په يو څو ثانيو کې د زړه د حملې تشخيص هغه هم د نېټ په مرسته!

په يو څو ثانيو کې د زړه د حملې تشخيص هغه هم د نېټ په مرسته
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په روانه ۲۱ مه ز پيړۍ کې، په لويه کې ټېکنالوژي په تيزۍ سره په حرکت او وړاندې تګ کې ده. له مالوماتي ټېکنالوژۍ نيولي بيا تر اټو موبايل، وسلې، خوراک، سياحت او طب پوري په ټېکنالوژۍ کې داسې نوي څه او اختراع ګانې رامنځ ته کيږي، چې پخوا يې په اړه يوازې فکر کولو هم نه شوني او له باور څخه لېرې وو.

د طبابت په برخه کې، د نارغيو د تشخيص، درملنې، عملياتو، درملو او طبي ماشينونو منځ ته راتګ، دغه برخه تر ډېره اسانه او تر يوه بريده يې پيچلې کړې ده. له ساده ايکسرې څخه نېولي بيا تر سي ټي سکَن، ايم ار ای، پلاستيکي جراحۍ، د مصنوعي سترګو، په زړه کې د مصنوعي شريانونه او ورېدونه نصب کول، د اورتوپيدۍ پيچلي عمليات او نور اوس دې ټېکنالوژۍ پر مټ په اسانۍ سره تر سره کيږي، خو هغه کسانو ته دا کړنه ساده ده، چې له طبي ټېکنالوژۍ سره بلد وي. طبابت پيچلی شوی هم دی، دا ځکه چې اوس به ډاکټر له تيوري او عملي زده کړو ترڅنګ په طبي ټېکنالوژۍ کې هم لاس بری وي.

د طبي ټېکنالوژۍ په برخه د زړه د نارغيو د تشخيص او درملنې په پار نړۍ وړاندې تللي او داسې لارې - چارې يې اوس رامنځ ته کړي، چې د زړه د وژنکې ناروغۍ ډېرۍ ناشونې يې شونې کړې دي. اوس تازه په تازه، ګوګل داسې يو سافټ وير (پوستغالی) رامنځ ته کړي، چې په يو ثانيو کې د زړه د حملې او د فشار درجه ټاکلی شي.

ګوګل دغه نوې لاره په داسې ډول سره منځ ته راوړې ده، چې په يو څو ثانيو کې پرته له دې چې د ناروغ کس وينه واخېستل شي، ټېسټ شي او بيا يې پايله تر لاسه شي، کار کوي. دغه طريقه په مصنوعي ډول سره د انسان او ډاکټر په لارښوونه خو په خپله مصنوعي وړتيا، د ناروغ کس د زړه ضربان، د وينې لوړ او ټېټ فشار او د زړه د حملې چانس په ګوته کوي.

دغه ميتود چې ګوګل منځ ته راوړي، د زړه د حملې د تشخيص په موخه د وينې اخېستلو او د نورو اوږدو پروسو ترسره کولو ته اړتيا نه لري، بلکې يوازې د يو څو ثانيو په ترڅ کې اړوند ډاکټر ته دا په ګوته کوي، چې د ناروغ د زړه د حملې اندازه او خطر په څو کې دی. په دې نوي مېتود کې عصبي شبکه neural networks او مصنوعي وړتيا artificial intelligence کارول شوي دي.

ګوګل ويلي، چې دغه نوی ميتود يوازې د زړه حمله نه، بلکې د وينې فشار، د ناروغ عمر، په سګرېټو او نورو نشه يي توکو د ناروغ کس اعتياد او نه اعتياد هم په ګوته کوي.

دغه محاسبوي ميتود يا الګورېتم algorithm د ناروغ کس د سترګې له شبکيه برخې سره نيول کيږي، د مختلو تشخيص کوونکو آلو په وسيله د ناروغ کس د روغتيا په اړه عمومي مالومات او ډاټا را اخلي او بيا يې په سافت بڼه ډاکټر ته وړاندې کوي، چې په پايله کې ډاکټر د ناورغۍ په تشخيص کې په ډاډمن ډول سره باوري کيږي او د معالجې په لټه کې يې کيږي. وايي چې، د ناروغۍ ښه او ډاډمن تشخيص په خپله نيمه درملنه ده او دغه چاره اوس ټېکنالوژۍ تر ډېره اسانه کړې ده.

د ګوګل په وينا چې ياد ميتود (محاسبوي ميتود يا الګورېتم algorithm) تر اوسه په امريکا او انګلستان کې په درې سوه زره ناروغانو باندې عملي شوی، چې د دوی د روغتيا په اړه يې دقيق مالومات او ډاټا وړاندې کړې ده.
دغه نوی ميتود له پخوانيو لارو - چارو سره په دې کې توپير لري، چې کار يې په لنډ وخت او د ثانيو په عمر کې دی، خو پايله يې دقيقه او د باور وړه ده. ګوګل په دغه الګورېتم باندې لا تر نن پورې کار کوي، ترڅو په مکمله ډول يې له کار څخه ډاډه شي او د لا نور نوښتونه هم په کې رامنځ ته کړي.

د ژوند په هر برخه کې د ټېکنالوژۍ تيز وړاندې تګ، دا شونتيا زياتوي، چې انساني ځواک (Human Power) به په (Material Power) تبديل کړي، چارې او ستونزې به اسانې، دقيقې او په کم وخت کې به يې حل کړي.