د کابل پروسې دویمې غونډې د افغانستان باور نور پوخ کړ!

افغانان لا هم په دې امید دي چې افغانستان کې به روانه کرغېړنه جګړه پای مومي او دوی به په سوله ئیزه فضاء کې ژوند کوي. په داسې شرایطو کې چې د هیواد زیاتې برخې اوس هم د پردیو ګټو لپاره د نیابتې جګړې په لړ کې تر ځانمرګو او مخامخ بریدونو لاندې دي او په لسګونه بې ګناه هیوادوال مو قرباني کوي، دا لاسته راوړنه بللی شو چې د نړیوالې ټولنې پام افغانستان ته زیات شوی او د نړیوالو، سیمه يیزو او ملي غونډو په دایرولو یې له افغانستان سره اوږدمهاله تعهدات کړي چې یوازې به یې نه پریږدي.

د سیمه ئیزو او نړیوالو غونډو سربېره د کابل پروسې غونډې دایریدو دا په ډاګه کړه چې له افغانستان سره نړیواله ټولنه ولاړه ده او افغان حکومت هم دا ظرفیت لري چې د سیمه ئیزو او نړیوالو متحدینو کوربتوب وکړي. د کابل پروسې دویمه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې پلازمېنه کابل کې د څو خونړیو بریدونو شاهد وو چې په لسګونه بې ګناه افغانان په کې قرباني شول.

د کابل پروسې دویمه غونډه کې د سیمې او نړۍ د نږدې ۲۵ هیوادونو استازو ګډون کړی و، چې تمرکز یې ډېر د ترهګرۍ ضد جګړې او افغان سوله کې په همکاریو ورټول و. د کابل پروسې غونډه کې پراخه کچه د سیمې او نړۍ مهمو هیوادونو استازو ګډون وښوده چې افغانستان ورته ارزښت لري، او که دا هیواد همداسې پرېښودل شي، دلته جنګیدونکې ترهګرې ډلې دوی ته هم سرخوږی جوړولی شي.

په دغې غونډه کې افغان چارواکو نړیوالو ته د روانې جګړه په اړه لا نور وضاحت هم ورکړ او له شواهدو یې ورته په ډاګه کړل چې افغانستان کې زیات جنګیدونکي ترهګر بهرنيان دي، او د دوی هدف یوازې افغانستان نه بلکې د سیمې او نړۍ بې ثباته کول دي. د کابل پروسې دویمه غونډه کې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په ډاګه کړه چې د افغانستان جګړه کورنۍ اړخ نه لري، بلکې دلته نړیواله ترهګري په زور کې ده، دغه غونډه کې بل ټینګار دا و چې د ترهګرۍ او نشه یې توکو د ضد مبارزې اړوند هڅې دې همغږي شي، یعني تر اوسه سیمه ئیزه همکاري همغږې نه ده، ځکه خو تر اوسه د دغو پدیدو پر وړاندې مبارزې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې، د کابل پروسې دویمه ګډون کوونکو اعتراف وکړ چې ګډې همکارۍ او مبارزه همغږي نه ده، ځکه خو ستونزې د حل کېدو پر ځای زیاتې شوي، د هیوادونو راغلیو استازو دا ژمنه هم وکړه چې د ترهګرۍ او نشه یې توکو ضد مبارزه کې به له افغان حکومت سره د هڅو د همغږي کولو تر څنګه ګډه همکاري وکړي، ځکه ننګونې ترهګرۍ او د مخدره توکو تولید او قاچاق رامنځته کړي. د کابل پروسې دویمې غونډې دا ځل هیلې ځکه زیاتې کړي، چې د ترهګرو ډلو او په ملاتړ کوونکو یې اوس فشارونه تر بل هر وخت زیات شوي، او دا ډول غونډې د ترهګرۍ ضد سیمه ئیزې او نړیوالې اجماع رامنځته کېدو لپاره اغېزمن رول لوبولی شي. افغان حکومت په کور دننه د سولې د ټینګښت لپاره په اجماع جوړولو بریالی شوی او اوس د عامه افغانانو تر څنګ دیني عالمان، مخور او سیاسیون تر بل هر وخت د جګړې د بس او ثبات د ټینګښت لپاره له نظام سره په یوه خوله دي او هڅه دا کیږي چې د سولې د راتګ لپاره کار او کوښښونه وکړي.

له کورنۍ اجماع جوړیدو وروسته په سیمه ئیزې اجماع چټکې سره کار روان دی، چې سیمه کې ګټې شریکې شي او ټول هیوادونه ترهګري ګډ ګواښ وګڼي او پر ضد یې له افغانانو سره رښتیني او پرېکنده ګامونه واخلي، د سعودي عربستان او د منځنۍ اسیا ځیني هیوادونه افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه یې توکو د تولید او قاچاق په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي او ډاډ یې ورکړی چې افغان حکومت سره به ګډ کار کوي چې دوی ته د ورپېښیدونکو ګواښونو پر ضد اقدامات وکړي. اوس تر بل هر وخت سیمې د ترهګرۍ او نشه یي توکو تولید او قاچاقه ورپېښیدونکي ګواښونه درک کړي او مکلف دي چې د مخنیوي لپاره یې ګډ کار او هڅې وکړي، که افغان حکومت په دې وتوانیږي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د مخدره توکو د مخینوي لپاره سیمه ئېزه او نړیواله اجماع بشپړه کړي، لرې نه ده چې هیواد کې به مو د روانو ناخوالو ګراف راټیټ او ثبات به ټینګ شي.