ټرمپ خپلې ډېرۍ ژمنې عملي کړي

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ څه باندې یو کال پوره شو، د متحده ایالاتو د ټاکنیز کمپیاین په مهال داسې اټکلونه کېدل چې که ټرمپ ولسمشر شي، امریکا به خرابې لوري ته یوسي، ځکه نوموړی سوداګر پاتې شوی او په سیاست کې تجربه نه لري، خو ډونالډ ټرمپ تر ډېره هغه ژمنې او تعهدات عملي کړي چې د ټاکنیز کمپاین په مهال یې د امریکا له خلکو سره کړې وې.

جمهوری غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین کې د خپلې ډیموکراټې نوماندې هیلرې کلنټن پر وړاندې بریالی شو او په غوڅ اکثریت سره یې رایي وګټلې. د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په شلمه نېته یې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل چې د ټلویزیونونو له لارې نږدې ۳۱ میلیونو کسانو لیدلي وو. د جنورۍ په میاشت کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې لپاره مهمې ټاکنې وکړې چې مایک پینس یې د مرستیال ولسمشر او مک ماسټر یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکل. د ډونالډ ټرمپ له ټاکنې زیات امریکایان خوښ نه وو او په کور دننه او بهر یې زیاتو امریکایانو پر خلاف پراخ لاریونونه وکړل او باور یې درلود چې ګنې ټرمپ به امریکا د تباهۍ لور ته یوسي.

ډونالډ ټرمپ لومړی امر لاسلیک کړ چې په اساس یې امریکا ته د شپږو اسلامي هیوادونو په وګړو بندیز او محدودیتونه ولګول شول، په دغو هیوادونو کې د ایران، چاد، لیبیا، سومالیي، سوریي او یمن وګړي شامل وو چې د امریکا حکومت ګواښ باله او اندېښنه درلوده چې ښایي ترهګرو د همدغو هیوادونو د وګړو په منځ کې امریکا ته ننوځي. ټرمپ وویل دا ګام د دې لپاره پورته کوي چې امریکا خاورې ته د سختدریځو اسلامپالو له داخلیدو مخنیوی وشي او موږ دوی نه غواړو، د اسلامي هیوادونو د کډوالو په تړاو د ډونالډ ټرمپ اقدام ګڼ شمېر غبرګونونه هم درلودل.

ډونالډ ټرمپ د یوه کال په اوږدو کې د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره په لفضي شخړو تېره کړه، د متحده ایالاتو له خبرداریو او ګواښونو سره سره بیا هم پیونګیانګ اټومي ازموینې ونه درولي او د لویو وچو ویشتونکي څو بالسټیکي توغندې یې په کامیابۍ سره وازمایل، شمالي کوریا ادعا وکړه چې داسې توغندی یې ازمایلی چې د امریکا هر ټاپو په نښه کولی شي، خو واشنګټن له شمالي کوریا غوښتنه دا وکړه چې مذاکراتو ته ورسره کیني.

له دې سره ډونالډ ټرمپ د خپلې دورې په لومړي کال کې بیت المقدس د اسرائیلي پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او هغه ژمنه یې عملي کړه چې د امریکا سفارت به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لیږدوي. ډونالډ ټرمپ وویل “ له فدرالي حکومت په ټینګه غوښتنه کوم چې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولیږدوي او ډېره مهمه ده چې دا ښار د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژنو". د ډونالډ ټرمپ دغې پرېکړې د اسلامي او غیرې اسلامي نړۍ توند غبرګونونه راوپارول او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړکېچونه به د اسرائیلو او فلسطینیانو کړکېچونه نور هم زیات کړي. ټرمپ د خپل لومړي کال په ماموریت کې سعودي عربستا ته هم تاریخي سفر وکړ چې د سعودي شاهانو له تود هرکلي سره مخ شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې له ریاض سره د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. په دغو هوکړو کې ډول ډول نظامي وسلې، الوتکې، د تاد دفاعي سیستم او نور شامل دي.

له دې سره ډونالډ ټرمپ افغانستان کې خپل پوځي ماموریت وغځاوه او افغانستان ته یې تازه دمي سرتیري راولېږل او تعهد یې وکړ چې افغانستان به د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې یوازې پرېنږدي، ټرمپ همداراز د افغانستان او سویلي اسیا لپاره ستراټيژي اعلان کړه چې ټینګار په کې د ترهګرو د پټنځایونو په تړاو و او په پاکستان ټینګار دا و چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او صادقانه همکاري وکړي. ټرمپ وویل (( په افغانستان او پاکستان کې زموږ ماموریت مالوم دی، مونږ باید د ترهګرو هغه خوندي ځایونه له منځه یوسو چې امریکا ته ګواښ پېښوي او باید موږ اجازه ورنه کړو چې هستوي وسلې زموږ او یا د نورو پر وړاندې کاروي.))

د امریکا ولسمشر پاکستان ملامته کړ چې افغانستان کې یې جنګیدونکو ترهګرو ډلو ته د جګړې بستر برابر کړی او نور یې پر ضد باید اقدام وکړي. د ۲۰۱۸ کال په نوي کیدو سره ډونالډ ټرمپ ټویټ کې ولیکل چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته په احمقانه ډول ۳۳ میلیارده ډالره ورکړل او پاکستان به تل موږ ته د بې عقلانو فکر کاوه او مرستې به یې موږ په ضد کارولې. د امریکا ولسمشر ټویټ پاکستان هم سخت وارخطاء کړ او ګیله یې دا وه چې واشنګټن د ترهګرۍ ضد جګړه کې د اسلام اباد قربانې هیروي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم پاکستان ۲۵۰ میلیونه ډالره کلنې مرسته هم ورنه کړه او تر هغه به پرې بنده چې پاکستان امریکا ته قناعت ورنه کړی او د ترهګرو پر ضد صادقانه ګامونه وانخلي.

په کابل کې د طالبانو له خونړي برید وروسته ډونالډ ټرمپ دا ډله د ملکي افغانانو په وژلو تورنه کړه او خبرداری یې ورکړ چې د دغې ډلې سره دخبرو پر ځای به یې وځپي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په یو دېرشمه د کانګریس کلنۍ غونډې ته د وینا په مهال وویل چې له افغان حکومت سره په ګډ پلان کار کوي چې څنګه کیدای شي روانه جګړه پای ته ورسوي او زیاته یې کړه چې د پلان جزیات ځکه نه رسنیز کوي چې د ښمنان پرې پوی نه شي. د امریکا ولسمشر دا ژمنه هم تازه او تکراري کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به افغان ځواکونه یوازې نه پرېږدي او پنټاګون نږدې راتلونکې کې د افغان ځواکونو د روزنې او د سلامشورو په موخه د سرتېرو او سلاکارانو شمېر شپاړس زرو ته رسوي.