هغه پنځه کارونه، چې روباټ (Robot) يې له انسان څخه په ښه ډول تر سره کوي

هغه پنځه کارونه، چې روباټ (Robot)يې له انسان څخه په ښه ډول تر سره کوي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

د ټېکنالوژۍ او صعنت په ودې او پرمختګ سره د انسانانو په ژوند کې ډېری مشکلې او ناشونې چارې شونې او اسانې شوې دي. د روښانايۍ له څراغونو نيولي، بيا تر موټر، کمپيوټر، موبايل، الوتکو، طبي ماشينونو او درملو پورې صعنت او ټېکنالوژۍ په دې روانې ۲۱ مې پيړۍ کې انسانان سره نېږدې، ستونزې يې حل او د پرمختګ زمينې يې ورته برابرې کړې دي.

خو د ټېکنالوژۍ د زياتې پرمخ ودې له امله ځينې اندېښنې هم رامنځ ته شوې دي. دغه اندېښنې تر ډېره د انسانانو او کارکونکو کسانو د دندو په اړه دي. د ټېکنالوژۍ په نړۍ کې بريښنايي انسانان يا روباټ Robots هغه څه دی، چې د انسان پر ځای کارونه او دندې تر سره کوي او له انسانانو يې په ښه ډول او کم وخت کې پر مخ وړي.

جاپان تازه ويلي، چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې به داسې روباټونه جوړ کړي، چې د انساني ژوند په ټولو برخو کې به کار کوي او انسانان به ورڅخه ګټه پورته کوي. دا چې روباټ څه شي دی او کوم کارونه له انسانو څخه په ښه ډول سرته رسوي په دې لېکنه کې يې درته په ګوته کوو.

روباټ (Robot): روباټ بريښنايي ماشين دی، چې د ورته دننه شویو کمپيوټري پروګرامونو پرمټ کار کوي، مغلقې او پيچلې چارې په کم وخت او دقيق ډول سره تر سره کوي. ډېری روباټ دانسان په بڼه جوړيږي او په همدې لامل ورته برقي انسان وايي، خو روباټ د يو ماشين او يا په بله بڼه باندې هم شتون لري، چې د بهرني لارښود په وسيله کنټرول کيږي او يا هم لارښوده آله د روباټ دننه ځای پر ځای کيږي.

هغه پنځه دندې او کارونه چې روباټ يې د انسان په پرتله په تيزۍ او اسانۍ سره تر سره کولی شي.
۱- پوځ: روباټ کولی شي په پوځ او وسله ځواکونو کې کار تر سره کړي. د جګړې هغه کرښه او ځای چې د انسان په ورتګ سره د مرګ ګواښ سلو ته نيږدې وي، روباټ ورلېږل کيږي او روباټ يې په اغېزناک ډول سره وړاندې وړي.

په ۲۰۱۴ ز کال کې د امريکا پوځ ويلي وو، چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې به د امريکا د ټولو وسله والو ځواکونو څلورمه برخه له روباټو څخه جوړه شي. د غه روباټونه به د بمونو په خنثی کولو، په هوا کې د ځينو راکټونو د چاودلو او انساني ځواکونو سره به اوږه په اوږه جګړه تر سره کوي.

۲- طب: د درملو بسته بندي، پورته کولو، د ډاکټر له خوا د توصيه شوې نسخې مطابق د دوا ورکول، د پر وخت تېرو درملو مالومول، په پيچليو جراحي عملياتو کې مرسته او د طب په ډګر نورې برخې، چې روباټ يې له انسان څخه په دقيق ډول سره تر سره کولی شي.

په امريکا کې د يو پوهنتون ډاکټران وايي، چې په ياد پوهنتون کې روباټونو د ناروغ ته د ډاکټرانو له ۳۵۰۰۰۰ نسخې تطبيق کړي، چې هېڅ ډول ستونزه يې نه درلوده او په هغه ډول دوا ورکړل شوې ده، کوم ډول چې ډاکټر په نسخه کې لېکلې وه.

۳- کرنه: د زراعت او کرنې په برخه کې هم د روباټونو رول د پام وړ دی. روباټ کولی شي، چې ټراکټور وچلوي، حاصل واخلي، د نباتاتو او حاصلاتو ناروغۍ په ګوته کړي، غلې - دانې او له حاصلاتو څخه د حيواناتو لپاره تر لاسه کېدونکی خوراک بسته بندۍ او په اسانۍ سره ټاکلو ځايونو ته ورسوي.
 
۴- ژورنالېزم: په کم وخت کې به روباټونه د رسنيو او ژورنالېزم ډګر ته هم را دننه شي. د رسنيو په ډګر کې هغه راپورونه چې ډېر تحلیل ته اړتيا لري او د ډېرو مالوماتو درلودنکي وي؛ لکه د سپورټ په برخه کې، د مالي مارکېټ په برخه، د احصايي په برخه کې، د جغرافيوي تغيراتو په برخه کې او نور به د روباټونو پر مټ تر سره شي.

داسې وړاندوينه هم شوي، چې د مقالو، ناولونو، داستانونو، شعرونو ليکل او د ادبياتو په برخه کې به ځينې نورې چارې په راتلونکي کې د روباټونو له خوا تر سره شي.

۵- د کور کارونه: د روباټ يو ساده ډول چې بريښنايي جارو ده، له لا وړاندې د کور په کارونو کې له ښځو سره مرسته کوي. د رومبا ۹۸۰ Roomba 980 په نوم نوې بريښنايي جارو بازار ته راغلي، د کورونو فرشونه او قالينې په داسې ډول سره پاکوي، چې د فرش او قالينې وړيو او تارونو ته په کې هېڅ ډول زيان نه رسيږي او له زوړوالي يې ساتي. دغه رومبا ۹۸۰ د کورنيو حيواناتو د پوستکي د پاکوالي په موخه هم کارول کيږي.