې پل صراتـــــه ، د عـــــدن په لوري ځمه
ما شريکه کړلـــــه ژبه، له بلبل سره د چيغــــــو
د پتنګ په ورزونو، د ديدن په لوري ځمــــــه
په ميدان د سربازۍ کـــــې ،د ميينو بزم تود دی
د مجنون مخکې روان یم د کوهکن په لوري ځمه
نن د هیلو په ګلونو د، دلدار ښکالو لګيږي
غوړيدلی پسرلی شوم، د ګلشن په لوري ځمه
د وفا تاج مې په سرده ،د تهمت لرم لښکر ې
زه د عشق د ملک پاچا یم د وطن په لوري ځمه
۲۰۰۷/۲/۱۲