
روهي (نۍ/۱۹ د کب)، په لندن کې د ايراني سياسي مشر آیت الله شیرازي پلويانو د ايران په سفارت بريد کړی او په زور د سفارت وادنۍ ته دننه شوي، چې يو شمېر مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
د لندن پوليسو ويلي چې له درېيو ساعتونو وروسته دوی توانېدلي، چې د سفارت وادنۍ ته په زور دننه شوي کسان ونېسي او په دې اړه يې ترې پوښتنې او ګروېګنې پيل کړې دي.
په لندن کې د ايران سفير په خپل ټوټېر ليکلي، چې لاريون کونکي څلور کسان وو، چې د سفارت په وادنۍ کې يې د ايران بيرغ په ځمکه غورځولی، د ايران د حکومتي چارواکو پر ضد يې شعارونه ورکول او همدا ډول يې د اسلام د مبارک دين خلفاي راشدين (حضرت ابوبکو صديق،حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان غني) او حضرت عايشه رض ته يې سپکې سپورې ويلي.
په ايران کې د ورستيو لاريونو وروسته د حکومت يو شمېر سخت درېځه مخالفين د ايران د حکومت پر وړاندې په بهرنيو هېوادونو کې لاريونونه کوي او ځينې وخت د اسلام مبارک دين د مشرانو پر وړاندې له سپکوي ډکې خبرې هم کوي.
په لندن کې د نننۍ پېښې په اړه د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت او په ايران د انګلستان سفارت د ايران له حکومت څخه په دې اړه بښنه غوښتي.